(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاپیرۍ مینه - یوه جرعه شراب

د ښاپیرۍ مینه

شاعر:عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
چې د پټ پټ راکتلې- چې د سترګې تورولې
چې خندا دې راته کړله- اشارې دې راته کړلې
مینه نه وه زما زړه کې- تورو سترګودې مین کړم
د چا غم راسره نه ؤ- اشارو دې زه غمجن کړم
**********
ما وې دا په نصب څوک ده- چې په ګلو باندې ګرځي
دښایست ساری یې نشته- په شنیلیو باندې پرځي
دې وې زه سپینه سپوږمۍ یم- په نصب کې ښاپیرۍ یم
ډکه پکه له ښکلا یم- د سرو زرو سره چکۍ یم
چې مې ټینګه کړه په غیږ کې- په رښتیا دا ښاپیرۍ وه
ډکه پکه له ښایست وه-د سرو زرو نتکۍ وه
په ویالو کې لمبیدله- د حرم دباغ هیلۍ وه
په وږمو کې ګرځیدله- سندرغاړې توتکۍ وه
نه پوهیږم څه پرې وشو- دا له ما څخه جلا شوه
بې وفا جلکۍ خو نه وه- څه لپاره بې وفا شوه
**********
په دا چاودو، چاودو پوندو- کوه قاف ته مې سفر شو
وږي- تږي پسې لاړم- ژوند زما هسې ابتر شو
له ژړا او انګولا مې- کلیوال واړه خبر شو
کوه قاف کې هغه نه وه- آسمانو ته آلوتله
د سپوږمۍ سکنۍ خور وه- سپیدو ته رسیدله
هغه لاړه- مینه لاړه- ژوند تباه شو- شکلا لاړه
لمدو سترګو نه مې اوښکه- د غم لاړه- ژړا لاړه
نه پوهیږم دغه خیال ؤ- که رښتیا دا ښاپیرۍ وه
ملایکه د آسمان وه- که په ستورو کې سپوږمۍ وه
*********************************
یوه جرعه شراب
 
لا مې یوه جرعه څکلي نه وه
د ساقي لاس کې مې مینا هیره شوه
 
چې مې دا بل په سر واړوله
د میخانو لاره له ما هیره شوه
 
د لیلی خیال مې په ګوګل کې ساته
دعشق نشو کې مې لیلی هیره شوه
 
مجنون لیلی، وامق عذری ویلې
چانه لیلی، چانه عذری هیره شوه
 
په خرابات کې پیاله وکړنګیده
له مناجات څخه تقوا هیره شوه
 
چې مسجدو ته شرابونه راغلل
شیخ او ملا څخه دعا هیره شوه
ا
مام چې مست شو د شرابو په بوی
له مقتدي نه اقتدا هیره شوه
 
د مغان پیر له میخانو راستون شو
له مینوشانو نه صهبا هیره شوه
 
ما چې دوه سترګې د جانان لیدلې
مینه له ما څخه بیا بیا هیره شوه
 
چې بازارۍ شوه د پیغلوټومینه
ځکه له زړونو نه رښتیا هیره شوه
 
(پویان)چې ولوید د شرابو خم کې
تریته دنیا، ترینه عقبا هیره شوه
-
بېرته شاته