(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحمزه غزل او پښتون تصوف

لیک: ډاکټر يار محمد مغموم دپير روښان تحريک ديادولو وړ دے چې دمرزا خان انصارى غوندې شاعر ئې پيدا کړو دادبى پنګې بنياد ددغې تحريک نه لګيدلے دے او دغه نۀ ختميدونکې ادبى سلسله چې تر کاظم خان شيدا راورسيده نو غزل څه نا څه ځوان شوے ؤ ځکه چې شيدا دغزل په روايتى انداز کښې نوې تجربې وکړې او تر ډيره حده کامياب شو دغه نوې تجربې زۀ دغزل دځوانۍ ابتداء ګڼم، چې دحمزه په غزل کښې انتها ته رسى ليکن ددې مطلب دا هر ګز نۀ دے چې ګنې شيدا دخپلو هم عصرو شاعرانو په مقابله کښې دټولو نه ښه غزل ګو شاعر ؤ خو دغزل دجديد انداز سهره ضرور دشيدا په سره ده دمرزا خان انصارى او کاظم خان شيدا ترمينځه چې کوم نور دنوم شاعران پيدا شوى دى هغه چانه پټ نۀ دى او نۀ ئې څوک پټولے شى خو زۀ ئې ذکر ضرورى ځکه نۀ ګڼم چې دلته زما عنوان غزل دے دا دواړه شاعران مې په دې وجه ياد کړل چې اول الذکر پښتو غزل کښې په اول ځل دتصوف ديو خاص مسلک (وحدت الوجود) بيان ئې ديو خاص تحيکى نظريې په ډول وکړو او پښتو غزل ته ئې لکه دنورو ترقى يافته ژبو روايتى انداز وبخښلو دوحدت الوجود رموز ئې دغزل دنازک مزاج ماتحت په داسې انداز کښې وستائل چې دغزل تازګى متاثره نۀ شوه موخرالذکر پښتو غزل ئې دنازک خيالۍ او نادرو تشبيهاتو معراج ته ورسولو او دغه دواړه خصوصيات کۀ دچا په غزل کښې په يو وخت راجمع کيدے شى نو هغه صرف او صرف دحمزه غزل دے چې زۀ ورته ((پښتون غزل)) وايم خو دغه تعريف دحمزه دغزل پوره احاطه نۀ شى کولے، ځکه چې زمونږ دشاعر تصوف نۀ خو دمرزا خان انصارى غوندې روايتى تصوف دے او نۀ دهغوى شاعرى دشيدا غوندې دچا بلې ژبې نه متاثره ده، بلکې تصوف او غزل دواړو ته پښتون رنګ ورکول دحمزه دشاعرۍ خصوصيت دے، دحمزه دشاعرۍ نه کۀ ((پښتون تصوف)) وويستے شى نو شايد چې دغزل ئې هغه خوند پاتې نشى. کوم چې تر اوسه برقرار پاتې دے ځکه چې دهغه تصوف په اصل کښې دپښتون ملت، پښتو ژبې او شعروادب دښيګړې دپاره دغزل په جامه کښې يو مسلسل او بې بدله جهاد دے. ځکه چې دهغوى غزل دهغوى دصوفيانه مسلک (وحدت الوجود) ترجمان دے. دابيله خبره ده چې په صوفيانه علامتونو ئې پښتون رنګ دومره غالب دے چې دغزل ترحده دمطالعې په بنياد څوک په دعوې سره نشى شى وئيلے چې ايادهغوى شاعرى دتصوف ماتحته ده او کۀ نه داقامى ادبى تحريک يوه فعاله لارښوونه ده. دحمزه صيب ځان ته خپل رنګ دے خپل انداز ئې دے نوى علامات استعارات او کنايات ئې متعارف کړى دى. دزوړ روايت نه ئې څنګ کړے دے ددې دور نمائنده شاعر دے دوخت نه مخکښې پيدا دے خو دخوشحال خان خټک غوندې بدقسمته نۀ دے چې پخپل ادبى او قامى ژوند کښې ئې ډير لږ ملګرى پيدا کړى وؤ حمزه ځانته بې شميره ملګرى پيدا کړى دى دهر غزل ګو شاعر په غزل کښې دهغه دغزل سرۀ دى پښتو غزل ئې پښتون کړيدے دشعر هر موزون ټکى ته ئې دتقاضې مطابق يو مجسم پښتون هيئت ورکړيدے او دغه مسجم هييت ئې شعر د ((غير پښتون)) مجسم ټکى په مقابله کښې غالب ثابت کړيدے دشعرى تړون دغه ((غالبيت)) او دغه ((مغلوبيت)) دهغوى فنى کمال دے دهغوى صوفيانه اميتاز دے دغه فنى او صوفيانه امتياز او کمال د ((خير)) او ((شر)) ترمينځه يوه نۀ ختميدونکې معرکه ده او اخر د ((شر)) په ((مغلوبيت)) سرته رسى دغزل په تنګ ترش ميدان کښې په ((شر)) باندې د (خير)) غلبه کۀ يو