(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر صیب ته د شبیر خان دراني پیرزوینی

پـــنـــا د ســـتــرګــو شــو پــه زړونــو کې اوسيږی کبیر خـدایـګو چې نن هم راته وړانـدی وړانـدی کـیږی کبیر چیرته چې ذکر د افـغـــــان د لـــوی ټـــبــر شــروع شـــی هــغــه مــحـــفــل کــې د ســبــا ســتــوری ځلــیـږی کبیر د لرو بـــر پــــښــتـــنـــو خـــدای لپــاره يـــو شـــی ســره پــه تـــوره کــرښــه د ډیــورنـــد رانـه بیـلــیـږی کـــبــیــر د یو بـابــا بــچـــو راویـــښ شـــی دوشـــمــن وپــیــژنـی عــزت نــیــلام شـــو د مـــلالــو خــفــه کـیــــږی کــبـــیــر اجله نه مــری، خــدایــګــو نــه مــری د قـــلــم خــاونــدان شــرط پــه تــړمـه تــر قــیــامــتــه بـــه يــادیــږی کــبــــیــر تــل ئـــې ســـتـــایــلــی پــه قـلـــم ستا پت غیرت خـیـبره په بې ننګی دی د ځلــمــو ځـــکـــه دردیـــږی کــبـــــیـــر د وخت یـزیـده پــه ولا کـه ئـې سـر ټــیـټ کـړی ځـانـتـه پښتون بــچــی دی د مــرګـــــی کـلـــــه یـــریـــږی کـــبیر د ایمل خان او دريا خان بچو لــږ نــنــګ پــری وکــړی په شته وطن کې د اغیار په کــور ا وســیــږی کــبـــیـر اورونـــه مـــړه کـــړی د نـــفــاق ای د يــوی مــور بــچــو سپرغی ئې ښکاری حوصلو کې لمـبه کـیـږی کــبــیــر راځی چې يو کړو اپریدی، مومند، خــټک او وزیــر د یوسفزو او مــحــمــدزو پــه نــوم نــیــازیــږی کــبــیـر ماحول سلګی سلګی دی ټوله پښتونـخـوا غـمـجـنـه خــړه وريــځــه شــوه د ســبــا ســتــوری پــټــیـږ ی کبیر شریک بـچــی وو د خـیــبـر او هــنــدوکـــش مــلــګــرو د ستر خوشحال اود مـیروس وارث یـادیــږی کــبــیـر غــاټــول لالــــه او ډمــبــر ګـل ورتــه پــه قــبـر کـر کـړۍ د کشمالی، لونګ په ګـلـو خـوشـحــالــیــږی کــبـــیــر «درانـی» مـا خـو لا فـریـد، هــوتــک، صــادق، ژړلــــو ګـــمــان مـــې نـــه و چې زمـونږ به جـدا کـیـږی کـــبـــیـر

ستر سيکتر غني خان پښتو ادبي تحقیقي ثقافتي جرګه پښتونخوا د ډاکتر کبیر ستوری به ړومبی کليزه ديارلسم اپريل 2007 پیښور پریس کلب پښتونخوا -
بېرته شاته