(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فردوس جمال، ژوندی او بريالی دې وى

لیک. محمد پرويش شاهين دخپلې خونده ورې اداکارۍ، بشر دوستۍ، پت او پښتو سره دپت پاللو په سوب اداکار فردوس جمال دپښتنو په زړونو کښې ځان ته يو ځانګړے کور موندلے دے په قام مئين دژبې فرهنګى او کلتورى شتمنۍ دساتونکى او پالونکى په سوب ددۀ سر دفخر او افتخار په ډګر ډير هسک دے دپښتو دسرلوړۍ ګړندى کولو او دادنړۍ ګوټ ګوټ ته داليکټرانک ميډيا په وسيله درسولو دپاره خيبر چينل، سازول او ښائسته کول، ددوى يو تل پاتې کارنامه ده په کومه چې دډيرو ډيرو مبارکو، شاباسو او دعاګانو وړ دے قادر خدائې دې ورله هر رنګه خوشحالۍ ورکړى ماته ښه ياد شى چې يو پيره مې دالوستے ؤ. چې دفلمى انډسټرۍ راج کمار پښتون دليپ کمار لۀ دوى څخه دپاکې او خالصې پښتو څه لفظونه او جملې غوښتې وى او ورته ئې وئيلى وؤ چې داراته په کيسټ کښې بندى راوليږه دفلمى انډسټرۍ دباچا دليپ کمار دپښتو ژبې سره دغه مينه هم دستائيلو وړ ده ماته ياد شى چې دټى وى په يوه انټرويو کښې يو ځل يو تپوس کوونکى دفردوس جمال دنوم په باره کښې وئيلى وؤ چې ستا دا نوم فردوس جمال خو څه دزنانه ؤ غوندې نۀ ښکارى، دې لوئې ادا کار څومره دفخر او افتخار او دتاريخى شور څخه ډک داسې جواب ورکړے ؤ نۀ يم خبر داټک نه په پورته خو دا دسړو نوم دے کۀ داټکه اخوا دجينکو نوم وى، نو وى به. مونږ ددې لوئې اداکار دى لوئې فکر او کارنامې ته سلام کوؤ او دمينې او پښتو په بدل کښې ورته دهره نمونه مناسبې مرستې منډې ترړې او قربانۍ يقين ورکوؤ نه پوهيږو چې دې لړ کښې مونږ ددوى څه رنګ مرسته او ملاتړ کولے شو نو ځکه وايو، چې زمونږ غوږونه به ددوى دحکم اوريدو پامته داره وى Ferdos Jamal; Zwandai au Baryalai de wi By: Mohammad Perwish Shaheen - بېرته شاته