(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟ مخ نیوى ئی موږ كولى شو

ليك: عبدالجباركاكړ ((((((شپږمه برخه))))) ټوله نړۍ په دي خبره ده ژبى يواځي دانه دي چى موږ يو بل سره پوه كړو بلكي هره ژبه ځان ته يو تاريخ لرى ځان ته كلتور لري او داسي ښكلي توري او نور ډېر څه لري كه هغه و يوه خواته كړي نوكيدي شې چې سړى حافظه هم دلاسه وركړي موږ دلته دخپلى مورني ژبى پښتو باندي خبرى كوونو ځكه چى هغه ناخوالي به دلته چيړوچى دهغوڅخه زموږ و ژبى ته زيان رسيږي موږ هريو په زياته بيا زموږ رڼ انده شاعران ليكوالان اوژب پوهان به داهڅه كووچى نه يواځي دخپلى پښتوساتنه وكړو بلكي دپرمختيا دپاره نوري هلي ځلي وكړو داسي نه چى زموږ دهغه كهول لاس ترزنۍ ناست دي دوي د خپلى خواڅخه ترخپله وسه دا مبارزه كړي ده چى خپله مورني ژبه د نړۍ دلو يو ژبو په ليكو كښې ودروي او دهغه كهول دا مباركي وړدي چى بيله د حكومتى او ولسي مرستې په خپل حبيب يادخپل اولاد په غوښو خپله ژبه ودانه كړي ده او د طالب دحجري څخه ې وانټرنيټ او نورو ورسنېو ته رسولي ده كه رښتيا خبره وكړو زموږ دهغه بهير دومره كاركړي دي چى نه زموږسياست مدارو دومره كاركړي دي نه دولت دومره كاركړي او نه پښتنو پنګه والو او ښتمنو دومره كاركړي دي نن چى د پښتانه سياست مدار ټول پښتون ملت په توره تياره كښې راګير كړي دي هم دهغه رڼ انده دانشوران ليكوالان دخپل قام مشكلات او ناخوالي په يوه نه يوه ډول ترخپل ولس پوري رسوي كه موږ دهغه مبارز كهول دمنځ څخه وباسو پښتون قام په زموږ د ازلي دښمنانو په دسيسوتكي تكي شې خو دبده مرغه دهغه قام د خپلى خاوري دخپلى ژبى دخپل دود او كلتور ساتونكى څوك دي نه زموږ ددي كهول دومره درناوي كيږى ولي چى دوي په اوږدو موټرانو كښې نه ګرځي دوي لوئي لوئى ماڼي نه لري نه د دوي د دومره لويانو چارواكو سره ناسته پاسته لري خو څوك په دي نه پوهيږي چى په لويو ماڼيو په لويو موټرانو كښې كوم څوك ژوند او ناسته كوي تركومه چى د پښتنو پنګه والو او سوداګرانو خبره ده هغه خودا وائي چى پښتوې بياڅه ده ځكه چى ددوي د ژوند هدف پيسى ګټل اوچرچى كول دي كه ضرورت شودوي خپله ژبه هم ددي ګټو دپاره ايله كوي ولي چى څوك د ژبى د دود كلتور او د ژوند په ارزښت نه وي خبرهغه چى هرڅه وكړو هغه ې وكړو. رښتيا خبره داده چى پښتون دخپلي پښتونولي څخه بيګانه شوي دي او د پښتو څخه د سره ليري شوي دي چى ددي پړه په زياته بيا پړه په سياست مدارانو باندي راځي ولي كه هغه حكمرانان هم دي زموږ حكمرانانو خوتراوسه پارسي ژبه خپله كړي وه چى ددي څخه موږ دا ترلاسه كړو چى پښتو پرمختيا ودريده او نوري ژبى برلاسه شوي پخپله پښتانه په پښتو خبري نه شې كولي بلكي په نورو ژبو خبرى كوي پښتو دفتري او د هيواد دولتي ژبه اعلان شوي ده خودپيړى څخه