خوا دحمزه فنى کمال په ګته کوى نو بلخوا دهغوى دصوفيانه مسلک دجدت ترجمانى کوى او ځکه زۀ وايم چې حمزه دغزل سره سره دپښتون تصوف پلار هم دے ماوې چې اوس سترګې پښتنې ولې هندکۍ شوې نيغ ئې شو باڼۀ وى تادچا خبره وکړه برند کۀ حوادث دى دوختونو په ککو کښې زۀ به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم نن ئې حمزه نۀ ؤ اتحاد دبڼو سترګو يو دپښتانۀ بل دمغل خبره وکړه دغه ((هندکے نظر)) دغه د ((مغل خبره)) او دغه ((برند حوادث)) د(شر) علامات دى دانسانيت مرضونه دى دمعاشرې ناروا سلوک دے دزمانې ستم دے د انسانيت په لمن تور داغ دے حمزه په دې لړ کښې پښتنه حوصله پښتون نظر او پښتانۀ باڼه داستعارو کنايو، اشارواو علاماتو په ډول پکاروى. اصل مقصد ئې څه بل څه دے دغه په اصل کښې هغه پښتون تصوف دے نصيحت دے دپښتون بيدارۍ درس دے پښتون ته خپل مقام وريادول دى هغه دخپلې ژبې خدمت ته راپارول دى او دهغوى دروښانه مستقبل لارښودنه ده دغه ټول صفات چې راغونډ شى نو دحمزه غزل ترې سازشى چې دغزل دروايتى تعريف نه ډير بالاتر دے دپښتنى حسن به خوښ شمه اوس په هر انداز کښې مې پښتو ښکارى حمزه سپرلے لا دخيبر نه نۀ ځى ډيرې غوټۍ په غوړيدو ښکارى خبرې ډيرې سر ئې يو حمزه چې خرڅې نۀ کړې په پيسو خبرې چې سرڅڼه حمزه کولے نۀ شى دپښتو هر يو زلمى ته وايه چې پښتو مۀ زده کوه ولوله نيمزاله دحمزه غزل دازړه صهبا چې وڅښى ځوان به شې حق به ادا نن دغزل نۀ کړى پل چې هر څوک زما پل نۀ کړى اخر ىدرې شعرونه به عام لوستونکو ته ضرور شاعرانه تعلى ښکارى خو دشاعرانه تعلى نه علاوه چې پکښې کوم مضمون بيان شويدے لږ غور غواړى او زۀ يو ځل بيا دا جرات کوم چې په دې شعرونو کښې هم دهغه هم ګير پښتنى احساس اعاده شوې ده چې مخکښې ئې ذکر وشو دا زړۀ صهبا چې وڅښى ځوان به شى هغه ټول پښتون ماحول دغې فريضې ته شعورى طور اماده کوى او دغه فريضه خپل دنياوى او اخروى سعادت ګڼى لنډه دا چې کوم درس نورو قامى شاعرانو په مختلفو لهجو کښې قوم ته ورکړيدے حمزه ئې دغزل په جامه کښې ورکول غواړى ځکه چې دصوفيانه مسلک لاروے دے او ددغې مسلک دپاره ټولو نه غوره ميدان غزل دے حمزه دوحدت الوجود حامى دے او لکه څنګه چې نورو صوفيانو ته په دې لار کښې مشکلات پيښ شوى دى حمزه هم ددغه قسمه مشکلاتو سره مخ شويدے حيران دے وار خطا دے دفطرت درازونو متلاشى دے ډير ئې معلوم کړى دى ډير ورته مبهم ښکاره شوى دى مګر دغه حيرانتيا دهغوى دناپوهۍ نتيجه نۀ بلکې په اصل کښې دهغې پوهې اثر دے چې ډير لږ کسان ئې متاثره کړى دى ځکه چې دناپوهۍ احساس په اصل کښې دعلمى کمال معراج دے حمزه په دغه ميدان کښې لکه دزمرى او نر پښتون خپله بې وسى تسليم کړې ده خو پښتون همت ئې په ځائې کښيناستو ته نۀ پريږدى مسلسل تلاش او جستجو بې قراره کړيدے حقيقى محبوب ته رسيدل غواړى ډير مزل ئې کړيدے ډير ورته پاتې دے ستومانه شويدے خو پښتون احساس ئې دمې ته نۀ پريږدى پښتون عشق ليونے کړيدے ليکن مايوسه کيږى نۀ، دمجازى حسن دستائيلو په نوم دغزل دلوازماتو سره سره دتصوف لمن نۀ پريږدى او وائى ويښتۀ ئې تور او سپين شو ستا په تور او سپين پوئى نۀ شو حمزه خو هم ددې نه لا تر اوسه غزل ځوان دے چې ئې اظهار لره الفاظ نۀ مومم خيال ته زما هسې مضمون راشى حمزه په دغه عشقى ليونتوب فخر کوى او هم دغه ليونتوب داوښيارۍ انتهاګڼى. دانۀ دے ليونے چې ګريبان وپيژنى - بېرته شاته