(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي خیال محمد کټوازی سره مرکه

زموږ دهیواد دخوږ ژبي، مبتکر شاعر او ژورنالیست ښاغلي خیال محمد کټوازی سره مرکه مرکه کوونکې : انجنیر عبدالقادر مسعود ښاغلي خیال محمد کټوازی زموږ د هیواد هغه پیژندل شوې، با احساسه او تکړه لیکوال او شاعر دی، چې په خپل شعر او شاعری یې پښتو ادب رنګین کړی دی . د خلکو سره د ده ناسته ولاړه او د ده صحبتونه ډیر شاعرانه او مینه ناک رنګ لري . ده دخپلې خوږې ژبې دپر مختګ ، ودې اوغوړیدلې لپاره په خپل توان سره لیکنې او څیړنې کړې دي، چې د ده هڅې او خدمتونه د ستاینی او قدر وړ دي . ښاغلي خیال محمد کټوازی دعبدالغفور خان زوی دی، چې په (۱۳۲۹) کال کې د پکتیکا په ولایت کښې د دې ولایت په مرکز (ښرنې)کې دملکانوپه کلي کې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي . ده خپل لمړنۍ زده کړه د ښرنې د علي بابا په لیسه کې او نورې زده کړې یې د رحمان بابا په لیسه کې تر سره کړې دي .ده خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ادبیاتو اوبشري علوموپوهنځي دادبیاتو د ژورنالیزم په څانګه کې پای ته رسولې دي . ده د کوچینوالې څخه د شعر او ادب سره ډیره مینه لرله .دی دری شعري ټولګې لري چې د علم، ادب او فرهنګ مینه والو ته یې د کتاب په بڼه وړاندې کړې دي . ده له (۱۳۴۹) کال څخه تر(۱۳۵۷) کال پورې د هیواد په مختلفو ورځپاڼو کې خپلې لیکنې خپرې کړې دي خوپه تیره بیا هغه وخت کې چې ده په رادیو افغانستان کې کار کاوه زیاتې لیکنې او څیړنې لري . کټوازی صاحب له (۱۳۴۹) کال څخه د رادیو افغانستان د خپرونوپه ډیرو برخو کې کار کړی دی . ده په (۱۳۵۵) کال کې د رادیو د خپرونو د لوی مدیریت دمرستیال او په (۱۳۵۷) کال کې د رادیوتلویزون د وزارت د معین او د سولې او پیوستون د ریس په توګه دندې تر سره کړې دي . دی د (۱۳۵۸)کال په پیل کې د اطلاعاتواو کلتور وزیر وټاکل شو او وروسته دی نهه کاله د څرخي په زندان کې سیاسي بندي وه . خو ده خپل ادبي او فرهنګي فعالیتونو ته ادامه ورکړه او په زندان کې یې هم شعرونه لیکلې دي . دی په (۱۳۶۷) کال کې دشهیدډاکتر نجیب الله د ملي مصالحې په دوران کې د نورو زندانیانو سره یو ځای راخلاس شو . یو کال وزګار و او بیا په باندنیو چارو وزارت کې لمړۍ د سلاکار او ورپسی د معین په توګه دنده لرله . په (۱۳۷۰) کال کې په لیبیا هیواد کې د سفیر په توګه مقرر شو . وروسته د جهادي ډلو ټپلو په جنګونو کې د هالند هیواد ته مهاجر شواوس مهال په دې هیواد کې د مهاجرت شپې تر سره کوي . ده په هالند کې هم خپل ادبي اوفرهنګي فعالیتونو ته ادامه ورکړه اود هالند د روتردام په شهر کې یې دوې شعري ټولګې چې د(ستورو ورا)او(بریښنا ولولې)نومیږي ولیکلې . که چیرې د کټوازی صاحب دشعرونو کتابونه په دقیقه توګه مطالعه شي، نو داسی معلومیږي چې د ده په شعرونو کې مینه، خواخوږې ، طبیعی ښکلا، درد اورنځ، غم اوخواشینی، لوږه اوتنده، جنون، هیله ، وطني احساس اوانساني عواطف نغښتی دي. د ده په زیاتره شعرونو کې دطبیعت ښکلا، دانسان او وطن سره مینه دټولنیزو نا خوالې او کړاوونه، یاءس او نا امیدي، خفګان اوداسی نور تصویرونه او سمبولونه په ډیر ښکلي انداز څرګند شوي دي .د بیلګې په توګه لکه په دی بیتونو کې : دزړه په سر باندې مې ځای لرې وطنه د لوړوغرونو په لمنه کې پلنه په هر لویښت دې د لمانځه سجده روا ده دمسلې غوندې دې پاکه ده لمنه چې کوم ابلیس دې په ویاړونو لګیدلی په ماته ژامه دې شړلی دی مننه یا: که لرې رانه پاته دي که برې رانه پاتې د زړه دواړه ټوټې مې برابرې رانه پاتې په ځالو دګوربتو کې چرګوړې میشته شوې د چوتکو په منګولو کې کوترې رانه پاتې یا: هسې چارې دې راوکړې مینتوبه چې اوس ګرځمه رسوا له لیونتوبه که هر څو ژور ویده یمه هیواده ستا توده مینه مې وباسي له خوبه یا: په زړه باندې رنځور یمه صنم راسره نشته درمل ته یې حیران یمه ملهم راسره نشته په مړینې نڅاګانې د ژوندیوپه ما کاندي تر اوسه هم لا فکر د توکم راسره نشته یا: چې هر چیرې لټومه ښکلی یار مخامخ راته څیرمه شي اغیار خپلې ډکې خزانې ته چې ورځمه ترې چاپیره وي دبل کلی ښامار یا: مړاوی شانته ګل یم له پرهاره سره اوسم اوس چې د ازغیو له بهاره سره اوسم نن یې تر ملا پورې بمونه راتړلې څه ساده پښتون یم له هوشیاره سره اوسم یا: دیدن ته دې هیواده له جرګو سره درځم ستا غیږې ته دعشق له ولولوسره درځم پوهیږمه چې لارې پاټکونودې نیولې زما جنت نښانه له خطرو سره درځم یا: بیابه پسرلی شي میناګانې به راځي تورې شپې به لیږدي رڼاګانې به راځي واورې به خپل سپین کفن ور ونغاړي له ځمکې خاندي به ګلونه ښکلاګانې به راځي یا: داغ دبې پتي دې د لمن په برخه مه شه ترخې او ځوځان دې د چمن په برخه مه شه خاوره دې که خپله وي ولکه یې دپردیو هسي پاچاهي دې د وطن په برخه مه شه یا: چې زما په شواخون باندې خبر شو ساندې وایستې پتنګ په اسوېلي کې دبلبل له ستونې سوی چغار جګ شو دغوټۍ ګریوان شو څیرې په شنېلي کې یا: د زاهد ګوزاره نشي په داهسې واړه جام ساقي خم ورته را، اخله دې حریص ته هر ماښام ماتوي توبې په پټه د ګناهو په کولو حریف روږدی دی په دواړو په حلال او په حرام کټوازی صاحب په خپلو شعرونو کې د پښتو د متلونو نه هم ګټه اخیستې ده . د بیلګې په توګه : (که په لاره باندې مار په هر رقم ځي خپلې سوړې ته چې ورسېږي سم ځي) که یې هرې خواته اړومه څوکه برابر مې د وطن په لو قلم ځي یا : (یو متل دی وایي مه کړه هغه منډه چې لمن دې شي په کلې کې بربنډه) (چې په لاس باندې وازیږي څه حاجت دی چې په خوله یې خلاصوي تړلې