په دي عمل نه كيږي هم دهغه ليكوالان شاعران ژب پوهان او رڼ اندو چى دوي هر وخت ږغ پورته كړي دي كنې دا حال به نه وي دبده مرغه ګاونډي ملك داهڅه كړي ده چى د پښتو مخ نوي وكړي پارسى په برلاسه كړي كه څه هم د يوه بشر په حيث په كاردي چى د نړۍ هره ژبه خوندي شې ولي چى د نړۍ هره ژبه د بشر دپاره يوه لويه وركړه ده سردار محمد داؤد خان شهيد وروسته چى كوم رژيم په افغانستان كښې راغلي هغه دا هڅه وكړه چى د پښتو او درې په منځ كښې توازن راولي نو ځكه چى د وخت دولتى مشر نور محمد تركي په خپله مورنى ژبه په ملګروملتو كښې وينا ددي دپاره وكړه چى دوي وينا په پښتو ددي دپاره كوي چى خپل خلګه په پوه كړي دبده مرغه نن په افغانستان كښې داخبره عام ده چى دګاونډي هيواد په افغانستان په ژښي دودي كلتوري او سياسى اغيزي ترپخوا زياته شوي دي ولي چى د افغانستان اوسني حكومت دومره بې واكه دي چى نه شې كولې چى توازن وساتي افغانان په زياته بيا پښتوته د سر دټكو لوپه ځائى بل نه دي ورپاته كه څه هم دد هغه هيوادرڼ انده ليكوال او شاعرهروخت ږغ پورته كړي دي تركومه چى په پاكستان كښې دپښتوحالت دي په هغه باندي په تيروټوكو كښې خبري شوي خو زموږ د سياست مدارانو كردار د ستايني وړنه شې كيدي د پاكستان په اساسى قانون او آئين كښې راغلى دي چى هر ايالت كولي شې چى خپلى مورني ژبى په ښوونځيو كښې روانى كړي خو دهغه سياست مدارانو په دا ۶۳ كلو كښې په دي باندي ږغ نه دي پورته كړي كه څه هم دايو بشري حق او نړۍ والو منلي ده دا لومړي واردي چى د پاكستان په ورځپاڼو كښې داسى غوښتني ليدل كيږى چى مورنى ژبى دي دښوونځي ژبى وګرځول شي د ليكوال شاهد صديقى ليكل شوي ليكنه په ځلاند كښې تاسو ته وړاندي كړه ولي چى دوي په دي خبر پوه شوى وو چى مورنى ژبى څومره ارزښت لرى او ددي د څنګه په تيره اونۍ كښې انګريزي ژبى ورځپاڼى په خپله اداره كښې وليكل چى انګريزي ژبى په ځائى دي مورني ژبى دلومړى زده كونكو دپاره اعلان شي ولي كه انګريزي ژبه رائج شي دابه ډيري بدى اغيزي په راروان وخت كښې وكړي كه څه هم ما دهغه اداره نه د ويلي خودبل نه خبرشوي يم كه څوك دا خبره مني كه نه مني مورني ژبى د زده كونكو دپاره دومره ارزښت لرى لكه وفصلوته د اوبو اړتيا وي. د بده مرغه په پاكستان كښې پښتانه خپله هم دخپلى مورني ژبى سره ډيره مينه نه لري د ارښتيا دي چى د پاكستان دولت د ټولو مورنيو ژبو په ګډون د پښتو ډيره لويه پړه كړي ده چى ډير لوئى خيانت ورته ويل كيدي شې خو د پاكستان د نورو ژبو په پرتله بيله دسندهي ژبى پښتو بيا هم ډيره پرمختيا كړي ده چى ددي ټول وياړ زموږ د ليكوالانو شاعرانو او رڼ اندو په برخه دي د چاپى خپرونو د مبارزي څخه هم ډه ډه نه شو كولي خو شخړه داده چى زموږ خوار ليكوالان كتابونه چاپ كوي مجلى چاپ كوي ورځپاڼى چاپوي