(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنى ژبى پوپناه كيږى...

مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟ مخ نوى ې موږ كوى شو...؟ (څلورمه برخه) ليك: عبدالجباركاكړ د ژبو په اړه وړاندي شوي دريځونه به تاسي لوستي وي چى د ژبي په بله ژبه باندي برلاسه او ارزښت وركول دي چى ښاغلي ايډورډسيډ ورته د ارزښت اوبرلاسي نوم وركوي ځيني چى په نورو برلاسه وي په يوه ځانګړي ټولنه كښې داهڅي كوي چى خپلي ژبى ته وده وركړي اوخپله ژبه په نورو وتپوي په ځپل شو وباندي داخبره ديادوني وړده چى يوه ژبه ددي دپاره ده چى ته خپل غرص وبل يوه ته وړاندي كړي او ژبه په دي ډول ډير لوئى قوت دي او ځينى ډلي يا دسوچ خاوندان داهڅي كوي چى د ژبى دلاري خپله خبره په نورو ومني او دوي په خپل واك كښې راولي. يوبل سبك او دهغه نه غواړي چى د نړۍ ژبى د منځ څخه ولاړي شي او دوي وائى چى په ژبو كښې ځان ته ځانګړي ښكلاوي اوپه كاردي چى نه يواځي دښكلانوره وده وكړي بلكى هره ژبه وده وګړي او ژوندي پاته شې ددهغه سبك خاوندان وائى چى د ژبى دمنځ څخه وړل بيالوجى (د ژوندو) د منځ څخه وړل وي خو دهغه بهير اوس په توكل اوپه رسك باندي دي ولي ژبى ډيرى په چټكى سره د منځ څخه رواني دي ددي بيل بيل علتونه دي چى هغه قدرتى كلتوري ټوله ييزه اقتصادي او جعرافيائى دي چى يوتر ټولو لوئى علت چى د ټولو بنسټ دي هغه نړيوال كيدنه ده ټوله ييزه كلتوري او جعرافيائي چاري د نړۍ وال توب سره تړلي دي د بيلګي په ډول په پاكستان كښې انګريزي ژبه دبرلاسي او زور يوه نخښه ده چى د لوړ پوړو سره اړه لري چى دهغه لوړ پوړى ونورو لوړ پوړو ته ورښكاره كړي دوي انګريزى ژبه ګاروي ددي وروسته اردو ژبه بيابرسه ښكاره كيږى د نورو مورنيو ژبو په پرتله لكه په پاكستان كښې پنجابى،سندهى،پښتو،سرائيكى او نوري دا خبره ډيره ضروري ده چى څوك په دي پوه شې چى د نړۍ يوه ژبه تربلى ژبى برلاسه اوښه نه ده خو دا د توله ييزه اقتصادي ارزښت وي چىيوه ژبه ې لري كوم ځانګړي خلګه چى د ژبه وائى څوك چى خپل ارزښت ته وده وركوي. په پاكستان كښې ۶۶ ژبى ويل كيږى د ملك په بيلو بيلو خواؤ كښې چى په هغه كښې ځانګړي ژبى پنجابى،سندهى، پښتو،سرائيكى، اردو او بلوڅى چى د ويونكو شميري په سلو كښې 95.34 دي او پاته 60 ژبى په سلو كښې 4.66 وګړي خبرى په كوي د يونيسكو(UNESCO) 2009ء د راپور سره سم چى دا وخت د خطر سره مخامخ دي27 پاكستانى ژبى دا وخت د منځ څخه د وړلو دخطر سره مخامخ دي چى په هغه كښې بلټي باشكرك بروهي ډومكى ګورو او نوري دهغه ژبى زياتره په غرو كښې ويل كيږى چى دګلو بلائيزيش ياد نړۍ وال كيدل چيرى چى دودي ټوله بيزه او ژبى ې دخطر سره مخامخ كړي دي ددهغه ژبو ويونكى ځوانان د خواري اوزده كړو دپاره وبناروته مخه كړي ده چى دوي ودي ته اړوي چى ياخو اردو يا انګريزي زده كړي چى ژوند وكړي يوبل علت د كرنلاړي يا پاليسى جوړونكى دي چى دوي ې د بيلو بيلو ژبو په اړه جوړوي د هغه كړنلاري وچارواكو ته يو ډول ارزښت لرى كه هغه څائى وي كه مركزى دوي تراوسه په دي اړه