ګنډه) یا: غلیمانو مو بیاتي په لاس نیولې له هر لورې غوڅوي د وطن څنډه (لا تر اوسه پورې مږه ورته وایي د پټي ریشکه وخوړله غونډه) یا: که د زړه د مینې راز غواړې د چټې کیسې ټولې دې له اوښکو سره پټې (نڅا ګره چې نڅا کولای نشي وایي ځمکه خو کږه وینم له سټې) خپلو ښکیل کړو د پردیو په دامونو کنه موږ خو درلودلې پخې مټې (که یی لاستی له خپل ځانه څخه نه وای تبرڅنګه ماتولې ونې غوټې) (اوس د یوې سپږې لپاره چې لري یې ټول پوستین په اور کې غورځوي دالټې) د پردو تر منت لاندې مه شې (خیاله) (د لاهور تر ګټوښې دی د کور ګټې) یا: زړګی مې شور لري بلوا غواړي لیونۍ مینه بر ملا غواړي د زمانې هسې دستور ته ګوره (ږیره زما واک یې ملا غواړي) یا: ستا دمخ په شیشه سره او سپین ځلیږي که رنګونه په هینداره کې ماتیږي ګرانه بیا درته راستون شوم مجبوري ده (مات لاسونه خپلې غاړې ته ورلویږي) لنډه دا چې د کټوازی صاحب په شعرونو کې هغه انساني احساس او عواطف پراته دي چې دانساني ټولنې او په تیره بیا پښتني ټولنې په مختلفو اړخونوباندې یې هر اړخیزه لارښوونه کړې ده او د ده شعرونه د هر چا له ذوق سره سم مطالب لري . کټوازی صاحب یو پیاوړی شاعر او متفکر انسان دی، دی په شاعری کې نرم او روانه طبع لري .دی دعلم ، پوهې او تدبیر سره، دخپلواکۍ، وطنپالې او هیواد والو سره ، دفطري جذباتو او ملي احساساتو سره ، او د پښتونوالي سره او دپښتو ژبې د ادب سره ځانګړې ،سپیڅلې او روانه مینه لري .همدا وجه ده چې ما ځانته دا حق ورکړ تر څو د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت او فعالیتونوپه هکله یو څو کرښې ولیکم او د ده سره ادبي مرکه ولرم، چې د تاسو پام دغی مرکې ته راګرځوم : کټوازی صاحب زه خپل سلامونه اوپيرزوینې تاسوته وړاندې کوم اجازه راکړی چې خپلې پوښتنې پیل کړم . پوښتنه :د تاسو شوق او علاقه په شعر ویلوکې له کومه وخته پیل شوه؟ لمړی شعر د تاسو کوم شعر ؤ؟ ځواب : له شعرونوسره مې له وړکتوبه څخه مینه درلوده خو په خپله مې د شعر لیکلوسره څه ناڅه شل کاله مخکې له نژدې اړیکې ټینګې کړې او لیکم یې . لمړنې شعر مې په څلویښت کلنۍ کې ولیکه نوم یې (دشهید وینه)وه . پوښتنه : د تاسو په نظر کوم فاکتورونه باعث کیږي چې یو انسان شعر او شاعری ته مراجعه کوي ؟ ځواب : د شعر ویلو لپاره لمړی باید سړی پخپله ککرۍ کې دشعر ویلو تومنه ولري اودښه شعري استعداد خاوند وي بل دا چې د شاعر دشعر په پاریدلوکې انساني چاپیریال ژوره اغیزه لري، په ژوندانه کې لوړې ژورې ،درنې پېښې او ټولنیز بدلونونه هم سړی شعر ویلو ته لمسوي او دنورو شاعرانو دشعرونو لوستل هم شاعر ته الهام ورکوي او شعر لیکلوته یې هڅوي . پوښتنه : د تاسو شوق ولې د ادبي ژانرونوسره پیل شو او د شعر لاره مو وټاکله ؟ ځواب : څرنګه چې له هنر او ادبیاتو سره مې له پخوا څخه مینه درلوده نو ځکه د دولسم ټولګۍ له بریالیتوبه څخه وروسته د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته ولاړم او دخپلې زده کړې لاره مې ځانته وټاکله . د ادبیاتو په پوهنځی کې مې د ژورنالیزم څانګه پای ته ورسوله او بیا مې په راډیوافغانستان کې هم له هنري ، ادبي او اجتماعي خپرونو سره سروکار درلود، په راډیو کې مې لیکنې کولې خو په شعر ویلو مې ډیر وروسته پیل کړی دی . پوښتنه : دتاسو په نظر شعر یعنی څه اوشاعر یعنی څوک؟ او په شعر کې بهرني او داخلي عناصر کوم دي؟ ځواب : د دې پوښتنې ځواب زما (دستورو ورا)د کتاب په پای کې د شعر تر عنوان لاندې لیدلای شیء ، خو بیا هم شعر په وزن لرونکې ژبې سره دمفکورې او تخیل، عاطفي ترکیب ته ویل کیږي چې د باندنۍنړۍ، چاپیریال او ټولنیزو حالاتود انعکاس په هکله د انسان له مغزوڅخه رازیږي،شعر شکل اومضمون لري چی په خپل منځ کې باید یو له بله ښه تناسب ولري . پوښتنه : تاسو په شعر ویلو کې له کوم سبک او ادبي مکتب نه پیروي کوی؟ او په پخوانیو او اوسنیو شاعرانو کې د کوم شاعر له شعرونو نه ډیر خوند اخلۍ او په زړه پوري یي ګڼې؟ ځواب : دداستان په لیکلو کې دریالیزم له ادبي مکتب سره مینه لرم خو په شعر کې ډیر ځله له خپله واکه څخه وزم او د ادبي مکتب په ولکه کې نشم راتلای . په پخوانیو شاعرانو کې لوی خوشحال خان خټک دومره پیاوړی شاعر دی چې د هغه ددرنښت او د ستر توب صفت زما د قلم په وس کې نشته، خوشحال خان خټک لکه یو غر دومره لوړ دی او څوکې یې له اسمان سره خبری کوي، خو د خوند او ښکلا له پلوه د عبدالحمیدمومندشعر زما لپاره بېساری ښکاري . په اوسنیو لیکوالانو کې ارواښاد ښاغلي اجمل خټک یو پیاوړی ستر او غښتلی شاعر دی چې له بده مرغه سږ کال یې له نړۍ سره مخه ښه وکړه،د اجمل خټک د غیرت چیغه په پښتو ژبه کې داسې یو شاهکار دی چې د دې زمانې ډیری پښتنو شاعرانو له هغه څخه الهام اخیستی او تر اغیز لاندې یې راغلي دي اوکه هر څوک غواړي چې شاعر شي نو ښایي چې دغیرت چیغه هر کله له ځان سره ګرزوي او لولې يې . په ننیو شاعرانو کې نور هم داسې پیاوړي شاعران شته دي چې زه یې له شعرونو سره مینه لرم او ښه ځلیدلي دي خو د ټولو یادونه یوه لوی بحث ته اړتیا لري . پوښتنه : زموږ د پښتو په ادب کې شعر او شاعری ته ډیره پاملرنه شوې ده او په پښتو ادب کې زیات شاعران راغوړیدلي دي .د تاسو په آند د دی وجی دلیل څه دی؟ ځواب : له بده مرغه زموږ په هیواد کې د لیک ،لوست ، ژورې مطالعې او څیړنې کلتور نشته نو د شعر سره مینه لږ څه ځکه ډیره ده چې شعرونه لنډ او خوندور دي اولوستل یې اسانه او په زړه پورې دي . ځینې کسان د خوندونواو ښکلاګانوتنده په شعرونو ماتوي په تیره بیا د عشقي شعرونو لوستل لا زیات دود لري، په هر صورت که څه هم شاعران ډیر شوي دي خو تر اوسه پورې پیاوړي شاعران دګوتو په شمار دي . د شعر سره مینه ورو ورو سړی څیړنو، لیکنو او مطالعې ته هڅوي .