خو دبده مرغه د اخستلو اولانيولو سړي ې د نشت برابروي دولت دخپرونو سره څومره مرسته كوي يا زموږ د ليكوالانو او شاعرانو او ادبيانو سره څومره مرسته كوي هغه وهرچاته څرګنده ده ماته ې څومره مالي مشكلات رامخ ته كړل اوس چى څه كيږي دهغه ذكر كول نه غواړم څلور كاله ې داسي چاري وكړي چى زه ځلاند و دروم خو زه هم ورته پښتون شوم ځان موورته ټينګ كړي كه چيري د پښتو د كتابو مجلو او ورځپاڼو لوستونكي وي اوپيسى په وركولي نن به په ډير لوئى شميركتابو مجلى او ورځپاڼى چاپ كيدى خوترټولو لويه ستونځه داده چى ټولو مورني ژبوته په ښوونځيو كښې د زده كړي موقعه نه دوركول شوي چى نه يواځى دا ټولي ژبى وروسته پاته شوي دي بلكي ټوله ولس ې د خپلو ژبو سره بيګانه كړي دي چى ددي بدي اغيزي نه ښكاره كيږي. د ټول پاكستانى ژبو وليكوالانو شاعرانو او رڼ اندو ته په كار دا وو او اوس هم په كاردي چى دوي سره راټول شي او حكومت ودي ته اړكړي چى ټولي مورني ژبى په ښوونځيو كښې لازمي وګرځوي ددي ګټي به بې شميره وي حكومت ودي ته اړكړي چى د اردو ژبى وارو دا د بياتو څانګى پرانستي وژبو ته د ودي وركولو دپاره هرډول د نورو باندنيو ژبو كتابونه ودهغه ژبو ته ژباړه كړي په تعليمى ادارو كښې كتابتونونه نه جوړ كړي د ټولو ژبو وليكوالانو شاعرانو ته داسي مرستي او آسانتياوى وركړي او دوي وهڅوي چى نور كتابونه چاپ كړي ودهغه مورني ژبوته بريښنائى راډيو او ټيلى ويژني مركزونه راوباسي او دهغه تاريخى ثفافتونه نه يواځى راژوندي كړي بلكې نوره وده وركړي دابه د حكومت احسان نه وي بلكي دا د دوي حق دي او ژبو ته وده وركول نړۍ واله غوښتنه ده. نن چى پاكستان دكومو ناخوالو سره مخامخ دي په هغه موږ ټول خبر او نړۍ وال هم داهرڅه وينى ددي ټولو لوئى علت دادي چى زموږ تعليمى نظام د ولس دغوښتنو سره سم نه دي حكومت وانګريزى ته دومره ارزښت وركړي دي چى د پاكستان مورني ژبى وشاته غورځولى شوي دي هريو چى د اسلام آباد په لويه چوكي كنښتلى دي دهغه دخپلى خوښى تعليمى نظام راوستي دي عربى ژبه دپاكستان په ټولو سكولو كښې لازمي وګرځول شوه په كلو كلو دهغه ژبه زده كونكو لوستله خوكله حكومت داپلټنه اوسروي كړي ده چى څو زده كونكو عربي ژبه زده كړه او ددي څخه ې ګټه واخسته كه چيرى د عربى ژبى په ځائي په مورنيو ژبو زده كړي شوي وي نن به په پاكستان كښې ډېرلوستوونكي وي ځكه مورني ژبى كه پنځه كاله ولوستل شې او د نورو ژبى لس كاله ولوستل شې هغه نه شې برابريدلي اوس بيا يوه بله مهم جوئى كيدونكى ده چى د لومړى ټولګي څخه دي انګريزى ژبه لوستل پيل شي دا د يوه ماشوم سره زياتوب دي لكه يو څاروي چى و ديوال ته ودرول شې چى وخيزه يواځى دوي دي نور ټول ليونيان دي چى وماشومانو ته په خپله مورنى ژبه زده كړي وركوي چى زده كونكى په منځ كښې ودريږى هو