(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دَ صدر مجلس دپاره دَ خان عبدالغفار خان پېغام

باچا خان ريسرچ سنټر

د باچاخان تقریرونه

خان عبدالغفار خان: جناب نائب صدر مجلس! دَ کټوتۍ دَ دې تحريک پېش کولو نه زما مقصد دا دی چې زۀ معزز ايوان ته دَ پاکستان دَ انتظاميې باره کښې څۀ ووئيلی شم. زما دَ دې نه قطعاً دا مقصد نۀ دی چې دَ پاکستان په حکومت تنقيد وکړم يا دَ هغوي خامۍ په نخښه کړم. زما دا خواهش دی چې زۀ په هغو غلطو لږه رڼا واچوم او دَ هغې دَ ختمولو کوشش وکړم چې دَ دې حکومت بعضې اهلکارو او بعضې غېر سرکاري خلقو زما خلاف خورې کړې دي. دَ ټولو نه اول په ما دا الزام لګولی شي چې زۀ او زما جماعت دَ پاکستان دشمنان دي او دوي ملک ټوکړې ټوکړې کول او تباه کول غواړي. زۀ بحث کول نۀ غواړم خو دومره ضرور وايم چې په دې معامله ماته په خپله صوبه کښې چرته هم موقع په لاس راغلې ده نو ما پرې ښه رڼا اچولې ده. دَ دې باوجود دَ پاکستان بعضې ذمه وار کسان تر اوسه په دې حقله دَ تذبذب ښکار دي چې اٰيا زۀ دَ دې ملک دوست يم کۀ دشمن؟ هغوي دا ګڼي چې زۀ دا ملک تباه کول غواړم. هغوي دَ دې خبرې نه انکار نۀ شي کولی چې زۀ کله کله دَ داسې غلط فهميو دَ لرې کولو کوشش کوم. هغوي ته دا هم معلومه ده چې کله هم ماته په خپله صوبه کښې خلقو ته دَ تقرير کولو موقع راکړې شوې ده نو ما هغوي ته صفا وئيلي دي چې زما ديانتدارانه رايې دا وه چې هندوستان دې تقسيم نۀ شي. لکه چې اوس مونږ ټولو وليدل چې په زرګونو نه بلکې په لکونو ځوانان، بوډاګان، ماشومان او ښځې دَ دې په نتيجه کښې قتل شو. زۀ اعتراف کوم چې زۀ دَ هندوستان دَ تقسيم په حق کښې نۀ وم خو اوس چې هرکله دا تقسيم شوی دی نو دَ دې سره متعلق تنازعه هم ختمه شوه. ما دَ هندوستان دَ تقسيم خلاف ډېر تقريرونه کړي وو خو سوال دا دی چې زما خبره چا واورېده هم او کۀ نه؟ مونږ په صوبه سرحد کښې مسلم ليګي حکومت ته وئيلي وو چې مونږ به دوي له دَ حکومت کولو موقع ورکوو خو کومه رويه چې دې حکومت دَ پښتنو سره وچلوله، هغه ډېره ناقابل برداشت وه. خلق به ماله راتلل او زما نه به ئې دَ مستقبل باره کښې دَ لا ئحۀ عمل پوښتنه کوله چې زۀ راروان وخت کښې څۀ کول غواړم ځکه چې دَ پاکستان له خوا کوم قسمه حالات تخليق کړي شوي وو، هغه زمونږ دپاره قابل برداشت نۀ وو. دوي وائي چې دا کوم خلق دي؟ مونږ خو هغه خلق يو چې دَ پېرنګي په شان دَ طاقتور قوم مقابله مو کړې ده، چا چې مونږ لُوټلو. ما هغوي پوه کړل چې اوس دَ پېرنګيانو دَ حکومت په شان حال نۀ دی. اوس سوال بيل دی. دَ پېرنګيانو حکومت يو خارجي حکومت وۀ خو اوس دَ مسلمانانو خپل حکومت جوړ شوی دی. ما دَ پاکستان حکومت ته بيا بيا ووې چې مونږ تاسو له دَ حکومت کولو پوره پوره موقع درکوو. دلته قوم اندروني توګه باندې يو خلفشار پله بوتللی شي ځکه چې دَ جنګ خوښو دا خيال وۀ چې جدوجهد څنګه مخ په وړاندې ځي نو قوم پرستانه او وطن پرستانه جذباتيت به پرې غالب راځي او دغسې به دَ حکومت تعميري کار ودرېږي. ماته دَ دې خطرې احساس ډېر مخکښې شوی وۀ. زما په حقله چې ستاسو رايې هر څنګه وي؟ خو حقيقت دا دی چې زۀ دَ تعمير سره مينه لرونکی انسان يم. تخريب سره زما هېڅ کار نشته. دغه شان زۀ دَ نظرياتو نه زيات په عمل يقين لرم. کۀ تاسو زما ژوند مطالعه کړئ نو پوه به شئ چې ما خپل ژوند دَ ملک او قوم دَ ترقۍ او ښېګړې دپاره وقف کړی دی. زۀ دلته دا هم وئيل غواړم چې خدائي خدمتګار تحريک يو سماجي تحريک وۀ سياسي نۀ وۀ. دَ دې تحريک دَ سياسي کولو ذمه وار پېرنګيان دي چا چې مونږ دَ کانګرس سره وتړلو. زۀ دا خبره صرف دلته نۀ کوم بلکې ما دا خبره دَ ډېرو لويو لويو پېرنګيانو عهدېدارانو په مخکښې کړې ده ځکه چې ما له الله پاک همت راکړی دی. په مونږ دا الزام لګولی شي چې دا خدائي خدمتګار دَ هندوانو غلامان دي مونږ دَ تعميري کارونو دپاره حکومت کولو ته نۀ پرېږدي ځکه چې دَ تعميري کار تسلسل په ملک کښې دَ امن سره تړلی دی. زمونږ رويه دَ دوي دپاره اعلانيه دا وه چې کۀ دَ پاکستان حکومت زمونږ دَ ملک او زمونږ دَ خلقو دپاره کار کوي نو خدائي خدمتګار به ئې ملګري وي. زۀ دلته دا خبره تکراروم چې زۀ دَ پاکستان تباهي نۀ غواړم. تباهي زۀ دَ هيچا نۀ غواړم، نۀ دَ هندو، نۀ دَ مسلمان، نۀ دَ سرحد، نۀ دَ پنجاب، نۀ دَ بنګال او نۀ دَ سندهـ. فائده صرف او صرف په تعمير کښې ده. زۀ تاسو ته اېغه نېغه خبره کوم چې زۀ به په تباه کارۍ کښې دَ هيچا ملګری نۀ يم. کۀ تاسو څۀ تعميري مقاصد لرئ، کۀ تاسو دَ ملک او قوم دپاره تعميري کار کول غواړئ، صرف په خبرو نه بلکې په عملي توګه نو زۀ دَ دې معزز ايوان په مخکښې دا اعلان کوم چې زۀ او زما خلق به ستاسو په خدمت کښې حاضر وي. دَ تېرو اوو مياشتو نه زما دَ پاکستان انتظاميې ته پام دی، دوي کښې او پېرنګيانو کښې ما هېڅ يو څيز مختلف ونۀ ليدو. کېدی شي زۀ په غلطه يم خو عام تاثر دا دی. زۀ يواځې دا نۀ وايم. تاسو لاړ شئ او دَ غريبانو نه پوښتنه وکړئ نو زما دَ دې خبرې تصديق به وشي. کېدی شي تاسو دَ طاقت په زور دَ هغوي اواز اوچتېدو ته پرې نۀ ږدئ خو ياد ولرئ چې طاقت او جبر پائيدار نۀ وي. په وقتي توګه جبر نه کار اخستی شي خو کۀ تاسو خلق دَ زور لاندې ساتئ نو دَ هغوي په زړونو کښې به ستاسو خلاف نفرت پېدا کېږي. دا پرېږدئ. نن دَ پېرنګي دَ دور نه زيات کرپشن کېږي. ممکنه ده چې ستاسو زما په نيت شک وي خو زما په تقرير کښې تخريب نشته. زۀ دلته دَ يو دوست په توګه راغلی يم. کوم حقائق چې زۀ تاسو ته مخې ته ږدم، په دې لږ غور وکړئ. کۀ دا تاسو ته دَ پاکستان دپاره فائده مند ښکاره شو نو دا به ښه خبره وي ګني نو دَ ردۍ ټوکرۍ ته ئې وغورځوئ. مونږ دَ پېرنګيانو خلاف جنګ ولې وکړو؟ ځکه چې مونږ هغوي دَ دې خاورې نه وېستل غوښتل او په خپل ملک خپله حکمراني ترلاسه کړو. مونږ دَ پېرنګيانو نه خو وطن واپس واخستو خو نن مونږ ګورو چې دَ وړومبي نه په زيات شمېر کښې دَ بهر نه پېرنګيان راغوښتی شي. کۀ سرحد وي کۀ قبائلي علاقې هر ځائی دَ بدقسمتۍ نه هغه زړې پاليسۍ او هغې زړې طريقې روانې دي. مونږ ته هېڅ بدلون په نظر نۀ راځي. دا زۀ ډېر په افسوس وايم چې زمونږ هندوانو وروڼو چرته هم په خپلو صوبو کښې پېرنګی ګورنر نۀ دی جوړ کړی بلکې هلته خو صرف سړي نه يوه ښځه هم ګورنره جوړه شوې ده نو ولې دلته بنګال او پنجاب صوبو کښې هېڅ يو داسې مسلمان نۀ وۀ چې زمونږ ګورنر جوړ کړی شوی وې. زۀ ډېر افسوس سره وايم چې کوم پېرنګيان مونږ دَ ملک نه وېستي وو، هم هغوي راوستی شي او زمونږ په سرونو کښېنولی شي. اٰيا دا اسلامي اخوت دی؟ آيا دې ته مونږ ورورولي وئيلی شو؟ دا اسلامي پاکستان دی. دَ انتظاميې صرف دا يو نقص نۀ دی. يو بل نقص ته هم اشاره کول ضروري دي او هغه دا چې آرډيننس او قوانين هم په هغه زړه طريقه جاري کولی شي. کومه خبره چې ما ته ډېر تکليف رسوي هغه دا ده چې سرکاري اعلاميې په هغه ژبه او لهجه کښې جاري کېږي چې پېرنګيانو رائج کړې وه. کۀ پېرنګي حکومت دروغ وئيل نو هغه خو دَ بهر نه راغلی وۀ او دَ هغۀ دَ راتللو غرض زمونږ خېر ښېګړه نۀ وه. هغه خو خپلو فائدو پسې راغلی وۀ. دَ هغوي نه ماته اوس بېخي شکايت نشته خو دَ پاکستان نه راته سخت شکايت دی چې دا زمونږ خپل حکومت دی او دا خلق هم زمونږ خپل خلق دي. مونږ له دَ پېرنګيانو چلونه او فرېبونه پرېښودل پکار دي. کۀ مونږ په دې طريقو عمل پېرا پاتې شو نو ياد ولرئ چې دا ملک چې مونږ په ډېرو سختو او تکليفونو حاصل کړی دی، به زمونږ دَ لاس نه وځي. زۀ يوه بله خبره هم کول غواړم. ما باندې دا الزام لګولی شي چې زۀ په خپله صوبه کښې په خلقو کښې دَ جدا قوميت او صوبائيت احساسات رابېداروم. زمونږ پښتنو دپاره دا دواړه څيزونه بېخي نا اشنا دي. مونږ ته پته نشته چې صوبائيت څۀ ته وائي؟ زما خپله تجربه دَ صوبائيت په حقله دا ده چې دَ پښتنو په دې کښې هېڅ وجود نشته. تاسو دَ سندهـ مثال واخلئ، ولې دا هلته صوبائيت مونږ تخليق کړی دی؟ سوال دا دی چې صوبائيت څنګه پېدا کېږي؟ کېدی شي تاسو دَ مذهب په نوم تر يو وخت پورې خلق ګمراه وساتئ خو دَ دې نه پس دَ يوې اوږدې مودې دپاره دا څيز برقرار ساتل به ستاسو دپاره ممکن نۀ وي. دا يو عارضي څيز دی او غېر مستحکم هم دی. زۀ دا پوښتنه کول غواړم چې دا حالات چا پېدا کړي دي او ولې؟ دَ عِلت او معلول تعلق يو قدرتي قانون دی. دَ عِلت نه بغېر هېڅ شی وجود نۀ شي موندی. مطلب دا چې داسې حالات په خپله نۀ راپېدا کېږي. جناب لياقت علي خان (وزير اعظم و وزير دفاع): دا راپېدا کړي شوي دي. خان عبدالغفار خان: زۀ دا وئيل غواړم چې څومره تاسو دا معامله اوږدوئ دومره به ناخوشګواري پېدا کېږي. زۀ خبره ترخول نۀ غواړم. تاسو زما دَ فطرت نه واقف يئ. زۀ تقريرونه نۀ کوم خو نن په وړومبي ځل لګيا يم، تقرير کوم او زما مقصد صرف دا دی چې زما دَ دې خيالاتو نه تاسو خبر شئ چې تر اوسه ترې تاسو نۀ وئ خبر. زۀ په دې معامله کښې نور ژور نۀ ځم. سندهـ کښې صوبائيت ولې دی؟ اٰيا دا پښتنو پېدا کړی دی؟ کله چې وزير اعظم صاحب پېښور ته راغلی وۀ نو زمونږ مسلم ليګيانو وروڼو دوي ته هغه خبره وکړه کومه چې مونږ کوو خو وزير اعظم صاحب ووې چې زۀ دَ خېبر نه تر چټاګانګ پورې ټول مسلمانان متحد کول غواړم. نو بل اړخ ته تاسو ته په دې اعتراض ولې دی؟ چې پېرنګيانو پښتانۀ ټوکړې ټوکړې کړي وو، هغه بيا متحد شي او مستحکم شي. دا څنګه دَ اسلام خلاف ده؟ کۀ تاسو دَ پښتنو دَ يو مضبوط او مستحکم رياست په جوړولو کښې مونږ سره مدد وکړئ نو دا به دَ چا طاقت وي؟ جناب غضنفر علي خان وزير برائیابادکاري و پناه ګزين): دا دَ اسلام خلاف دي. ملک فېروز خان نون (مغربي پنجاب مسلم): او تاسو به دَ افغانستان سره شامل شئ. خان عبدالغفار خان: زۀ تاسو ته صفا وايم چې مونږ دَ افغانستان په ځائی صرف تاسو سره شاملېدی شو، ستاسو دعوٰي په مونږ زياته قوي ده. په پښتنو مختلف الزامونه لګولی شي کله وائي چې دوي دَ هندوانو په شان دي او بل طرف ته هغه خلق چې دَ اسلام سره هېڅ تعلق نۀ لري هغوي ته مسلمانان وائي. څومره لويه الميه ده. دا جواب ورکول ناګزير ښکاري. هندوستان کښې دا وخت يو بيل هندو حکومت قائم دی او پاکستان کښې هم دَ مسلمانانو حکمراني ده. زمونږ بنګاليان وروڼه مونږ نه دَ زرو ميلو په فاصله پراتۀ دي خو دَ دې باوجود هغوي سره زمونږ په اتحاد اوسېدل ممکن دي نو زمونږ هغه پښتانۀ وروڼه چې مونږ سره دومره نزدې اوسي څوک چې پېرنګيانو دَ خپلو مفادو دپاره تقسيم کړي وو ځکه چې هغوي ته دَ پښتنو دَ يووالي نه خطره وه، خو تاسو ته دَ پښتنو نه څۀ خطره ده؟ پېرنګی خو دَ خپلو خودغرضه مقصدونو دَ حصول دپاره دلته حکمرانۍ له راغلی وۀ، هغوي په مونږ کښې نفاق پېدا کړو لېکن تاسو خو زمونږ وروڼه يئ تاسو ته زمونږ نه څۀ ويره کېدی شي؟ جناب لياقت علي خان: مهرباني به وي دَ خپلې خبرې لږ وضاحت وکړئ. خان عبدالغفار خان: نن زۀ تاسو ته وايم چې زمونږ دَ پټانستان مطلب څۀ دی؟ تاسو ته پته ده چې دَ سندهـ اوسېدونکو ته سندهيان وئيلی شي او دغه شان دَ پنجاب او بنګال اوسېدونکي ته بالترتيب پنجابيان او بنګاليان وئيلی شي. دغه شان زمونږ شمالي مغربي سرحدي صوبه ده. دلته اوسېدونکي مونږ ټول يو قوم يُو او دا زمونږ خاوره ده. مونږ هم غواړو چې زمونږ دَ وطن دَ نوم نه دې خلقو ته پته ولګي چې دلته پښتانۀ اوسي. ولې دَ اسلامي احکاماتو لاندې داسې خواهش کول ګناه ده؟ جناب لياقت علي خان: پټان دَ يوې خاورې نوم دی کۀ دَ يوې برادرۍ؟ خان عبدالغفار خان: پټان دَ يوې سماجي ډلې نوم دی. مونږ به دَ خپلې خاورې نوم پښتونستان ږدو. دلته زۀ دا خبره واضحه کول غواړم چې دَ هند خلق مونږ ته پټهان وائي او دَ فارس خلق راته افغان وائي. زمونږ اصلي نوم پښتون دی. مونږ له پښتونستان پکار دی او مونږ غواړو چې ډيورنډ لائن دَ هغې غاړې پښتانۀ هم په يو ځائی په پښتونستان کښې راغونډ کړی شي. تاسو په دې لړ کښې مونږ سره امداد وکړئ. کۀ تاسو دې ته غېر اسلامي وايئ نو زۀ وايم چې دا عېن اسلام دی. کۀ تاسو دا ګڼئ چې دې سره به پاکستان کمزوری شي نو زۀ تاسو ته وايم چې دَ يوې بيلې سياسي اکايۍ قائمولو سره به پاکستان چرې هم نۀ کمزوری کېږي بلکې نور تقويت او استحکام به مومي. اکثر تکليفونه او مشکلات دَ بداعتمادۍ په وجه وي خو په اعتماد دغه مشکلات حل کېدی شي. حکومتونه په اعتماد چلولی شي په بداعتمادۍ نه. نائب صدر مجلس: نن دَ جمعې ورځ ده مونږ به خپل اجلاس دولس نيمې بجې ختموو. معزز غړي دَ خپل مقرر وخت نه زيات وخت اخستی دی. بيا هم زۀ دوي له نور وخت ورکول غواړم. اٰيا معزز ممبر به تر دولس نيمو بجو پورې خپل تقرير ختم کړي؟ خان عبدالغفار خان: او جي، زۀ به دَ مقرر شوي وخت پورې خپل تقرير ختم کړم. يوه بله خبره هم شته چې خلق مونږ له په مسلم ليګ کښې دَ شاملېدو دعوتونه راکوي. زما خيال دی چې مسلم ليګ خپل فرض تر سره کړل. دَ هغۀ مقصد او دَ هغۀ هلې ځلې صرف دَ دې دپاره وې چې پاکستان حاصل کړي نو پاکستان خو تر لاسه شو. زما مطلب دا دی چې هر کله پاکستان جوړ شۀ نو دَ مسلم ليګ ضرورت پاتې نۀ شۀ. زمونږ په ملک کښې اوس نور جماعتونه پکار دي. په اقتصادي بنيادونو يو جماعت جوړول پکار دي چې پکښې ټول شامل شي چې حزب اختلاف پاتې نۀ شي. په اقتصادي