سنجيده او په زړه پورى قانونى لاره د ژبو په اړه نه جوړه كړي ده نه ې لرلي ده چى ددوي ددي عمل څخه د ژبو او تورو دمنځ څخه وركيدل دي چى په بله ماناپيژند ګلوي د بيلو بيلو خلګو وينا وي او غرض وژنه ده او د ټوله ييزه تاريخ د منځ څخه وړنه ده موږ ته راجګيدل په كار دي چى ډير په چټكى اواجله وي چى په پاكستان كښې د منځ څخه وړونكى يا د ژبو د وژلو مخ نوي وكول شې او په دي كاربايد چى پيل د خپله ځايه څخه وكول شې كومى ډلي او تنظيمونه چى په دي كاركښې دلچسپى لري او د دولت مرسته هم په كاردي چى ددي سره ورسره وي لكه څنګه چى ښاغلى ازراپونډ وائى چى د بشر ارزښت ديوي ژبى سره ارزښت د نه لري نه يوه ژبه دومره توان لري چى هغه دي ټول بشر عرض او غايت وټولوته وړاندى كړي ياې په پوه كړى. موږ د پاكستان د ژبو په اړه دوى ټوكه ليكلى ؤچى درې دوې ورځپاڼي په لاس راغلي چى په نړۍ كښې دژبو په اړه ډيرپه زړه پورې ليك د ښاغلى شاهد صديقى ډاكټر چى دلاهور اوسيدونكى دي دوي په مدنى ټوله ييزه چاري او يو اقتصاد پوه دي او په ورځپاڼو كښې ليك كوي اوبل ليك په هند كښې د ځائى ژبو په حالت وو او دخپرونو په اړه په زړه يوري ليك دي چى ښاغلي ايلن جيكب ليكلى دي او ددي دواړو ليكونو خلاصه موږو تاسو ته وړاندي كړه په دي هيله چى د لوستلو وروسته به لوستونكي هم خپل نظر وړاندي كړي او موږ ته به راواستوي چى په ځلاند كښې ځائي ورته وركول شې ولي چى دا يواځي د يو څو سړيو يارڼ اندوسره اړه نه لري بلكى دانه يواځي زموږ دمورني ژبى سره اړه لري بلكي دپاكستان د66 ژبو د ژوند او مرګ خبره ده بلكي ددي ټولو سمه ايبږه ملكو سره اړه لري چى يواځى يو څو ژبو په دوي تپول شوي دي او نورو ژبى سره د ميرى چلن كيږىيا داسي ژبى دي چى ددي خاوري سره په بشپړه اړه نه لري خوځايى او مورنى ژبى په دي ژبو وهل كيږي كومي ژبى چى د زراؤ زراؤ كلو تاريخ لري او په دوداو كلتور د دوي څخه جوړدي كه دهغه ژبى چى د منځ څخه يو وړل شې دابه څنګه پايلى رامخ ته كړي د ژبو د هغه ستونځه دټولي نړۍ لانجه ده په كارداوي چى په دي اړه په ګډه ږغ پورته شى او يوه نړۍ واله مبارزه ځينى جوړشي نو څنګه كيدي شي چى وديته يوه عملى بڼه وركول شې دا هغه وخت كيدي شې چى هررڼ انده او دانشور راجګ شې او ددي كاردخپلى سيمي كور كلى څخه پيل كړي كه په رښتيا دا كار موږ هريو وكړو نودا كار ممكن دي كنې..؟ په ټول پښتون افغان خاوره باندي د پښتو سره څه كيږى هغه زموږ او ستاسو ومخ ته ده او په دي اړه ډيري ليكني شوي دي او قراردادونه وړاندي شوي دي خو تراوسه دي څه پايلى نه دي راوتلي كيدى شوي چى په موږ كښې ډير دا دريځ لري چى دا يواځي د پښتو سره كيږي خو موږ وليده چى د نړۍ په زياتره ملكو كښې ځائى حكمرانان په زياته بيا د پاكستان وارو ملكو كښې دهغه ناوړه عمل روان دي چى دوىخويا د حكمرانانوژبى په نورو تپوي او دا سوچ نه لري چى دوي څومره يونه څخمه ونكي عمل كوي دوي په ځائى ددي چى د خپلى خاوري ژبى او كلتور ته وده وركړي دوي زموږ پيژندګلوي زموږ تاريخ دوداو كلتور د منځ څخه وړي چى دا هيچا