په لوړوټو لګيو كښى نوري ژبى لوستل كيدى شي. وومه برخه د كله څخه چى انټرنيټ او بريښنائى رسنې و نړۍ ته راغلى دي دهغه وروسته په رښتيا هم ددي نړۍ تناؤنه رالنډ شوي دي او موږ يو دبل سره دومره نزدي شوي يوچى دمخه چا ګمان نه شو كولي دا ډول دانټرنيټ د لاري نن پښتو او پښتانه هم سره نزدي شوي دي اوټول يودبل په ښه او غم سره يو ځائى شوي دي د پښتوژبى په اړه موږ كولي شوي چى په افغانستان كښې پښتو د كومو ناخوالو سره مخامخ ده په هغه ځان خبركړو هم دا ډول د كرښې راودي خواته چى د پښتو سره څه كيږى په هغه باندي ځان او نور خبركړو پخپله چى د پښتو كومى ستونځي دي كه هغه هره بڼه لري په كاردي چى هغه په ګډه په ګوته كړو او بيا د اوارولو هڅي وكړو ځكه چى نن ويوي داسي پښتو ته اړتيا ده چى هغه سوچه آسانه او رواني وي چى د هري سيمي پښتون وګړي په پوه شې او يوه نړۍ واله بڼه ولري. پښتو ژب پوهانو ليكوالانو او شاعرانو په وارو وارو په دي يوه تګ لاره ې ورته ټاكلي ده كه په هغه باندي بشپړه عمل وشې نومشكل به نه رابرسره كيږي البته په كاردي چى يوه بشپړه مركز ولري چى پوهان ليكوالان او ژپ پوهان په كال كښې يووار دوه واره په دي باندي غونډي كوي او كوم مشكل چى وخت په وخت رامخ ته كيږي هغه اواروي د ارښتيا خبره ده چى د پښتو د ودي دپاره ځانګړي پښتانه ترخپله وسه هلي ځلي كوي پښتو ټولني اكيډمي او نوري بې شميره ډلي جوړي دي خو دا ټولي هغه كارونه نه كوي چى د يوي سوچه ژبى وخواته پښتو روانه كړي ولي چى د پښتو دپاره حكومتي سرپرستي نه دور په برخه افغانستان چى د پښتو مركز دي الته هم په دولتي كچه دومره پاملرنه نه د شوي لكه څوني چى په كارو وخوددي سره سره په غير دولتي څانګه كښې بيا هم دومره كارشوي دي خو ترټولو لويه ګيله داده چى يو داسي هيواد چى زياتره وګړى ې پښتانه وي او دولت وهغه ته د دولتي ژبى ارزښت وركړي وي بيا هم هغه بې برخي وي نو ددي پړه په پښتنو سياست مدارانو رڼ اندو او ليكوالانو باندي راځي په كارنه ده چى موږو نورو ته ګوتي پورته كړو بلكي لومړي ځان ملامت كړو داسي نه چىموږ د بلى ژبى كمي غواړو او خپله ژبه په هغه باندي برلاسه كول غواړو خو د خپلى ژبى جائز حق هم موږ چاته په كاردي چى پري نږدوكوم خلګ چى دنورو د ژبو دوهلو هڅىكوي ياپه نورو ژپو ملنډي وهي هغه ته موږ يواځي تنګ نظره او كينه لرونكي ويلي شوكښې ټولي ژبى وهرهغه وګړي ته ددرناوي وړدي چى هغه زموږ په چاپيريال كښې ويل كيږى فارسي يادري ژبه خو و پښتنوته هم دومره تيره ده لكه ونوروته چى تيره ده ځكه يو خو دا دوې خوندي دي بله داچى په افغانستان كښې بې شميره پښتانه دي چى اوس ې د پښتو په ځائى دري ژبه خپله كړي ده خودوي په دي كښې باك نه كوي ولي چى ودوي ته دا دواړي ژبى برابري دي خو دبده مرغه په افغانستان كښې داسي