(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

   زه د پا كې خا ورې يم ا فغا ن يمه ما مــه وژنى
وايم كلمــه سم مسلمـــا ن يمـــه ما مــــه وژنى
 
زړه كې مې د ميني څــراغونـــه بل سا تلي دي
وه خلكوده هرسړي جا نا ن يمه ما مــه وژنى
 
چا پسي توپك اخلۍ اوچا ته يې شپېلۍ نيسۍ
نــه يم هغـــه كا ڼى يو ا نسا ن يمه ما مه وژنى
 
بېرته به كفن راوړې ،شريك به جنا زه كې يې
پټ د يو ښكلا غوند ي ارما ن يمه ما مه وژنى
 
څو به په سنګـــر كې ودښمن تــه سلامي  كـوو
حق وايم پـــه لاره دقـر ا ن يمـــه ما مه وژنى
 
دواړه ،يو وجود وو سره بېل شو د بل چا په لاس
ستا د ارزوګا نـــو ترجمــا ن يمـــه ما مـــه وژنى
 
دې وطن كې ويني او سكروټې بې حسا به دي
زه د سـولې ږغ يم درروا ن يمـــه ما مــه وژنى
 
زه بشرمل غواړمه چې جنګ ورك شي له دې وطن
څراغ د سولې اخلــم، قهرما ن يمه ما مــــه وژنى
-
بېرته شاته