ته د منلو وړنه دي اوس پخپله موږ ته پريكړه كول په كاردي چى د پخوا په حيث لاس په لاس كښيږدو چى څه كيږى هغه دي كيږى او موږ دي ورته ګورو چى اوبه ترسرو اوړي او بيا موږ ددي وس نه لرو چى هغه وخت څه وكړو بله لاره داده چى موږ د ډاكټر صديقى په وينا چټك ګامونه پورته كړو او د ژبو سره چى څه كيدونكي دي د هغه مخ نوي وكړو عملى ګامونه پورته كړو داكار موږ د خپله كوره څخه وغزوو او ورو ورو دا د ملك بيا د سيمي او تر نړۍ ورسو وړن انده دانشور ليكوال خپله خبره د ليك او دليل په زورو خلګو ته وړاندي كوي نه د زور د لاندي زه په دي باور لرم كه پښتانه په دي كار پي وكړي او دوي دخپلى ژبى ناخوالي وخپل ولس ته وړاندى كړي او دهغو د اوارولو لاري چاري وړاندي كړي خپلى ليكنى د پاكستان په بيلو بيلو رسنېو كښې راڅرګنده كړى كه هغه انګريزي مجلى وي ورځپاڼى وي يا اردو وي كه د بلى ژبى كه پښتانه په دي كارپيل وكړي باور وكړي چى د انګريزي او اردو ژبى په چپه به ټول ددوي ملاتړ وكړي داسي هم تاريخ داښوولي ده چى پښتنو هميش سرلښكر پاته شوي دي مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟ مخ نوى ې موږ كوى شو...؟(پنځمه برخه) ليك: عبدالجباركاكړ ((((((پنځمه برخه))))) نړۍ والي ادارې يونيسكو ددي دپاره داخبره نه دكړي چى وماشومانوته دي په خپله مورنى ژبه زده كړي ورته كيږى ولي چى په مورنى ژبه د ماشوم ذهن او دماغ ښه خلاصيږى چي ددي دپاره (FOLLOW) د انګريزى تورى ګاريږى نه اروپايان دومره تنګ نظره دي چى دوي په خپلو خپلو هيوادو كښې دخپل ملك او پيژندګلوي دژبى په چپه بله ژبه وځغمي نن چى موږ داخبره كوچى انګريزي ژبه دومره ارزښت لرى چى دانګريزي ژبى په چپه بله ژبه دنړۍ دندي او كاروبار مخ ته يوشى بلكى دهغه ملكونه داهڅه كوي چى خپله ژبه دومره ومخ يوشي چى په سائنس ټيكنالوجى او دنړۍ په نورو چارو كښې ګاركړي داځكه چى دوي ته داخبره څرګنده ده چى ژبه نه يواځي ددوي پيژندنه ده بلكى ددوي تاريخ هم دي ددوي كلتور هم دي او ددوي سباؤن هم دي خو دبده مرغه په كوم ملك كښې چى موږ او تاسو ژوند كوو دلته اوبه په ډانګ بيلول كيږى ددي ملك حكمرانان په دي پوه نه دي چى ژبه څه ارزښت لري ځكه خودي حكمرانانو د يونيسكو په هغه قرار دادلاس ليك نه دي كړي چى په هغه كښې راغلى دي چى هرماشوم ته به په مورنى ژبه زده كړي كيږى بلكى د ځلاند په تيرو ټوكو كښې به تاسو لوستي وي چى ددي ملك و ټولو ژبو لكه پنجابى،سندهى،پښتو، بلوڅى او اسرائيكى ته يو ډول ارزښت د پاكستان حكمرانانو نه دي وركړي چى ددي مانا داشوه چى دهغه ژبى د منځ څخه واستل شې چى ددوي په بېځايه سوچ پاكستان يو قوم شې دهغه ته وائى ليونتوب تاسو ته داهم څرګنده ده چى دهند په ملك كښې څوژبى دولتي ژبى دي او څومره ژبى په ښووښځيو كښې زده كړي په كيږى دهغه افغانستان چى وګړي ترپاكستان ډير لږدي څوژبى په ښووښځيو كښې ويل كيږى دوې ژبى دولتي ژبى منل شوي دي. په پاكستان كښې نزدي سپږشپته ژبى د ارتقائ لاري د منځ څخه دتلو د خطر سره مخامخ دي خو دي خودهغه نوري پنځه ژبى هم