(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وطـن مـحــبــوبــې تـه!

چــــــې قــــــدم پــــه قـــــــــدم ږدم تــــــا يـــادوم چې پـــــــاڅـــــــم او يا کيـــــښـــــنــــم تا يـــــادوم هيڅ ساعــت کړۍ مــــې نـــه وځـــي لــــه يـــــاده څه شي خــــورم او کــــه څــــه څـــښـم تا يـــادوم که ښايسته او ښکلي ګل تـه مـې نـــظـــر شـــي پـــــــــاڼــــــه پـــــــــاڼــــــه لــــــټـــــوم تــــــا يـــــــادوم که څوک ووينم چې خوښ او پــه خـــنــــدا وي ځـــــان پـــــــــه زوره خـــــــنـــــــدوم تــــا يــــــادوم له ژړا ځانله ځانلۍ ســـره مـــــې شـــپــــې دي تــــــيـــــــږې غــــــــرونـــــــــه ژړوم تــــــا يــــــادوم غم دې ښه دی چې هــمــيـش را سره مل وي پـــه ډيــــر قــــــدر ئـــې پــــــالــــــــم تـــــا يـــادوم کـه دې غـــم راســـره ســـم مـــلـــګــری نه وئ خـــــدمــــتــګــاره پـــوه شـــــه مـــرم تــا يـــادوم
کب ١٣٧٨ -
بېرته شاته