او ښه راتلونکې لري . پوښتنه : آیا له پښتو پرته د نورو ژبو ادبیات او شعرونه هم لولی که یې لولی د هغو اغیز په خپله شاعری کې څومره ګوری؟ ځواب : د نورو ژبو د شاعرانوشعرونه کله نا کله لولم او له هغو څخه ګټه او خوند اخلم . پوښتنه : د تاسو په آند شعر لیکل الهام دی او که انساني تجربه؟ مهربانی وکړی په دی هکله مالومات راکړی؟ ځواب : زما په آند شعر لیکل الهام او تجربې دواړو ته اړتیا لري ، زه دا ګڼم چې شاعر ته یو شعر په بشپړه توګه د الهام په توګه نه راځي، ښایي چې شاعر ته یوه سوژه د الهام په توګه راشي خو ښه شاعر هغه څوک دی چې پخپل شعر زیات کار وکړي ، هغه ولولي او بیا یې تکرار ولولي ،د هنر په ښه ګاڼه یې سمبال اوشتمن کړي .زما په ګمان په شعر کې الهام یوه هګی نه ده چې له چرګې څخه روغه جوړه راووزي بلکه شعر سر بیره په ذاتي استعداد ، ډیرې هڅې ، مطالعې، تمرین، لوستلو، لیکلواو تجربې ته اړتیا لري. پوښتنه : د تاسو په نظر یو شعر باید یو ځانګړې او ښه پیغام او ارمان ولري او که نه؟ ښه شاعر څوک کیدای شي او په شعر ویلو کې کوم شي ته باید زیاتره پاملرنه وشي؟ ځواب : هوکې یو شاعر ته دا ښایې چې ښه پیغام او ښه انساني هدف ولري، ښه شاعر هغه څوک کیدای شي چې خپله ټولنه ښه وپیژني او د هغې اړتیاوو او نا خوالوته د شعر په ژبه ښه ځوابونه ووایې اود غښتلي ، مخکښ او لار ښود رول ولوبوي .په شعر ویلو کې ډیرې زده کړې او ډیر تمرین ته باید زیاته پاملرنه وشي، هغه شاعر ښه شاعر کیدای شي چې ډیر ولولي، ډیر ولیکي او خپل شعري استعداد ته وده ورکړي . پوښتنه : شاعرانو او لیکوالانوته له بهرنیو نړۍ او نړیوالوادبیاتو سره اشنایې څومره اړینه ده؟ او اغیز به یې څه وي؟ ځواب : له به مرغه زموږ هیواد د ودې او تکامل په ډیر وروستی پړاو کې پاته دی موږ د هنر، ادب، علم ، تخنیک اودژوند هره برخه کې دې ته زیاته اړتیا لرو چې د پر مخ تللې نړۍ له تجربو او زده کړو څخه ډیره ګټه واخلو.دشعر په برخه کې هم د بهرنۍ پرمختللې نړۍ له شعرونو او د هغه له زده کړو او تجربو څخه ګټه اخستل زموږ په شعرونو ګټوره اغیزه لري . پوښتنه : دنن او پخواني شاعرانوشعرونه څرنګه څیړې او پرتله کوی؟ ځواب : په پخوانیو شاعرانو کې ستر خوشحال خټک اوځینې نور هم د نن ورځې شاعران دي او هم دپرون ورځې ، مګر له نوروشاعرانو سره پرتله داسی کیدای شي چې د نن ورځ ځینې شاعران له خپل چاپیریال یعنې ټولنې او هیواد سره تر پخوانیو شاعرانو نژدې اړیکې لري او د شونډو اوخال اوزلفو په ځای د وطن ټولنې او ژوندانه په هکله زیات شعرونه وایي . پوښتنه : تاسو په شعر کې حماسه څه ډول څیړی؟ ځواب : حماسي شعرونه په ځانګړو توپاني شرایطو کې را زیږي، په انقلابي حالاتو کې داستعمار په ضد، په تنګسه کې ، د جنګ او زور زیاتي سره د مقابلې په مهال کې ، دطبقاتي توپیرونودشدت او دبغاوت په وخت کې حماسي شعرونه رامنځ ته کیږي . کله چې د خلکو د غم کاسه ډکه شي حماسي شعرونه ته ډیره اړتیا رامنځ ته کیږي چې په زیاته کچه پارونکې، او د ولولولرونکې وي . پوښتنه : سپین شعر، نوې او آزادشعر او کلاسیک شعر څه توپیر لري؟ ځواب : دسپین شعر، نوې او آزادشعر له کلاسیک شعرونوسره توپیر په دې کې لیدل کیږي چې کلاسیک شعرونه وزن او قافیه او ځنې یې ردیفونه لري خو په دا نوروکې قافیه او ردیفونو ، نه استعمالیږي یوازې وزن لري ، وزن په هر شعر کې حتمي او ضروري دی،آزاد شعر یا نوی شعر دا معنی نلري چې له هر څیز څخه آزاد وي بلکه باید وزن، آهنګ ولري او په هغه برسیره ټول شعرونه یعنې آزاد، سپین،نوې ، کلاسیک او قافیه وال شعرونه دا ټول باید وزن ، مفکوره، تخیل اواحساس (عاطفه)ولري، بیله دې څخه د شعر له چوکات څخه وزي . پوښتنه : مهربانی وکړی د لنډیو په هکله خپل مالومات راسره شریک کړی؟ او راته ووایاست چې لنډۍد غم زیږنده ده او که د خوښۍ؟ ځواب : لنډۍ د پښتو ژبې هغه آزاد شعر دی چې د ګڼ شمیر خلکو د شعر ویلو د اوږدو تجربوپه نتیجه کې رامنځ ته شوې دي او ځانګړی شاعر یې نه دی معلوم نو ځکه د خلکو مال بلل کیږي . لنډۍ هم دغم په وخت کې ویل کیږي چې (ساندې)ورته وایي اوهم دخوشالتیااو، ولولو په مهال کې له مستو سندرو ، اتڼونواو موسیقي سره ویل کیږي . لنډۍ د شکل او څیرې له پلوه داسې ده چې لمړی بیت یې نهه(۹)او دوهم بیت یې دیارلس(۱۳)سیلابونه لري ، ټولې لنډۍ په (مه)او په (نه) باندې پای ته رسیږي، یعنې دهرې لنډۍ د پای تورې (م ، هه)او (ن ، هه) دي . هغه لنډۍ چې په (مه) باندې پای ته رسیږي لکه : زړه مې د تورو، وینو ډنډ دی که غر غړه کړم ملک به ټول په وینو کړمه یا: زما او ستا تر منځ لوی غرونه سپینې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه هغه لنډۍ چې په (نه) باندې ختمیږي لکه : چناره ستا ځواني زما وای ما به د پاڼو په ځای کړي ووګلونه یا: سورت د یاسین را باندې وایه په ما خولې د زنکدن راغلې دینه لنډۍ که څه هم د شکل له اړخه وړه ده خو دمضمون له پلوه ډیره شتمنه ، خوندوره اود سکندر کچکول دی چې سمندر پکې ځایدای شي . ځنې لنډۍ دومره پیچلې، خوندورې او له غورځنګونوڅخه ډکې دي چې په ډیرو لویو شعرونو کې یې ساری نه لیدل کیږي لکه : سینه مې دیګ زړګی مې غوښې اوښکې اوبه دې بیلتون اور پسې کوینه یا: زړه مې د شنې نکریزې پاڼه د باندې شین د ننی رنګ په وینو ده نه یا: په زړه مې نوم دآشنا لیک دی د اوبو غړپ کولای نشم ړنګ به شینه لنډۍ کله کله ډیره ساده او اسانه لیدل کیږي خو پخپله سادګي کې ډیره خوندوره اوښکلې وي ، لکه: د سرو اوښانو غرغړې شوې د غرو لمنو ته کوچیان راغلي دینه یا: په سور سالو کې ګناه نشته ګناه جلکۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځینه د مینې لپاره : خوله دې مکه زلفې جنډې دي زه دثواب لپاره خولې پې لګومه دغم لپاره : نصیبه وسوځې لمبه شې تندیه مات شې په تا څه لیکلې دینه *********************** غم که له غمه شرمیدلای په ما به نه راتله جوړه جوړه غمونه د لنډیو ډیره برخه د ښځو له خوا ویلې شوې دي ، پښتني ښځینه (ښځمونې) تر نارینه پښتنو ښه شعري طبعه لري خو له بده مرغه چې زموږ ټولنه د ناپوهی خپسکې ترستونې نیولې ده . ناوړو دودونو مو لاس اوپښې راتړلې دي او پیغور ، وبا په موږ باندې کډې اړولې دي . پوښتنه : تاسود متلونو په هکله څه نظر لری؟