بنيادونو دا جماعت ځکه جوړول پکار دي چې زمونږ دا موجوده اختلافات دَ دې په ذريعه حل کېدی شي او دَ دې نه پس کۀ زمونږ په مينځ کښې اختلافات پېدا شي نو مونږ به دغې جماعت سره کښېنو او دغه اختلافات به هواروو. اسلام يو داسې مذهب دی چې مونږ ته دَ ډېر لوئی تحمل او صبر درس راکوي. کله چې مونږ يو بل سره دَ خيالاتو تبادله کوو نو لازماً به يو بل سره دَ ډېر تحمل نه کار اخلو. دا نه چې زۀ دَ چا مخالفت شروع کړم چې دَ دۀ زما دَ نقطۀ نظر سره اتفاق نشته. چونکې وخت محدود دی له دې وجې نه زۀ صرف دَ يوې خبرې نشاندهي کوم او دې سره خپل تقرير ختموم. پاکستان يو غريب ملک دی، سوال دا دی چې يو غريب ملک حکومت څنګه وچلوي؟ دَ مثال په طور کۀ زۀ غريب يم نو ماله څۀ کول پکار دي؟ مناسب به څۀ وي؟ دا چې زۀ دَ خپل څادر سره پښې وغزوم يا بيا په ظاهره دَ مالدارو په شان طرز خپل کړم؟ هرکله چې دا ومنلی شي چې پاکستان يو غريب ملک دی نو دَ دې دَ حکومت طرز سرمايه دارانه بېخي پکار نۀ دی. دَ اميرانه شان نه پرهېز پکار دی. تاسو محصولات نافذول غواړئ نو ضرور نافذ کړئ خو دَ خدائی دپاره دَ غريبانو حالت دَ نظر لاندې وساتئ. خو سوال بيا هم هغه دی چې مونږ له دَ خپلو وسائلو دننه اوسېدل پکار دي يا دَ مالدارو په شان ژوند اختيارول ضروري دي. دا رياست مونږ څنګه چلولی شو؟ دَ دې دپاره مونږ له طريقۀ کار لټول پکار دي. زمونږ په وړاندې دَ قرون اولٰي دَ پېش روانو مثالونه موجود دي. يعني لاره زمونږ مخې ته ده مونږ له پرې تلل پکار دي. زمونږ عظيمو قائدينو چې کوم اسلامي سلطنت قائم کړی وۀ، صرف درې تنه وو. دَ دغو قائدينو اخلاق، کردار او دَ قربانۍ او همدردۍ جذبې خپلولو بغېر مونږ دَ پاکستان نه يو عظيم سلطنت نۀ شو جوړولی. دَ حضرت علي رضي الله عنه دَ نامې نه تاسو ټول واقف يئ، هغوي چې څۀ هم کړي دي نو دَ اسلام او خلقو دپاره ئې کړي دي. دَ هغوي هر عمل په اصولو بنا وۀ. يو ځل ئې خپل يو دشمن له دې وجې پرېښی وۀ چې هسې نه دَ دۀ په وژلو کښې زما دَ ذاتي خفګان دخل وي. زمونږ جذبه داسې پکار ده. بيا دَ حضرت ابوبکر رضي الله عنه مثال وګورئ. دَ خليفه جوړېدو نه مخکښې دَ دوي هر يو عمل دَ مسلمانانو دَ ښېګړې دپاره وۀ. دَ خليفه په توګه دوي ځان له يوه ډېره معمولي وظيفه مقرر کړې وه او باقي مسلمانانو له ئې يو برابر رقم مقرر کړی وۀ. په اسلام يو الزام دَ عدم مساوات لګولی شي خو دوي عملاً دا ثابته کړې وه چې اسلام دَ ټولو انسانانو دَ ژوند دَ ضرورياتو په يو شان والي يقين لري. انسان غريب وي کۀ مالدار دَ هغۀ دَ ژوند ضروريات يو رنګ وي، اولاد دَ ټولو کېږي ځکه نو ضروريات هم دَ ټولو وي. داسې نۀ وي لکه چې تاسو وايئ چې ستاسو ضروريات زيات دي او زمونږ کم. تاسو دا هم نۀ شئ وئيلی چې دَ غريب بنده دَ مالداره کېدو هېڅ امکان نۀ وي ځکه چې امکانات ټول دَ مالدارو دپاره وي. دَ دې ټولو خبرو تعلق ثقافت او تهذيب سره دی او په دې سلسله کښې هېڅ تفريق پکار نۀ دی. چونکې بدني ضروريات دَ ټولو يو شان دي، له دې وجې نه وظيفې هم دَ ټولو دپاره يو شان مقررول پکار دي. دَ حضرت عمر فاروق رضي الله عنه معامله هم داسې وه. تاسو ته به علم وي چې کۀ يو غريب هم په هغوي نکته چيني کړې ده نو دَ هغې ځواب کښې هغوي خاموشۍ سره دَ هغۀ خبره اورېدلې ده او