لږكئ ډلي شته چى د پښتو څخه كركه كوي او كله كله خو دهغه ډلي دومره لاندي ولاړي شي چى زموږ وارو وګړو هم بدځيني وشي لكه څنګه چى تيره ورځ په هند كښې د يوه لوستونكي ليك راغلي وو په دي اړه زه ومخ ته نه ځم نه غواړم چى تنګ نظرو بريښم كه څه هم د كرښي ودي خواته ودي ورته ناخوالو سره مخامخ يوخو زموږ سوچ دادي چى په كاردي چى هره ژبه وده وكړي ولي چى د هري ژبى سره بشپړه تاريخ دود او كلتور تړلي دي او يو هم بشر دوست دانه غواړي چى د نړۍ يوه ژبه د منځ څخه ولاړه شي خو زموږ په چاپيريال كښې داسي ډلي هم شته چى دژبى په سرباندي د نورو څخه كركه كوي خوپښتو يوه منل شوي نړۍ واله ژبه ده چى دا ارزښت څوك نه شې ځيني اخستي. د پښتو د افغانستان دپنځو ستورو څخه نيولي ترنن پوري وپښتو ته د خپل حق دراوړلو دپاره هلي ځلى كړي چى اوس هم د ارواښاد ګل باچا الفت كتاب زما ومخ ته پورت دي چى څنګه پښتوته د دولت ژبه د وخت په پارليمان كښې وركول شوه خو د قانون بڼه ې خپله نه كړه زه يو واربيا دا خبره كوم چى ونورو ته د ګوتي نيولو په ځائى وخپل ځان ته واړوو يو داچى موږ دوخت او حالاتو سره سياسى پريكړي نه دي كړي او هر وخت موږ د كوتك څخه كاراخستي دي چى ددي څرګنده ثبوت د تيرو ۳۳ كلو څخه دجګړي د لاري د لانجو اوارولو په هغه كاله بوخت يوچى پايله ې داشوه چى ټول هيواد څخه كنډوالي جوړي شوي د جګړو په دهغه اوږده مهال كښې موږ په لكاؤ وګړي دلاسه وركړو په لكاؤ وګړي مو معذوره شول او تردي دواړو څوچنده كډوال شول او تراوسه د درپدري ژوند تيروي د ۲۳ كلو څخه ښوونځي وران كړل شول روغتونو نه وران شول لوئى لاري وراني شوي كرونده او صنعت و يجاړ شول او د خپل هيواد ګران بيه شيان په ګاوندي هيوادو كښې نيلام شول خپل واك او اختيار موو نوروته وسپارى اونن هم ددهغه كارڅخه لاس نه اخلو او خپل قام اوولس ته مو دوران كار او تهره ګر نوم راوړي موږ دي اوسني بهيرته چى هرڅه نوم وركوو خو نړۍ وال داهرڅه ته تهره ګري وائى خوپه دا دومره لوئى ولس كښې دومره څوك نشته چى دا دواړي خواوي سركښينوي چى داهرڅه چى كيږي كومه خواپه سمه لاره ده يو خوابه ارومرو يړه وي خو موږ پړه هم نه منو او ضد كوو او ضد په سياست كښې ځائى نه لري هغه مشران چى د پيړيو پيړيو څخه د هغه ډول لانجى اوارولي هغه موږ پخپله ووژل يا د نورو په ښوونه ووژل شول نوچى داسي چاپيريال جوړوي نوبه څنګه د نورو سره سيالي كيږي. زۀ چى هر څو هڅه وكړم چى د خپلى ژبى دستونځو په اړه څه وليكم خو قلم بيرته د سياست وخواته ولاړ شي داځكه چى زموږ سياسى او اقتصادى ټوله ييزه لانجو كښې موږ ټول دومره راګيريو چى دماغ كښې هم دهغه ګرځي راګرځي خوزه دومره وايم چى د پښتو د ناخوالو په اړه دومره څه تراوسه پوري ليكل شوي دي چى اوس په كاردي چى په هغه باندي عمل وشي ولي چى د