معلومیږي چې تاسو په خپل شعرونو کې د متلونو نه هم ګټه اخیستی ده،د دغو متلونواغیزه به د تاسو په شعرونوڅه وي؟ ځواب : متلونه هم د لنډیو په شان د پښتني ټولنې د اوږدو تجربو په پایله کې د خلکو څخه خوله په خوله تر موږ پورې رارسیدلې دي ، یو شمیر متلونه وزن هم لري ، خوندور،ګټور ژور او په زړه پورې دي . وزن لرونکې متلونه لکه : اوبه چې څومره زور لري ، ځمکه ورته سور لري یا: میړونه غرونه دي، ښځې یې اړمونه دي یا: میړانه په سیالي وه، اوس سپېتانه په سیالي ده البته ټول متلونه هم وزن لرونکې نه دي، خو خوند، ښکلا، ژورې ماناګانې، ګټې او رنګینې لري، ماهم د خپلو شعرونوپه دریمه ټولګه کې ډیر شمېر متلونه راوړې دي، دا د دې لپاره چې هم متلونه تکرار او ژوندي پاته شي او هم زما شعرونه را ښکلي کړي . زه داګڼم چې متلونه به زما شعرونه هم ګلالي کړي او هم ښې رنګینې او اغیزي ورباندې وشیندي . پوښتنه : غزل، رباعي (څلوریځې) ، قصیده ، مثنوي په خپل منځ کې څه توپیر لري، مهرباني وکړی په دی هکله لنډ مالومات راکړی؟ ځواب : د غزل اورباعي (څلوریځې) اودقصیدې په منځ کې د څیرې او شکل له پلوه دومره توپیر نشته خو د غزل د بیتونو شمېر تر څورلس (۱۴)یاپنځه لس (۱۵) پورې رسیږي . د څلوریځې بیتونه دوه(۲) دي یعنې څلور، نیم بیتي لري مګر قصیده له شپاړلس (۱۶)بیتونو څخه نیولې تر سل (۱۰۰) بیتونو پورې رسیږي . ۱- غزل د مضمون له پلوه دشعر هغه برخه ده چې په هغه کې په مینه پورې تړلې ولولې او انګازې ځای لري یعنې غزل عشقي شعر دی په پښتو ژبه کې هم په غزلو کې دعشق او مینې تودوخي موجوده ووخو لوی خوشحال خان خټک د غزل په محتوا کې په عشق برسیره ، وطني، اخلاقي، ملي ، حماسي ، اجتماعي او نور افکارونغښتل او یو نوی اوښکلی مضمون یې ورکړ چې اوس هم ډیر شاعران په هموغه کرښه روان دي . ۲- په رباعي (څلوریځې)کې د مضمون ډګر پراخ دی او په خپله غیږه کې یې هر څه منلي دي . ۳- قصیده دپښتو دشعر په لمړی دورکې د شاهانو او لویانو په هکله د هغوی ستاینې ، ویاړنې او یا دخواشینۍ په مهال کې ویرنې لیکل کیدلې خو په ورستیو دورو کې سربیره په دې چې د پاچاهانو ویاړنې، ستاینې او ویرنې یې درلودې، مینې ، بیلتون، اخلاقو،ښکلا ګانواو نورو ستاینو ته هم ځای ورکړ شو . ۴- مثنوي د شکل او څیرې له اړخه له غزل قصیدې او څلوریځې سره توپیر لري که څه هم په مثنوي کې اوږدې کیسې او نکلونه لیکل کیږي خو د ژوند نورې برخې لکه عشقي، وطني، حماسي، اخلاقي او ملي افکار هم پکې انعکاس مومي .د ما په آند مثنوي دشعر د ټولو اشکالو په پرتله اسانه او لیکل یې دومره زیات ستونزمن نه بریښي . پوښتنه : زموږ یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو د بهرنیو شاعرانو او لیکوالانوآثار هم ژباړلي دي د تاسو په اند ژباړ دیوې ژبې د ودې او پرمختګ لپاره څومره رول لوبولې شي؟ ځواب : ژباړې په هنر، ادب ، علم ، او نورو پوهنیزو برخو کې ډیرې اغیزې لري، ځکه چې نړۍ ډیره لویه ده او په هغه کې انساني ټولنې په ډیر چټکۍ سره ، نوې پرمختلنې او تجربې تر لاسه کوي چې دا په لیکلو اثارو کې هم انعکاس مومي او د موږ پوهان او ادیبان کولای شي چې دژباړې له لارې له هغو څخه خبر شي او ښې تجربې ورڅخه تر ګوتو کړي ، ځکه چې ډیری افغانان په بهرنیو ژبونه پوهیږي ، نو له ژباړې څخه ډیره ګټه تر لاسه کولای شي .ژباړې د نورو پوهنیزو اثاروپه څنګ کې له هنر او ادب او په تیره بیا له شعر سره هم ښه مرسته کولای شي . پوښتنه : په یوه ټولنه کې په شعر او ادب باندې د سولې ، امن او ثبات اغیز څرنګه ارزوې؟ ځواب : که څه هم په انقلابي شرایطو کې په جنګونو کې د طبقاتي مبارزو په غورځنګونو،د خپلواکۍ د غوښتلوپه ځانګړو حساسو حالاتو او دټولنیزوتوپانونو او بړبکیو په درشل کې شعرونه او داستانونه په ډیر لوی هنري زواک او قوت سره غوړیدلي اود نړۍ لوی لوی هنري او ادبي شاهکارونه د ټولنوپه توپاني شرایطو کې را زیږیدلي دي ،د فرانسې په لوی انقلاب کې (ویکتور هوګو) او دهغه همځولي د روسانو د اکتوبرانقلاب کې (ماکسیم ګورکي) او دهغه همځولي دمغلو د استعمار په وړاندې (خوشحال خان خټک) او نورې ښې نمونې کیدای شي خو په سوله او امن کې د شاعرانو او لیکوالانولپاره لا ښه امکانات شته دي چې شعرونه ، داستانونه، ډرامې اونور هنري ، ادبي اوعلمي اثارخلق کړي او خلکوته دخدمت وړ وګرزي . پوښتنه :په یوه ټولنه کې چې دعقایدو او فرهنګ سانسور موجود وي د تاسو په آند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغیز لري؟ او یو شاعر او لیکوال په څه ډول باید د دی نیمګړتیاوو سره مبارزه وکړي؟ ځواب : د سانسور په حالاتو کې احساسات او ولولې لا زیاتې پاریږي اوشاعر او لیکوال کولای شي چې دخپلو ټولنو د شرایطو او امکاناتو سره سم خپل اثار رامنځ ته کړي . د بړبوکۍ مخه هیڅکله خاشې او ایرې نشي نیولای . پوښتنه : تاسو نقداوکره کتنه په ادبي او فرهنګي عرصه کې څرنګه ارزوی؟ آیا یو کره کتونکی باید دکره کتنې لپاره دښه او پیاوړي استعدادخاوند وي او که نه؟ ځواب : هر شاعر او لیکوال کره کتونکی نه وي او هر کره کتونکی ، شاعر او لیکوال نه وي . شاعر او لیکوال کولای شي چې کره کتونکی شي خو ښایي چې په اړونده اړخ کې ژورې زده کړې او څیړنې وکړي اوځان د یوه پوه او په کرکتنه کې د حاکم دریځ ته ورسوي ، هر کره کتونکی نشي کولای چې شاعر او لیکوال شي مګر په هغه مهال کې دا ویاړ ترلاسه کولای شي چې پخپله ککرۍ کې د شعر او لیکوالۍ تومنه ولري هغه وروزي په کار یې واچوي او بیا د خپل شعر نیلی مخ په وړاندې وزغلوي . هر شاعر او لیکوال ویاړلی نه وي ، ویاړلی شاعر او لیکوال کیدای شي چې خپله ټولنه وپیژني، د خلکو ناخوالې او دردونه بیان کړي او د ولسونو غوښتنو ته مثبت او ګټور ځوابونه ومومي هغو ته په میړانه انعکاس ورکړي او انګازې یې خپرې کړي او همدارنګه د خپل هیواد او د خلکو سره مینه ولري ، هغه وستایي او ویې لمانځي .کره کتونکی کولای شي چې لیکل شوي اثار په خپل ژور فکر کې د علم او ادب په تله وتلي، سره پرتله یې کړي د پوهې په غلبېل یې وچڼي او ښیګڼې او اشتباهات یې راوباسي . پوښتنه : تاسو په خپل وخت کې د دولتي او سیاسي کارونو سره هم بوخت وی، آیا تاسو ته دولتي او سیاسي کارونه په زړه پوری وو، او که شعر او شاعري؟ ځواب : هغه مهال چې په سیاسي او دولتي چاروکې لګیا وم د نورو شاعرانو شعرونه مې لوستل ، خوند مې ترې اخیست او په راډیويي خپرونو کې مې ګټه ترې پورته کوله خو پخپله مې لا په شعر لیکلو پیل نه ووکړی . تاسې د سیاست په هکله پوښتنه وکړه ، یو څوک له ما سره په یوه کوټه کې سیاسي زنداني وو او په هغه باندې هم داعدام حکم صادر شوی وو نو یوه ورځ یې په لوړ آواز د استاد ډاکتر ناشناس سندره په لږ تغیر سره داسې ولوستله : سیاست اول اسانه په نظر راغی په ا خیر کې مې نصیب خوني ځګر راغی اصلا د پورتني بیت په پیل کې د سیاست په ځای محبت موجود وو خوڅرنګه چې دی د سیاست له لاسه ځوریدلی وو نو محبت یې په سیاست را واړوو. په هر صورت د شعر سره تل ترتله مینه لرم لولم یې او د امکان سره سم یې لیکم . پوښتنه : تاسو په ټولنه کې ځان زیات یو سیاست پوه ګڼی او که یو ادیب او شاعر؟ ځواب : زه نه سیاست پوه یم ، نه ادیب او نه شاعر. په افغانستان کې سیاست ، شعر ، ادب او پوهه تر لاسه کول ستونزمن کار دی ځکه چې زموږ ټولنه د تمدن له کاروان څخه ډیره وروسته پاته ده ، په داسی شرایطو کې په ړندو خلکو کې د یوې سترګې څښتن پاچا وي . څرنګه چې موږ د تکامل په یوه شاته پاته پړاوکې پاته یو همدغسې مو شاعر ، لیکوال او سیاست پوه وګڼه ، یو پښتو متل دی چې وایي : (چې څنګه غر هسې یې کربوړی ) مګر هوډ او همت ته هر څه اسانه دي ، خو سر له همدې شیبې څخه باید لیڅې راونغاړو. پوښتنه : مهربانی وکړی د پښتو نثرونو په هکله خپل نظر راسره شریک کړی ، آیا تاسو نثرونه لیکلي دي او که نه ؟ که مو نوی کښلي ولې؟ ځواب : په پښتو ژبه کې لیکل شوی نثر له شعر څخه وروسته تر ګوتو شوی دی اونثر دشعر په پرتله په پښتو ژبه کې لږ لیکل شوی دی ځکه چې د موږ په ټولنه ګې لیک او لوست دومره ډیر دود نه درلود او له بده مرغه موږ د علم او پوهي له فرض نعمت څخه محروم او رټلې پاته شوی یو، که څه نا څه لوست موجود وو هغه یوازی د ژمې په موسم کې د فارسي ژبې زده کړه وه چې د زکات په مقابل کې د ملایانو له خوا سر ته رسیده خو درۍ میاشتی ژمی هغه هم په فارسی ژبه زده کړه اسانه کار نه ده ، که یونیم چا یو څه لیک لوست زده کړې وو هغه یوازی پنج کتاب او ګلستان او یا ځنې سرکاري قبالي لوستل وو چې دا له هیڅ سره برابر وو ، په فارسي ژبه کې کتابونه هم یوازی د شعر په ژبه لوستل کیدل، له بده مرغه اوس هم په پښتنو میښت سیموکې ، علم اوپوهې ته پام نه کیږي ، ګڼ شمېر ښونځي د اور په لمبو کې وسوځیدل او دا اوس هم د کرښې دواړو خواوته هره ورځ ښونځي په باروتو سره الوزي او له منځه ځي .که لږ څه لیک لوست ، شعر او ادب وجود لري هغه په ځینو لویو ښارونو کې په کم شمېره سره شته دي ، خو انشاالله چې اوسني ځوانان له علم ، پوهې په تیره بیا له هنر او ادبیاتو سره زیاته مینه لري او د شعر په څنګ کې ادبي نثر ته هم وده ورکوي ، وړې کیسې، ناولونه، ډرامې ، طنزونه او نور نثرونه لیکي او مخته روان دي .ما هم لمړی په شعر لیکلو پیل کړی وو او درۍ شعري ټولګې مې چاپ شوي دي خو اوس مې وړې کیسې هم تر لاس لاندې دي ښایي څه موده وروسته به چاپ شي . پوښتنه : د هیواد دننه او بهر په یو شمېر تلویزوني او رادیویي خپرونو کې ادبي او فرهنګي پروګرامونه او بر نامې خپریږي، د تاسو نظرد دغو خپرونو په هکله څه دی؟ ځواب : تلویزوني او رادیویي خپرونې د یوې ژبې په وده کې ګټورې اغیزې لري او دانسان د شعور اوپوهې په پر مختګ کې ښه رول درلودلای شي په تیره بیا هغه خپرونې چې که د نویو علمي بدلونونو، عصري تکنالوږي دنن ورځې د بهرنیو پر مختللو هیوادونو د ګټورو تجربو مثبت انعکاس پکې وشي نو ښې اغیزې به ولري . د ادب په هکله هم ځنې خوندورې او په زړه پورې خپرونې کیږي چې دهغو اوریدل او لیدل به ښه راتلونکی او ګټورې پایلې ولري . پوښتنه : شعرپه مجموع کې دیوټولنې د پرمختیا لپاره او د ژبې او ادب د پراختیا لپاره څه اغیز لري؟ ځواب : شعر که چیرې ښه هدف او ګټور الهام ولري نو د ټولنې له پر مختیا او هم د ژبې او دهغې له ادبیاتو سره ښه مرسته کولای شي . یو شاعر ته ښایي چې دخپلې ټولنې ناخوالې ، نا دودې او ذهني او مادي نیمګړتیاوې په غور سره وڅیړي ، بیا یې د شعر په ژبه بیان کړي او د خلکو پام ورته راواړوي . ښه شاعر کولای سي چې د یوه توکم په ویښولو او د ملي احساساتوپه روزلو او وده کې په زړه پوری رول ولوبوي . پوښتنه : د تاسو نظر د پښتو ژبې دادب د تاریخ په هکله او هغه شاعران چې په کوزه پښتونخواکې اوسیږي څه دی؟ ځواب :دپښتو ژبې دادبیات د تاریخ په هکله ر نګارنګ نظریات وړاندې شوې دي، خویوشمېر ادب پوهانو د پښتو ژبې ادبیات په دریو برخو ویښلي دي ، چې په لاندې ډول د تاسې پام ورته را اړوم . ۱- لمړۍ دوره د امیر کروړ پاچا په هغه شعرپیل کیږي چې د(۱۳۹ هه، ق ) کال په شاوخواکې لیکل شوی او دا دوره تر ( ۱۰۰۰هه ، ق) کال پوری رسیږي . په دې دوره کې د پښتو شعر ډیر ښکلی دی ، ژبه یې سوچه او سپیڅلې ده چې په هغه کې ملي او پښتني دودونه او دستورونه تصویر شوي دي ، او د کلیوالي او غرني چاپیریال څخه یې اوبه څښلې دي ، د بڼې او څیرې له اړخه هم ښکلي او په زړه پورې دي ، داسې ښکاري چې تردې مهاله پورې د پښتو شعر یوه ډیره اوږده لاره وهلې ده تر څو چې دې پوخوالې ته رسیدلې دي .خو څرنګه چې په دې دوره کې هم په پښتو باندې د یرغلونو او تاړاکونوپړاونه راغلې نو ښایې چې ډیر زیات اثار به له منځه تللې وي .په دې لمړۍ دوره کې د نثر لیکنې هم شته دي چې دسلیمان ماکو د تذکرهّ الانبیا یعنې له (۶۱۲ هه ،ق)کال څخه پیل شوې دي چې دا نثر یو ښه او ښکلی سبک لري بیا په (۹۰۰هه، ق )کې دبایزید روښان خیرالبیان او د اخوند درویزه او دهغه دکورنی لیکنې دي چې دغه لیکنې مصنوعي او متکلف اثار دي . څر نګه چې د ژبې ادبي تاریخ یوازې هنري ادبیات څیړي ، نو د لمړۍ دورې نثر د هنر له پلوه فقیر دی او ګمان کیږي چې په دې دوره کې یوازې د ژبې عادي نثر شتون لري . ۲- د پښتو ژبې د ادبیاتو دتاریخ دوهمه دوره له (۱۰۰۰هه، ق) کلونو څخه وروسته هغه مهال پیل کیږي چې ستر خوشحال خان خټک چې په ( ۱۰۲۲هه ،ق)کې زیږیدلی د ادب ډګر ته را وړاندې شوی او تر (۱۳۰۰هه ، ق)کال پورې اوږدیږي . دا دوره د پښتو ژبې د ادبیاتو یو ډیره ځلانده دوره ده چې ستر خوشحال خان خټک دهغه زامنو ، لمسیانو ، د نوموړې کورنۍ او همدارنګه رحمان بابا ،حمید مومند ، او نورو پیاوړوشاعرانو دغه دوره ښه غوړولې او ځلولې ده ، په دې دوره کې تر هر مهال زیات غښتلې شاعران منځ ته راغلي او هغو ډیر خوندور او په زړه پورې ادبي اثار په تیره بیا رنګینې شعري ډالۍ موږ ته را پرې ایښېي دي . په دې دوره کې خوشخال خان خټک او په تیره بیا د هغه اولادونو ، ښه نثرونه هم لیکلې دي چې د پښتو په ادبیاتو کې لوړ ځای لري . ۳- د پښتو دادبیاتو دریمه دوره له (۱۳۰۰هه، ق) کال څخه پیل کیږي، که څه هم دا نیټه دامیرعبدالرحمن خان له پاچاهي سره برابره ده چې د پښتو ژبې ادبیات د هغه د اوږدې پاچاهي په مهال بې خونده او تر دې چې په ټپه ولاړوو. وروسته د پښتو د ادبیاتو په بڼ کې بیا نوې نموڼۍ راوغوړیدلې ، ددې دورې د شعر په برخه کې د لمړنیو هغو شاعرانو څخه چې شعر یې ډیر ځلیدلی هغه اجمل خټک دی . او د غیرت چیغه یې یو ادبي شاهکار ګڼل کیږي . د نثر په برخه کې د لمړنیو لیکوالانو له ډلی څخه چې له خپلو کیسو څخه یې د کونډې نجلۍ کیسه ډیره ښه وځلیده .له هغه وروسته د ادبیات لمن پراخه او ورځ په ورځ ښه ګړندي پړاوونه وهي او نن ورځ د پښتو هنر او ادبیات نسبتا په ښه زور کې روان دي . پوښتنه : د پښتو د ادبیاتو په ډګر کې هغه فعالیتونه چې باید ترسره شوي وای نه دي شوي .تاسو د یو ادبي او فرهنګي شخصیت په توګه دا ستونزه څه ډول څیړی او په دې برخه کې کوم رغنده کارونه باید تر سره شي؟ ځواب : د یوې ژبې ادبیات هغه مهال شه وده کولای شي چې هغه ژبه علمي شي ، او ښه غښلې پوهنیز بنسټونه ولري او دهغې ژبې ویونکي د پوهې او ادب په ګاڼه باندې سمبال شي .له بلې خوا چارواکي او دولتي واکمنان د ژبې په وده او د ادبیاتو په غوړیدلو کې پیاوړی رول درلودلی شي ، خو له بد مرغه چې زموږ په هیوان کې له یوې خوا ناپوهي خپله توره کمپله غوړولې وه له بلې خوا د موږ د هیواد دولتي چارواکې او لمړۍ درجه حاکمان په پښتو ژبه نه پوهیدل او سره له دې چې پښتانه په هیواد کې ډېری اوسیدونکې دي خو پښتو ژبه هیڅکله د دربار ژبه نه وه هغه په دفتر کې نه چلیدله ، ډیری لوی ښونځي ، پوهنتون او نور علمي مرکزونه داسې وو چې په هغو کې د پښتو ژبې څرک نه تر سترګو کیده نو ځکه د پښتو ژبې او دهغې ادبیات له پامه غورڅیدلي او دا ژبه بکره او ادبیات یې مړاوې پاته شوي دي . په تیره بیا دا وروستنۍ پیړۍ او په ځانګړې توګه شلمه پیړۍ خو د علم ، پوهي ، تکنالوژي ، هنر او ادبیاتو د چټکې ودې او سترو بدلونونو پیړۍ وه په دې مهال کې هم دهیواد چارواکو او لمړۍ درجه حاکمانو ، سره له دې چې هغوی په توکم پښتانه وو له پښتو ژبې او د هغې د ادبیاتو سره یې جفا وکړه او په دې ژبه هیڅ نه پوهیدل . اوس خو د ډیورند د کرښې دواړو خواوته دپښتون توکم نسل وژنه روانه ده د پښتو ژبې او دهغې د ادبیاتو علمي مرکزونه له منځه وړي په باروتویې الوزوي او تباه کوي یې چې راتلونکی یې ښه نه بریښي . ځکه چې پښتانه د یوې تورې وبا په خوله کې کېوتي دي . پوښتنه :ادبي ناستی او ادبي غونډې او فرهنګي ټولنې د پښتو ادب د پر مختیا او ودی لپاره څه اغیز لري؟ مهربانی وکړی په دې هکله یو څه مالومات راکړی . ځواب : ادبي غونډې او کلتوري ټولنې د پښتوژبې او دهنر او ادب لپاره ډیرې ضروري اوګټورې ګڼم . هر څومره چې خپل افکار او تجربي سره بدلي کړو او هر څومره چې له نژدی څخه خپلې ستونزې او اړتیاوې سره ګډې کړو هغومره دابتکار، خلاقیت، نوښت او پیدایښت امکانات ډیر تر لاسه کیدای شي . غونډې، مرکې او جرګې دعلم او ادب د تشویق لپاره په زړه پورې بنسټونه دي او د ذهن د رشد او پوهې دشتمني کولو لپاره ښې ګټې لري . د پښتنو لویه بدمرغي په ناپوهي، نفاق او ځانځانۍ کې ښکاري نو غونډې او ټولنې په تیره بیا ادبي او کلتوري غونډې او جرګې د تفاهم او یووالې لپاره ښې اغیزې لري . پوښتنه : ځینې کسان ویره لري چۍ د انترنیټ سره به د مجلو، اخبارونو، او کتابونومینه وال کم شي او بازار به ونلري .دا اندیښنه څومره په ځای بولی؟ ځواب : زه ګڼم چۍ د انترنیټ په څنګ کې به د مجلو ، اخبارونو او کتابونوسره مینه لا ډیره شي او هر څومره چې د لوستلو ډګر پراخ شي هغومره دلوستلو دود او دستور پیاوړی کیږي او دلوستلو څیړلو سره مینه او تلوسه زیاتیږي . پوښتنه : تاسو نه یوازی چې شاعر او لیکوال یاست بلکې ژورنالیست هم یاست .کومې اړیکې دیوشاعراو ژورنالیست تر منځ کیدای شي موجودی وي او اغیز به یې څه وي؟ ځواب : ادبیات او ژورنالیزم له یوې چینې څخه اوبه څښي او یو ژورنالیست باید په ادبیاتو کې ښه لاس ولري، کنه نو له ستونزو سره لاس په ګریوان کیدای شي . پوښتنه : په اوسنیو شرایطو کې دشاعرانو او لیکوالانو فعالیتونه څرنګه ارزیابي کوی ؟ ځواب :له دې اوسني تورتم سره چې دموږ په هیواد کې یې لمن راغوړولې ده یو شمېر شاعران او لیکوالان لګیا دي ، د پښتو ژبې هنر او ادب او د موږ د هیواد کلتوري ښیګڼو ته پاملرنه لري او دهغه په ښکلا او سمسورتیا کې زیار باسي او کار کوي . پوښتنه : په هیواد کې د ننه او بهر ننی ادبي او فرهنګي حالات څه ډول څیړی او دتاسو پیغام ټولو ادیبانو او فرهنګیانو ته څه دی ؟ ځواب : په هیواد کې د کرښې دواړو خواوته د ویر لړې راخورې او د مرګي باد راالوتلی دی ، ادب او ټول کلتور هم وژل کیږي ، ښوونځي او ادبي او کلتوري مرکزونه قصدا په باروتو الوزول کیږي ، تردې چې دلوی ، پیاوړي شاعر رحمان بابا زیارت ته بمونه کیښودل شول او دهغه ودانۍ یې له قرآن شریفونو او نورو علمي او مذهبي او ادبي کتابونو سره یو ځای په اور کې وسوځله . د وحشت دغه خپسکه غواړي چې پښتانه او دهغوی ژبه ، ادب ، ژونداو کلتور د تل لپاره تباه کړي .زما پیغام دا دی چې راځی د خدای(ج) په خاطر او د انسان مقام ته داحترام په هیله ددې درنې غمیزې د مخنیوی لپاره لیڅې راونغاړو او دا اورونه چې یوازی پښتانه په کې سوځي مړه کړو . پوښتنه : د تاسو پیغام هیوادوالوته او دهیواد نه بهر مهاجرو وطنوالوته څه دی ؟ ځواب : بیا هم ټولو هیواد والوته په تیره بیا هغه چاته چې د علم ، پوهې، هنر او ادب سره تړلې دي زما پیغام دادی چې راځی د دغه غم لړلی ویر چې د موږ د خلکو مادي او معنوي ژوند او شتمني له منځه وړي په مخنیوي کې له هیڅ راز سرشیندنی څخه ځان ونه سپموو او په دې برخه کې ښې هلې ځلی وکړو او ټولنه مو بسیا او هوسا کړو. په آخر کې ستاسو ګران مشر ورور نه ډیره مننه چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل دستاسو د لا ډیرو بریاوو په هیله . زه هم په پای کې له تاسو ډیر محترم ورور انجنیر عبدالقادر مسعودڅخه چې له علم او ادب سره ډیره مینه لری د زړه له کومې مننه کوم چې له ما سره مو د زړه خواله وکړه او دا موکه تاسو راکړه څو خپل نظر د محترمو لوستونکوپه وړاندي کېږدم .او غواړم ووایم چې : څه موده کیږي چې انجنیر صاحب عبدالقادرمسعود د هنر ،ادب او ځینو لیکوالانو او شاعرانو په هکله ګټور مالومات خپاره کړي دي چې د پښتو ژبی د هنر او ادب لپاره لوی خدمت او د نورو لیکوالانواوشاعرانو د تشویق او هڅونې لپاره ګټور کار دی، هیله ده چې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي څو زموږ شعر او لیکوالۍ لاپسې وغوړیږي . دښاغلي کټوازی صاحب دشعري ټولګوڅخه مویو شمیر شعرونه غوره کړي دي چې ددی شعرونو د لوستلو لپاره د تاسو پام ورته راګرځوم . په مینه او درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود وطنه دزړه په سربــــانــــدې مې ځای لرې وطـنه دلوړوغرونوپه لمــــــنــــــــــوکــــــــې پــلنه په هره لوېشت دې دلمانځه سجـــده رواده دمسلې غوندې دې پــــــــــاکه ده لــــمـــــنه چې کوم ابلیس دې په ویاړونولــــګېدلی په ماته ژامه دې شـــــړلــــی دی مــــنـــــنه هره دره دې یوه زانګودهــــــوســــایــــــنې په هر بچي باندې دې ډېره لــــورېــــــــینه که دې هرڅوپه راکټونوبانـــدې ولــــــــو لادې پرانستې راته غېږه ده پتــــــــمــــنه ددښتوهربوټي دې څانګه دلــــــونـــــګو غردې په رنګ کې ښایسته دی له چمنه دتاله پت سره مې ژوندتړلی ویــــــــــنم له سر اومال سره دې فرض ګڼم پـــــالنه که دې زماد وجود ویـــــــــــنوته وي اړه په دواړو سترګو مې منــــــلې ستابلنه دتادجګوغرودڅــــــوکوبلاواخــــــــلم والله چې ډېر راباندې ګران یې زماتنه خیاله که زړه ته دې ارام لیدلی نه وې دهیوادخاوره درنـــــــځونـــــــودرملنه ********************************* راځه دواړه سترګې دې لږتورې کـــــــــــړه راځه امېلونه دې درپــــــــــــــورې کـــــــــړه راځه یووار بیا دبڼوبریدرابـــــــــانـــــــدې وکړه دزړه ستنې مې نســــــــــــکورې کړه راځه له تندي دې دلـــــــــونګوخوشبويي ځي تورپــــــــېکی دې دورې دورې کړه راځه که زمادزړه تـــــوتـــــي په دام کې ساتې دازړې لـــــــــومې دې نورې کړه راځـــــه چې ځواني دې په نظر نشي لــــــــه مانه غوړې څڼې دې لږ سپورې کـــــــړه راځه که د«خیال »د اوسېدوخونې ته راشې دروازې درسره پــــــــورې کـــــــړه راځه ************************** مرغلرې