(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ياره څۀ بې وخته دې جدا کړمه
زه دې په غمونو مبتلا کړمه

ځاى په ځاى ټکرې خورم غورځېږمه
روغ دې په ټول کلي کې رسوا کړمه

توره شپه کې خوب راځنې واخلې ته
ټوله شپه له تا پسې ژړا کړمه

تا پشانه بل ښکلى خو نه وينم
نوره به له چا سره خندا کړمه

ننګ، غېرت خو ټول خاکساره پاتې شو
نوره له ژوندون سره جفا کړمه


 

-
بېرته شاته