(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې باچاخان روح ته ډالۍ

د ننګونو قهرمانه  دپښتون د زړه ارمانه
نړيوال هم پرتاوياړي ای دسولې باچاخانه
****
شملورپښتانه نن بياستاژوندون  لره ارمان کړي
ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي
ته دسولې په ارمان وی قرباني شوی دوختونو
زولنۍ دی شرنګولي  بنديوان وی  دزندانونو
****
ازادي  ته يو ناره وی ارماني لاړی جها نه
نړيوال هم پرتا وياړي ای دسولې باچاخانه
****
ته دپوهی رڼا يي وی دژوندون په حرکت کې
ته دسرو زرونه پورته  با لاتر په هرقيمت کې
ته مشال وی په تياروکې دننګونوحقيقت کې
ته اوبه دجنګ لمبوته  ديوه سولې سترقوت کې
*****
ستاهمت باندې زه وياړم حق دغواړم له جهانه
نړيوال هم پرتاوياړي  ای  دسولې باچا خانه
****
عيسی رابه شي دونيا ژوندون به درکړي  تاته
مسلمان کعبۍ ته لاړشه اواز پورته کړه دونياته
چې پښتون يم مسلمان يم  په جاروايم  هرچاته
سوله غواړم په نړۍ کې  يم طوفان دجنګ بلاته
*****
ته دسولې بل ډيوه وې ای دمينې قهرمانه
نړيوال هم  پرتاوياړي ای دسولې باچاخانه
*****
زه يوه ښځه دټولنۍ اوس ارمان ستادژوندون کړم
دونياوال ته سوله غواړم نن کيسې ستادپرون کړم
لروبر پښتنو يو شئ  دملي وحدت  ژوندون ته
ارواح  ښاددغفارخان به دزرلښتۍ په مضمون کړم
*****
سرراپورته کړه پښتونه  دپښتون دزړه ارمانه
نړيوال  هم  پر تا وياړي  ا ی د سولې  باچاخانه

-
بېرته شاته