که لرې رانه پاته دې که برې رانه پاته دزړه دواړه ټوټې مې برابرې رانه پاته په ځالودګوربتوکې چرګوړې مېشته شوې دچتکوپه منګولوکې کوترې رانه پاته پردیویرغلونوکړم له ساندوسره روږدی له ډول اوله اتڼ سره سندرې رانه پاته نسیم یې له پلوسره خوځښت کولای نشو دږیروپه تاړاک کې خیالیګرې رانه پاته نږدې ورته ورتلای نشم له زهرو یې وېرېږم په ستونې دښامارکې مرغلرې رانه پاته واټن دپردېسیومې دهیلوزمری وژنې وطن مې ترغدیولاندې لرې رانه پاته له تېکې څخه توره مودبل په امر وزي بدله زمانه شوله ډغرې رانه پاته د«خیال »دزړه شاهین دی دهواپه لټه پایي دښکارپه تورولوموکې وزرې رانه پاته **************************** واګې ګردچاپېره مې راګــــــــــــــــــرزوې ګــــــــــردابه لا ترڅومې څرخوې دغـــــــــــــــــــم دریـــــــــابـه د وطن دمینې اورته چې کــــــــــــــــړېــــــــــــږې ته زمادزړګي غــــــــــــوښــــــــــه یې کـــــــــبابه هرمطرب مې شرنګوي دزړه تــــــــــــارونــــــه ستاپه شانې وچ لــــــــــــــــــرګـــی شومه ربابه اوس غبارد ناپوهي راپـــــــــــــسې ګـــــــــرزې چې مې غېږې ته پــــــــــــــناه دروړه کـــــــــتابه دژوندواګې مې دعشق په ولــــــــــکه ولاړې له اورمېږسره مې څه غـــــــــــــــواړې تــــــنابه لکه شپه چې په رڼــــــــــــــــاورشې زړښــــــــته زه دې وایستمه هسې له شــــــــــــبابـــــــــــــــه مادعشق په نوم خپل سرپه لاس کــې در ووړ تا په پڅه توره غــــــــــــــــوڅ کــــــــــړانقـــــلابه چې د«خیال »په سرکې شوراومستي ګورې ستادزړه په شان مــــستي لــــــــــــري سیـلابه ***************************** پاڅون زېړی ګل یم له ازغي سره زرغون شوم دخاټول غوندې په زړه کې ځګرخون شوم کرۍ شپه دغم ګلۍ راباندې اوري پاڼې پاڼې په لمن دسباون شوم دتوکم توپیر مې نه وو خدای خو شته دی ددښمن په ځنځیرونوکې پښتون شوم دلیلا دکوڅې سپي راپسې غاپي زه شکیدلای ګرېوان ګرزمه مجنون شوم ددېب سیوری مې دسردپاسه ګرزې له بابته یې په خوله باندې زبون شوم اوس مې چیغه بندولای نشي »خیاله» چې په پټه خوله کې زوږومه پاڅون شومه ****************************** څلوریزه د زړګي د مینې ګل مې، په هغه مهینې ګرو دی چې په (د) پسې یې (ر) توری په (خ) پسې یې (و) دی دآشنا له تورو زلفو د عطرونووږمې پاڅي چې کرلې یې ګلونه په لوونګو کې یې لو دی ****************************** څلوریزه موږ دې وشړو، ته بیا راشې هجومه نا بللې میلمنه راڅخه درومه که مو بیرته پخواني سوټي ته لاس کړ بیا به وزې له دې غرو څخه په کومه؟ ***************************** سلا موږ به سل ځله په خــپل منځ کې سلا کړو چې دسولې په ډیــــوه سیــــــمـــــه رڼا کړو اوس د جنګ په سنګرونــــو کـــــې ولاړ یو چې دښمن له خپل وطـــــن څــخه په شاکړو ********************************* هیله دمـخ ډېوه دې بله کړه تيـــــاروته چـــــــــــې راځې دزوندپه تروږمۍ کې مې ليدوته چــــــې راځې مشال د نيموشپو شه داشـــــــــنا دتنـــــــدي خالـه دعشق په ر نګينو کې لګـــــېدوتــه چـــــــې راځې دزهروبرخه بس ده نوره موږته په بل وېــــښ کې ساقيه ! پام دې ونيسه پـــيالوته چــــــــــې راځې دزړه دوينور نــــګ خومې دتادښـــــــکلا ياد شي رېديه په دامان کې غوړېــــــد وته چــــــــــې راځې چې ځان مې پې ستي شي نوزمــــــادمينې اوره لمبـــــــــې درسره راوړه بلېدوته چـــــــــــــې راځې چلــــــــېږه دزونــــــدون دســــــبا باده را چـــــــلیږه ګلو نه مړاوي شوي دي غونچـــوته چــې راځې په دغه سمند رکــــې خوپياوړي نهنګا ن دي پرديه لا مبــــــوزنه توپانو تــــــــه چـــــــــې راځې په ساند وکـــې کمپوز دی دسلګيو غږوه يې مطربه په ناورین کی فریادو ته چــــــــی راځې خمار دمینی راوړه لږ تسل دخواشیـــــــنۍ ته جانانه په خاطر کې مې اسروته چــــــی راځې هوس دخوشحالــی می لا فارغ له غمه نه دی زما دزړه ملهمـــه ښکلیدو ته چــــــــــی راځی ګوزار ته ته دی نښان دغلیمانو ککرۍ شه د«خیال»دموټـــی توری چلیدو ته چی راځې ******************************** راووت بلبل چي په سلګيو کي له غم سره راووت خاټول ورته د اوښکو له شبنم سره راووت طبيب زموږ رنځونه رسوي د ناسور ټک ته ټپونو ته د مالګي له ملهم سره راووت رهبر د څو کلو نو د تو بو په يا د ولو له روبل ، له ډالر او له درهم سره راووت سر تاج د پيغورونو يې چي فخر د ګناه شو په تورو کجاوو کي له ماتم سره راووت لاسونه يې سره کړي دي زموږ د زړه په وينو دښمن ته په تسليم کي له قسم سره راووت په؛ خيال ؛ باندي ټاپه د کفر هله لګيدلې ميدان ته چي له توري او قلم سره راووت *************************** زاهد ته شیخه ستــــــا لپاره ښه وو له سجدو سره محراب فـــیـــصلې بــــه دې کــــولـــــې دوبــــال او دثــواب پــــه جــنـــت کې دې دحورو او غلمانو هیله ښه وه پــه محــــــشر کــــــې دې سودا دګناهو نو دحساب توبې دې په تســـــبو کې دجمات دګوټ ښکلا وې ګڼه ږیره په خلــوت کــــې دنــفــلــــونــــو او کتـــــاب خپل مذهب دې څنګه پریښود دګدۍ دشوق په تمه په دنیا کـــــــــې دی راولــــــــړل اورونـــــه دعـــــــذاب کــــــه پـــــه ورځ داخـیرت کې له پو ښتنو سره مخ شې ددنـــیـــا لـــه هــــوســـونـــو بـــه دی څـــه وایــې ځواب ********************************* پاتی شعرونو د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ pashtoonkhwa.com/?page=poetry&id=920 - بېرته شاته