دخطرسره مخامخ دي (پنجابى، پښتو، سندهي ، بلوڅى اسرائيكى) ځكه چى دا ژبى نه په ښوونځيو كښې د زده كړو ژبى دي نه دولتي دي نه حكومت او چارواكى ودهغه ټولو ژبو ته دومره ارزښت وركوي بلكى كه دا وويل شى چي دا ژبى كه په اوسني حالت پاته شې نو دوى به هم دمنځ څخه ولاړي شي ولى چى انګريزي او لږو ډيره اردو ددوي لوړوالى ته ګټه رسوي. راشي په دي خبره وكړو چى زموږ خپله مورني ژبه د كوموناخوالو سره مخامخ ده پخپله موږ لوستلي چى په بله مانا تعليم يافته دي وپښتو ته څومره زيان رسولي دي او اوس ې هم ورسوو او ددي د څنګه د حكومتو لكه پاكستان او افغانستان څنګه چلن دپښتو سره كوي لومړي به موږ په خپل عمل خبرى وكړو چى يوه خواته وپښتو ته يواځى او ټوله ييزه ډول پرمختيائى كارونه كوو خوبلى خواته وپښتو ته بنسټيزه زيان ورسوو او رېښې ې غوڅوو زه چى څه ليكم كه هغه بيځايه وي ياسم نه وي نودي په ليكل ډول موږ ته وليكى دداسي ليكونو په ورځپاڼه كښې ځائى وركړو چى نور لوستونكي ې هم ولولي او بيا د سم اوچپ ترمنځ بيلتون وكړي ولي چى د يوه سړى خبره ته ارزښت وركول نه دي په كار سمه او سپينه خبره هغه وخت راووځي چې ډيرې جاج واخلي. پښتو د نورو ژبو په منځ كښې د خپلو ځانګړوټكو د لاري پيژندل كيږى لكه سندهي ژبه چى په خپلو ځانګړو ټكو پيژندل كيږى په عربى كښې ټ ډاو نورټكي نشته اوس كه يو عرب يا غيرعرب د خپلى آسانتيا دپاره ټ او ډور واچوي يا ځينى د عربى ټكى داستلو هڅه وكړى دابه و عربانو ته د منلو وړوي..؟ كله هم نه..؟ او كه يو څوك داهڅه وكړي هغه ته به څه نوم عربيان وركوي..؟ دبده مرغه زموز په مورني ژبه كښي داسي ناوړه عمل روان دي كه چيرى دهغه ټكى د پښتو څخه بيرته شې بيا پښتو پښتونه پاته كيږى دبده مرغه په پښتو كښې دهغه ناوړه عمل دډيره وخته روان دي كه دهغه عمل روان وي اومخ نوي ې په ګډه ونه شې نو هغه د پښتو دښمنان خپل ښكار به پښتوكښې به آسانه كولي شي لكه څنګه د پښتانه په ضد نړۍ واله د سيسه او سازش روان دي هم دا ډول د پښتو سره د ډيره وخته څخه راروان دى په تيرو وختو كښې په دي ماخپله ډيرڅه ليك كړي وو او د ځلاند درا استل او جاري كول هم ددي كبله وشو چى د پښتو ځانګړي ټكي د اردو طرز په لويه كجه ليكل پيل شول دا يوه ناپوهي نه وه بلكى دچاپه لارښودنه كيدل چاچى دا كاركوي هغه ته زه اوارواښاد عزيز الله خان (عزيز ماما) دوه واره ورغلو چى ددي كارڅخه لاس واخله خوبيا هم زموږ خبره ونه منل شوه هغه وخت زه ډېر خواښني شوم چى يوه دولتي افسر راته وويل چى په پښتو اواردو كښې دومره توپير نشته دهغه څو د پښتو ټكي دي داليري كړه اردو شوه نو ځكه چى زه ودي ته اړشوم چى ودي دروند بارته وږه وركړم او د خپله وسه مادا كارپيل كړي زه څومره بريالي شوي يم يواځي دومره ويلى شم چى زما هغه ويره ختم شوه او هيڅوك په اردو ټكو پښتو ټكي نه راوړي. د بده مرغه وپښتو ته اوس هم خنډونه رامخ ته كيږى نن هم د پښتو د ټكو په ځائى د نورو ژبو ټكي ګاريږى د بيلګي په ډول كيږي په كيګي ليكل كيږى پښتون په پختون ليكل كيږى څوكي په چوكي ليكل