چې کله هغۀ خپله خبره ختمه کړې ده نو بيا ئې دَ اصل حقيقت نه خبر کړی دی او حوصله افزائي ئې ورله کړې ده. دَ داسې انسان په قيادت او رهنمايۍ کښې مسلمان چرې هم ګمراه کېدی نۀ شي کۀ تاسو هم دې اخلاقي اقدارو له ترقي ورکړئ نو ستاسو سلطنت به هم دغه شان مضبوط وي. کله چې هغوي خليفه جوړ کړی شو او دَ هغوي دَ تنخواه سوال راپورته شو نو هغوي خپله دا فېصله وکړه چې زۀ دَ مسلمانانو خادم يم او زما تنخواه دومره پکار ده، څومره چې دَ مدينې دَ يو عام مزدور اُجرت وي. له دې وجې نه زۀ وايم چې کۀ پاکستان غريب دی نو مونږ له دا حکومت په دې اصولو چلول پکار دي. دا ملک دی دَ چا؟ دا زمونږ دی او کۀ دې غريب وي نو مونږ به دې دَ يو غريب ملک په شان چلوو او چې سبا راته خوشحالي نصيب شي نو مونږ به ئې بيا په شاهانه طريقه هم وچلوو. خو زۀ تاسو ته دا وئيل غواړم چې دا وخت کوم عادتونه او اقدار مونږ خپل کړي دي دا به چرې هم مونږ خوشحالۍ پله ور نۀ ولي. مونږ به دا زړې طور طريقې پرېږدو او دَ قرون اولٰي اسلامي طرز به خپلوو. مونږ دَ دې زوړ نظام مخالفت صرف له دې وجې نۀ کوو چې دا مونږ له پېرنګيانو راکړی دی بلکې دَ دې دَ مخالفت اصل وجه دا ده چې دا هر څۀ دَ اسلام په نوم کولی شي او دَ دې اجازت مونږ نۀ شو ورکولی. کۀ دَ پاکستان حکومت په اسلامي خطونو وچلېدو نو زۀ به يقيناً دَ دې حمايت کوم. دَ پاکستان دپاره زما تصور دا دی چې دې يو ازاد پاکستان وي. مونږ غواړو چې په دې دَ يو مخصوص ډلې يا مخصوص تن حق نۀ وي بلکې دَ ټولو اوسېدونکو پرې يو شان حق وي. دَ دې ملک دَ ازادۍ نه دَ خوند اخستو حق دې دَ دې وطن ټول اوسېدونکو ته حاصل وي، په ځائی دَ دې چې يو څو تنه ئې استحصال کوي. مونږ غواړو چې دَ دې ملک حکومت دَ عوامو په لاس کښې وي. تر کومې چې دَ ماهرينو تعلق دی نو هغه مونږ دَ امريکې او برطانيې نه هم راغوښتی شو خو چې کله سوال دَ اختياراتو وي نو زۀ دا نۀ شم منلی چې پاکستان دَ قابلو او اهل خلقو نه محروم دی. ما اورېدلي دي چې په نوکرو کښې ځنې داسې پېرنګيان برقرار ساتلي شوي دي او نور ورله راغوښتی شي. زۀ به لازماً دا وايم چې دا کار دَ پاکستان په مفادو کښې نۀ دی. نائب صدر مجلس: دَ ايوان کارروائي دَ سبا يوولسو بجو پورې ملتوي کولی شي. دَ اسمبلۍ کارروائي دَ خالي دَ ورځې يعني شپږم مارچ 1948 سحر يوولسو بجو پورې ملتوي کړې شوه. چې زمونږ دَ خاورې يو نوم پکار دی. په دې نکته تاسو ښۀ په سنجيدګۍ غور وکړئ. کومو خلقو ته چې زمونږ دَ دې مطالبې په باب له معلومات نشته، په دې ايوان کښې په هغې دَ بحث کولو او پرېس کښې دَ بيان بازو کولو په ځائی دې مونږ له راشي. دغه شان ځنې اخبارونه هم په دې حقله غلط فهمۍ پېدا کوي او خوروي. کۀ دَ دوي په دې حقله څۀ شکوک او شبهات وي نو ما له دې راشي او ما نه دې پوښتنه وکړي چې دَ پښتونستان نه زما څۀ مراد دي؟ په دې لړ کښې زۀ دَ دوي دَ شکونو لرې کولو دپاره هر وخت تيار يم. زۀ دا خبره دوباره کول غواړم چې تاسو له پکار دي چې په مونږ اعتماد وکړئ. کۀ تاسو په مونږ اعتماد وکړئ نو زمونږ مرسته او تعاون او مينه به تاسو ته حاصله وي کومه چې به دَ پاکستان دَ عظمت، طاقت او استحکام باعث جوړېږي. هن کۀ تاسو په مونږ اعتماد ونۀ کړو نو دَ دې نتيجه به ډېره په ګرانه تسلي بخش راووځي.

