(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دا څومره بې خبره دي چې ما منع کوي له ګل نه په اغزیو څوک بورا منع کوي دا څوک دي چې اوبه په ډانګ وهي اوبیلوي يي څپې د سمندر تش په ګیا منع کوي ما ستا لورئ نیولئ دئ په بل لور تللای نه شم حیران یم چې دوی ولې ما له تا منع کوي دژوند مانا مې وموندله ستا دکوڅې وره کې مانا نه مې جانانه بې ما نا منع کوي شمشاد دې راټيټ مه شه چې پټۍ په خیبر کیدي تور لاس دغلیم لنډ شه وصا ل ستا منع کوي اغیاربدلیږي رنګ په رنګ اوزه یوپښتون رنګ لرم جادو منتر يې کړئ سپین سبا منع کوي ورپاڅه خدمتګاره نوردې لاس یوکړه جانان سره یووالې هسې زور دئ زور جفا منع کوي

محمدیوسف خدمتګارمزدورزوی -
بېرته شاته