كيږى ښادي په شادي. يو بله بلا چى وپښتو ته بلا شوي ده هغه و پښتو ژبى ته د نورو ژبو بې شميره تورې وردننه كول دي د افغانستان په پښتو كښې د عربى او فارسي توري په دوني لوئى شمر ورداخل كړل شوي دي چى كله كله په پښتو باندى د عربى شك د سړي ووشې لكه د مؤقت حكومت په سراكشرو افغانى ډلو موافقه وكړه دا ډول په پاكستان كښې د اردو ژبى توري دومره ګاريږي چى كله د پښتو څخه اردو جوړه شوي وي اوكه داسى عمل روان وونو په ډېر ژر به پښتو خپل رښتني او بنسټيزه ارزښت دلاسه وركړي ولي كه يوه خواته موږ د پښتو ځانګړي ټكي په نوروټكو بدل كړو چى هغه د اردو ياد سويلى اسياد نورو ژبو وي او ددې د څنګه د نورو ژبو توري په لوئى شمير وخپلى ژبي ته ورواچوونو ددي پايلى به څه وي..؟ هم داچى موږ پخپله دخپلى ژبى ريښي كاږو اوس نوخبره كه څوك مني كه نه مني يا څوك پلمي كوي دا دهغه كاردي دبده مرغه موږ ته داسي ګاونډيان راڅرمه دي چى هغه هم په پټه او ښكاره په دي ناوړه كارباندي پنګو نه كوي د پښتو شمير شميرنى او ګنټي خو موږ په بشپړه د لاسه وركړى ده كه ښاروال دي كه كليوال هغه د سوا او پچاس توري ګاروي ديوه بل چاليك مالوستي نوم ې دلته نه ليكم دهغه داوړانديځ ووچى دعربى وارو دي په هر توري زبر زير پيش او نور په پښتو كښې هم ګارشې خوزه د هغه چاڅخه داپوښتنه كوم چى دديني كتابوپه چيه دعربى په نورو كتابو كښې زيرو زبر پيش او نورلګول كيږى..؟ لكه څنګه چى پښتون بركشي قربانى شوي دي داسي پښتو ژبه هم د نورو هيوادو ښكار جوړه شوي ده يولوري غواړي چى اردو ځينى جوړه كړي بل لوري غواړي چى فارسي ځينى جوړه كړي اويوبل بيا غواړي چى عربى شې خوددهغه ناوړه عمل هغه څوك كوي چى هغه بې ځايه او بې ضرور ته د نورو ژبو توري پښتوته ايله كوي اوهڅه كوي چى دپښتو توري رامخ ته نه كړي په دي كښې شك نشه چى دنړۍ د نورو ژبو وارو ډول ډول ږغونه او لهجى په پښتو كښې هم شته خو ددي كله هم مانادانه ده چى پښتو ليك دوددي په بيلو بيلو لهجو كښې وشى كه د نړۍ په بل كونج كښې داسي كيږي موږ په هم وكړو او بله داچى زموږ كلاسيك شاعرانو او ليكوالو موږ ته په ږغو او لهجو ويشل شوي پښتو راپرى ايښى ده.؟ دا اوسني ناوړه عمل خو دديش څلويښت كلو څخه پيل شوي دي زه نه شم ويلى چى دا د چاپه لارښودنه كيږى كه په ځانى خوښه كيږى يو وخت نادر خان عليل ماته نه بلكى ځلاند ته يو ليك رااستولي وو چى لويه لانجه په پښتو كښې د ږغونو او د لهجوده د مخه وارو اوس يو واربيا عليل صاحب ته وايم چى دا ډول لانجه نه ده كه موږ سپنه او خواپاكى پښتو غواړو نو دنيمى پيړى دمخه كتابونه به ګورو ياهغه پريكړه چى نتهيا ګلى كښې پوهانو كړي وي په هغه لارښودنو به په ټينګه درسيږو ددهغه پريكړو به رڼا كښې دا پريكړه شوي وه چى سوسي. سول په په شو. شې شول ليكل كيږى كه څه هم دلته په ټوله سيمه كښې سو سى. ويل كيږى او ليكل كيږى او ليكل كيږى خو د يوي سپني نړى والى او سوچه پښتو په خاطر موږ ځلاند د نتهيا ګلي د پريكړى په رڼا كښې ليكو (نوربيا) ....... رالیږنه: محمد نعیم کاکړ - بېرته شاته