دَ جمعې ورځ درېم ستمبر 1954ء

خان عبدالغفار خان: جناب! زۀ په دې موضوع دَ څۀ اوږد تقرير کولو دپاره نۀ يم راپاڅېدلی ځکه چې په دې موضوع مخکښې ډېر څۀ وئيلي شوي دي. زۀ صرف دَ دې وئيلو دپاره راپاڅېدم چې بنګال کښې کوم تباه کونکی سېلاب راغلی دی، هغې سره به مونږ څۀ کوو او دَ هغه ځائی دَ بنګاليانو وروڼو امداد به څنګه کوو؟ دَ دې سېلاب دَ تباهۍ نه دَ بچ کېدو دپاره به مونږ عملي اقدامات کوو. زما تجويز دا دی چې دَ مغربي پاکستان خلقو له پکار دي چې په دې سخت وخت کښې دَ مشرقي پاکستان دَ وروڼو امداد وکړي. دا خبره اکثر کولی شي چې دَ مشرقي او مغربي پاکستان خلق دې يو بل ته رانزدې کړې شي او په دې لړ کښې کوششونه هم وشو. کۀ مونږ دا وخت دَ مشرقي پاکستان دَ وروڼو خدمت ته ورمخکښې شو نو زما يقين دی چې دا مقصد به تر لاسه کړو. په دې حواله ماته دَ فارسۍ يو شعر راياد شو: دوست آن باشد که ګيرد دست دوست در پرېشان حالي و درماندګي په انګرېزۍ کښې ئې مطلب دی A Friend in need is a friend indeed تر څو پورې چې زما دَ ذات تعلق دی نو زۀ به صرف دومره ووايم چې تاسو ته پته ده چې خدائي خدمتګارو په تېرو وختونو کښې هم ډېر زيات سماجي کارونه کړي او اوس هم مونږ دَ بنګاليانو وروڼو دَ مدد کولو دپاره سخت بېتابه يو. مونږ هلته ډاکټران او رضاکار او نور سماجي کارکنان لېږل غواړو چې زمونږ دَ بنګاليانو وروڼو طبي او نور مختلف قسمه امداد وکړي. کۀ حکومت مونږ له اجازت راکوي نو زۀ دا وايم چې مونږ دَ دې کار پوره پوره اهليت لرو. زما دوېم تجوېز هم لږ واورئ. په دې ايوان کښې دَ دې نه بهر او پرېس کښې خلق دَ اسلام، اسلامي حکومت او اسلامي جمهوريې باره کښې ډېرې خبرې کوي. زۀ تاسو ته دَ اسلامي حکومت يو مثال وړاندې کوم. تاسو به تاريخ کښې لوستی وي چې يو ځل په مدينه او دَ هغې په خواوشا کښې قات راغی. دا دَ حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دَ خلافت زمانه وه. هغوي په خپله هم خوراک پرېښودو او قسم ئې وخوړو چې تر څو پورې دې خلقو ته خوراک په لاس نۀ وي ورغلی نو زۀ به ډوډۍ نۀ خورم. نو زۀ په دې ايوان کښې تاسو ته دا تجويز وړاندې کوم چې زمونږ ګورنر جنرل، وزيران او دَ دستور سازې اسمبلۍ غړي او اعلٰي سرکاري عهدېدار کۀ ډوډۍ پرېښودی نۀ شي نو دَ هغې مقدار کښې خو کمی راوستی شي کنه او دغه شان چې کومې پېسې بچ شي نو هغه به دَ بنګاليانو وروڼو امداد له ولېږو. کۀ مونږ کوشش وکړو نو دا لوئی آفت چې په مونږ راغلی دی دې سره مخ کېدی شو. جناب اکشی کمار داس (مشرقي پاکستان جنرل): جناب صدر! نن مونږ دَ هغې آفت متعلق خبرې کوو، کوم چې په بنګاليانو راغلی دی. جناب! دا آفت په اصل کښې په ټول قوم راغلی دی ځکه چې دې آفت دَ ملک تقريباً نيمه ابادي په ولقه کښې اخستې ده. دَ دنيا په کوم قوم هم حتٰي چې جنګ سره مخامخ شوی وي، په هغوي هم داسې لوی آفت نۀ دی راغلی. کوم نقصانونه او تباهۍ چې دَ مشرقي پاکستان خلقو برداشت کړې، هغه چرې دَ جنګ له وجې هم په چا نۀ دي راغلي. دا وخت دَ مشرقي پاکستان خلق چې په کومو حالاتو کښې اوسي دَ هغې بيان ممکن نۀ دی. په کوم حال کښې چې دَ مشرقي پاکستان څلور څلوېښت ملينه خلق دا وخت دَ تباهۍ سره مخ دي، دَ هغې څوک تصور هم نۀ شي کولی. دا لا دَ تباهۍ شروع ده، دَ دې نه بدتر حالات لا راروان دي. کله چې اوبۀ کوزې شي نو دَ خلقو مشکلات او تکليفونه به نور هم زيات شي. په دې تکليفونو کښې دَ شل فيصده نه تر پنځوس فيصده اضافه ممکنه ده چې راشي. جناب! مونږ دلته دا منو چې دَ مشرقي پاکستان په خلقو کښې مزاحمتي قوت او برداشت زيات دی. مونږ دَ هغوي دَ دې خصوصيت ستائنه کوو خو جناب! دَ مزاحمت هم يو حد مقرر وي دا خلق به تر کومه مزاحمت کوي؟ کۀ دَ دوي په وخت امداد ونۀ کړی شو نو دَ قدرت سره مقابله به دوي اخر تر کومه کوي؟ دَ مشرقي پاکستان خلق دا وخت دَ مرګ او ژوند په کشمکش کښې راګېر دي. ورځ او شپه دغه خلق دَ خپل مال اسباب، اولاد، څاروو او دَ خپلو بچو باره کښې سوچونه کوي کوم چې اوبو وړي دي. لږ دَ هغوي په حالت سوچ وکړئ. هلته داسې حاملې مېندې وې چې بچي ئې راوړي دي او دا وخت په اوبو کښې ژوند کوي چې په سر ئې بې دَ اسمان نه بل سېوری نشته. اوبۀ اوس دَ هغوي ټکوڼه ده. دې حالاتو ته هم وګورئ او بيا دَ مرکزي حکومت دَ دوي دپاره صرف دوه دېرش يا پينځۀ دېرش لکه روپۍ عطيه. اٰيا دا پېسې دَ هغوي دپاره کافي دي؟ جناب! دا څۀ ښۀ شروعات نۀ دي. دَ قومونو دَ بچ کولو دپاره کروړونه خرچ کول پکار وي ځکه چې کۀ يو قوم بچ نۀ شي نو بيا حکومتي خزانه کښې دَ کروړونو پرتو روپو فائده څۀ ده؟ چې دَ ملک نيمه برخه دَ تباهۍ سره مخ ده نو په خزانه کښې دَ کروړونو څۀ ضرورت دی؟ جناب! زما دپاره دا خبره ډېره تکليف ورکونکې ده چې مرکزي حکومت صرف پينځۀ دېرش لکه روپۍ تراوسه لېږلې دي. جناب! دَ مشرقي پاکستان انتظام دا وخت دَ مرکز په لاس کښې دی، له دې وجې نه دَ هغوي دَ بچ کولو ذمه واري هم دَ مرکزي حکومت ده. مرکزي حکومت دَ هغه ځائی دَ خلقو دَ حفاظت، دفاع او مستقبل ذمه وار دی. دَ مرکزي حکومت له اړخه مشرقي بنګال له صرف پينځۀ دېرش لکه روپۍ امداد ورکول يو قسم له ټوقې دي. ماته داسې ښـکاري چې زمونږ وزير اعظم صاحب په دې پوهېدلو کښې بېخي ناکامه شوی دی چې دَ مشرقي بنګال خلق دَ کومو تکليفونو سره مخ دي. جناب! مونږ دلته په يو قومي آفت بحث کوو خو دَ ايوان دَ غړو حاضرۍ ته وګورئ چې ډېره زياته کمه ده. دَ شرم خبره ده چې دَ يو قومي آفت په موضوع دَ خبرو په وخت دَ ايوان حاضري دومره کمه وي. پکار ده چې مونږ په دې خبره ځان پوه کړو چې دا وخت دَ نيم پاکستان ابادي دَ خطرې سره مخ ده. لږ دَ خلقو حالت ته وګورئ چې هغوي څنګه ژوند کوي؟ مونږ خپله هم ليدلي دي او اخبارونو کښې هم رپورټونه راځي چې دَ مشرقي بنګال خلق دَ تېرو اوو کالو نه خپل کورونه نۀ شي جوړولی ځکه چې هغوي سره باڼس او دَ مرمت نور سامان نشته. باڼس دَ پاکستاني علاقې نه بهر په لوئي مقدار کښې پېدا کېږي خو زمونږ خلق دَ کسټم دَ مشکلاتو له وجې دَ هغې دَ حاصلولو نه قاصره دي. دَ پينځۀ سوه C.1 شيټونو نه علاوه ما ليدلي دي چې هندوستان څو لکه باڼسونو ورکولو ته تيار دی خو صرف په دغې هم کار نۀ کېږي. مونږ له به نور باڼس او دَ څاروو دپاره بُوس پکار وي، دا دَ ټيپرا او اسام په رياستونو کښې ډېر زيات وي. مونږ له به دَ هندوستان نه نور امداد اخستل پکار وي. دا ټول څيزونه به مونږ له دَ هندوستان نه اخستل وي. امريکه زمونږ امداد کوي، لکسمبرګ مو مدد کوي، سعودي راسره لاس کوي. دغه شان دَ دنيا څو نور ملکونه هم مونږ سره مرسته کوي بيا هم مونږ ته دَ نور امداد سخت ضرورت دی. مونږ له دا ټول څيزونه پکار دي چې غريب خلق خپلې جونګړې جوړې کړې شي. دا ټول څيزونه په مشرقي پاکستان کښې نشته. هلته داسې خلق دي چې هغوي دَ اوسپنې څادرونه نۀ شي اخستی - بېرته شاته