(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترخه يادونه, وې يي خيردئ

ترخه يادونه
ماوې قلمه څوشعرونه دمستئ وليکه
يوڅويادونه دخوبانوددوستئ وليکه

ځما دعمردځوانۍ رنګين مهال وليکه
راته سرې شنډې اودټنډې شينکۍ خال وليکه

رايادې ماته دېارزلفې کړه،ترې ولونه جوړکړه
بيا مې پرې وزنګوه ماته ،ترې ټالونه جوړ کړه

قلمه ته راته په سپين مړوند خوبونه ليکه
ديارپه غيږ کې دخوبونوټول خوندونه ليکه

ځما دژوندخوږې شيبې راته په خوندوليکه
چه پرې خوښيږم ته همغه شپې دژوندوليکه

ياد کړه قلمه هغه وخت چه ويردغم نه وو
داوروروژنه نه وه،کورپه کورماتم نه وو

فرض کړه قلمه چه موږهيچازورولي نه وو
فرض کړه چه هيچا په ورورۍ کې غولولي نه وو
زمونږ دصف ملګرومونږپه چاپلورلي نه وو
ياېې پخپله پخپل لاس له شا وهلي نه وو

دانابللي ميلمانه مونږته راغلي نه وو
داولسونه مو پخپل کور چا ښکنلي نه وو
زمونږ کورونه په بمونو چاويشتلي نه وو
زمونږبچيان راته په سپيو چا داړلي نه وو
زمونږ دپلار لاسونه شاته چا تړلي نه وو
زمونږ د نيا ګنډونه،بل کوم چا رنځلي نه وو
زمونږځوانان چا په بمونورابارکړي نه وو
مونږ چا په خپل اولا درجن درجن وژلي نه وو
لا يي په خپل کورکې پردي مونږته ويلي نه وو
مونږه له خپله کوره چا په زور شړلي نه وو
زمونږ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
ماوې قلمه ګوره تاته سپارښتنه کوم
ځان دې سم پوه کړه زه له تا جدي غوښتنه کوم

زه نوردغميزوديادونو داستان نه غواړم
مه سپيړه غمونه، زه اسباب دخفګان نه غواړم
ځان پوه کړه قلمه دجګړو کوم بيان نه غواړم
زه ګوره خوښي غواړم نور ځان پريشان نه غواړم

ما وې قلمه ټول يادونه دخوښيو ليکه
خوږي سندرې ګوره ماته دښاديوليکه

خو خپل قلم راته په سپين کاغذ ،سره خط وليکل
له ډيره قهره يي ټول توري خورا غټ وليکل
وې پرې پوه شوم اوس نو لږڅه دقلم واوره
داستا غوښتنه زه په سر سترګو منم واوره
وې يي قيامه څه چه وينم ټول به سم ليکم
تاته به خوښئ ليکم دځان برخه به غم ليکم

خوداځماقلم دې مات شي ليونئ وختو
ماپرې چټي غوري کولې خندنئ وختو

ماته يوڅه وايي بل څه کړي خطاکار وختو
مدام غمونه خوټوي دغمو پلار وختو

دده خوښيږي چه هرڅومره ډير غمونه ليکي
داخپل قلم مې ژړوي ترخه يادونه ليکي


 

وې يي خيردئ
دملت په نوم اوس خپل قسم ترې هير دئ
مونږ چه هر څه ورته وايو ،وايي خيردئ

مونږ وې کور کلئ مو وران شوو
په خپل کور پردئ افغان شوو
وې يي خيردئ
مونږ وې کور په کور خفګان شوو
نورمودلته ژوندون ګران شوو
وې يي خير دئ
مونږ وې وران افغانستان شوو
داخو ستر ملي تاوان شوو
وې يي خير دئ
مونږ وې خاورې موارمان شوو
ستاراتګ مو په تاوان شوو
وې يي خير دئ
مونږ وې سخت دلته ګذران شوو
خپل وطن راته زندان شوو
وې يي خيردئ
مونږ وې مشره وطن چورشوو
دپرديو دومره زور شوو
چه واکمن مو اوس دکور شوو
راته جوړ مشره پيغور شوو
وې يي خيردئ
مونږ وې مشره زړه مو تنګ دئ
راروان په مونږ بل جنګ دئ
دښمن جوړ راته نيرنګ دئ
غټ شيطان يي هم تر څنګ دئ
وې يي خيردئ
مونږ وې مشره غلطوې مو
خدای ته ګوره شرموې مو
داسې بريښي خرڅوې مو
په ځان پوه يو ورکوې مو
وې يي خيردئ
مونږ وې مشره خان دې سم کړه
درپه ياد دې خپل قسم کړه
دقيا م عرضونه واوره
پورته ښه اوچت قدم کړه


الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمني
٢١٠١٢٠٢٠١٠

-
بېرته شاته