عمل په چپه داهرڅه ليكل يواځى د كاغذ مخ لړل دي په افغانستان كښې پښتو نه يواځي د ښوونځى د ژبى په حيث منل شوي ده بلكي دفتري او دولتي ژبى منل شوي ده په كاردي چى ټوله سياسى مشران ژب پوهان رڼ انده پوهان او ليكوالان دحكومت څخه په كلكه غوښتنه وكړي چى وپښتو ژبى ته دي دهغه ارزښت وركول شي ځكه چى دا د پښتو آئينى قانوني اوولسي حق دي چى داحق د پښتو څخه څوك اخلي هغه دقانون ډ آئين او اساسي قانون څخه سرغړونه كوي او بياچى څوك ژبني كركي رابرسره كوي هغه د خلګو په منځ كښې وكركي ته وده وركوي چى داغير بشري عمل دي ودي ته اړتيا ده چى د افغانستان وهري مورني ژبى ته په ښوونځي كښې ځائى وركول شي او د نورو وارو دي دخپلي ژبى په چپه د نورو ژبو څخه كركه نه كوي لكه دخپلي ژبى سره چى څومره مينه كوي د نورو ژبو سره دي هم دومره مينه كوي پښتوويونكي د مخه څخه دا وياړ لري ولي چى نن لويديځ رسنېو زموږ په ژبو او دودكلتور داسي يلغار كړي دي كه د سيمي ټوله ورته يونه شې دوي به زموږ ژبى كلتور او تاريخ دمنځ څخه يوشي ولي چى رسنې ددوي په لاس كښې دي موږ ددي ټولي سيمى د حكومتو څخه داغوښتنه كوو چى وهرماشوم ته دي زده كړي په مورني ژبه وركول كيږى بلكي د هري ژبى د پرمختيا دپاره دي آئيني باور وركول شې جعفر خان اڅكزئى دي خدائى پاك وبخښي دوي به ويل كه افغانان په يوه مجلس كښې سره ناست وي او ټول ناست پښتانه وي به پخپله ژبه خبرى نه سره كوي دا خوهغه څوك كوي چى يا خو داحساس كمتري په ناروغي اخته وي يا داچى خپلي ژبى ته ارزښت نه وركوي يا داچى د پښتانه به كور كښې خپله مورني ژبه خبرى نه كوي بلكي په پريدي ژبه خبرى كوي پخوا ويل كيدل چى دري ژبه د پاچا هانو ژبه ده اوس خو هغه خبره هم پاته نه شوه ياداچى دنورو په ژبه يوبل ته ليك كول دهغه خو هغه خبري دي چى هر وګړي ې خپلوي شي خپلى عارضى دي په خپله ژبه ليكي ولي چى دا د دوي قانوني حق دي او هيڅوك ددي څخه سرغړونه نه شي كولي په بريښنائى او چاپى رسنېو كښې دي د پښتو د څنګه ونورو ژبو ته د خپلى برخي د اخستلو دپاره دي نه ستړي كيدونكى مبارزه وكړي دا حق وخپلي ژبى ته راوړل د چا د خدائى په نامه دچاڅخه وركول نه دي بلكى داې قانوني حق دي په خپله ژبه اد نورو ژبو ژباړلوته دي زياته پاملرنه وشي په زياته بيا د سائنس ټيكنالوجى ودي ورته كتابونه دي و پښتو ته ژباړه شې د پښتو وفلم ډرامه ناول ته زياته پاملرنه ضروري ده دا هم ضروري ده چى په حكومت زور راوستل شي چى داساسي قانون سره سم دي وپښتوته خپل حق وركول شې خوداكار په كار دي چى وخپلى ژبى ته دودي وركول دپاره وي نه داچى د نورو ژبو د كركي په رڼا كښې وشي ځكه چى د پښتو نامتو شاعر ويلى دي.... د بل ژبه زده كول كه لوئى كمال دي خپله ژبه ايرول بې كمالى ده (نوربيا) Muhammad Naeem Kakar - بېرته شاته