(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی سمیع الدین افغانی شعرونه تازه شول

تل به نه وي

نه بل تل داپاچاهۍ نه عيش نوش وي
نه بــــه تل دا غلامـان حلقه بګوش وي
 
نه به تل وي  دا مـــاڼۍ نه  دا قصرونه
نه ساقي نه ميخا نه نـه باده نوش وي
 
نه به تل وي مــــازيګـــر د ګدرغاړې
دپی مخوچټو پيغلوجـــم،جوش وي
 
نه به اوړي کاروانونــــه په البند بيا
نه به بيا  دپسرلـــي هغه خروش وي
 
که يوه شيبه له ځانه  سره سوچ کړې
ددنياوعجايبوتـــه دې هـــوش وي
 
دا دنيادغـــه فضاه دا اسمـــانــونـــه
 دسبحان دا عظمت به درته روش وي
 
کوم ساعت چې سترګې پټې له دنياشي
خپل پردي به دې دغمه سياه پوش وي
 
چې کـــري هغه بـــه رېــبي دامتل دی
بدکـردار به دې ترعمره بـاردوش  وي
سمیع الدین افغاني
.١  -  ٢  -  ٢٠١١

داغلي زړونه
تورې وريځې طوفانونه
غــم لړلـــي مــــاښامـونه
 
 بيا آسمان ولــې په قهر دی
بد حالت دی بد روزګار دی
 
دي غمجن غمجن  وختونه
نــــا اميد داغــــلې زړونه
 
ځوانيمرګ ښکلې ځواني ده
دنــــيا هسې ده فــــاني ده
 
ځـــي داوښــکو سيلابــونه
پرې لامده شول ګريبانــونه
 
ځوانيمرګ مـو نن بهار دی
جګ نښتر لــکه چنار دی
 
ربــــه راولــــې قرار  بيا
د دې سيمې په ګلزار بيا
 
غوټۍ وسپړي  خندا شي
خوشالي په هــره خوا شي
 
ربــه ختم دا مــــاتم کړې
خوشالي په هر قدم کړې
 
د اسمان لــمنې شنې کړې
د خوښۍ بلې ډيــوې کړې
 
 ستا دربارته  دوعـاګـوی يو
چې پــدې خــــبره پوی يــــو
 
صرف تحفه زمو ږ ايمان دي
دا ژوندون يـــو امتحان دی
سميع الدين افغاني
-
بېرته شاته