(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږه ننګ، او تیل وغوړي

رڼــا فـکـرورنـځـورانــوتــه بــرهــم ده(1)
دپـــوهنــي ســوالـګــرانـوتـه درهــم ده
 
دافغان پــه ننګ خــوشحال توره تړلي(2)
مـالــوړکــړي دافغان پــه نـنـګ قـلـم ده
 
دهـیـواد چـوپــړموموخه دافغان ننګ ده
په دی لارکي زماشریک ورسره غم ده
 
مــلګـرتیا بـه مـي تـرقـبـره ورسره وي
دپـتـمـن پـښتـون پــه خـوی زمـاقـسم ده
 
دافغان پـه ننګ شملي زمـوږدي لـوړي
پښتونخواکي که میوند ده که تـورخم ده
 
مـوږه ظلـم وزورتـیـري پـه هیچا نکړو
تل جوړ کړي په موږ نورو تورماتم ده
 
 
پـه تاریخ کي مـوږه پـاک یـوتـرهنداري
مګرګوره چه پښتون په هرځاي ګرم ده
 
دافغان په ننګ سرلوړي (علي خان) ده
دانـسـان لــه پـيـدایـښت نـه تـردې دم ده
 
1 / برهم : درمل ، دواء .
2 /  خوشحال خټک دپښتنو نا متو اتل .
نــاست یـو بي بریښنا موږ انـتظار د سباون کوو
سـترګـي موسـبا تــه پــه اوفـقـو کـي کــتون کوو
 
تـیل وغـوړي خـتم شوډیوي موټولي مړي شولي
یـو بل چي نـه ویـنو څـه ګیلي بـه لـه بیلتون کوو
 
یوخوا رنځوران په سپیره غولي ماشومان ژاړي
نــه خواړه درمل شته نـه امید موږدژوندون کوو
 
واخـلو قـلمونـه چــي انـځـوردژوندون رسم کړو
لـږخـوږي خـبري نـوري ټــولي جګـرخون کوو
 
هـرشاعـرلیکوال دِانـځـوري زموږ دژونـدوکړي
څــوپــوري کیسـي بــه دلــیلي اودمـجـــنون کوو
 
راشي بـازیـنګـروفـنانـانوچي ویښ فـن جوړکړو
ډول بــه ډنـګـول کــول دیــروکـي دپـښـتون کوو
 
شایـد شي بـیـداربـی اتـفـاقي ته خـتمـیدل ورکړي
بــرم دنـیـکـوتــه بـــه پــه ګـډه بــیا ورتـلون کوو
 
وایـه (علي خانه) زمـا د ژبي ورڼـو پـورتـه شي
څوپـوري بـه جهل ونـاپـوهي کي دازغملون کوو

 علی خان ساپی -
بېرته شاته