(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی سمیع الدین افغانی شعرونه تازه شول

ما او تا وژني! 

دا چې پرون ، نــن او سبا وژنــــي
د کلي خلک مـــو بې ګناه وژنـي
 
دا د غليم مکر ، دوکه ده ګورئ
 چې مې دکور هم د صحرا وژني
 
تمه د رحم ، ستړيدو يې نشته
قاتل بـــې رحمه دی دنيا وژني
 
کله ږ دي يو نوم کله بل نوم راته
دا بل څوک ندي ما او تا  وژني
 
خپلو نــاوړو  پلانــــو په خاطر
څوک په تياره څوک په رڼاوژني
 
راځئ چې يوکړوداخواره قومونه
لږ شو بيداره چـې مــو بيا وژني
 
څوبه ويــده يودغفلت پــه خوبو
چې په جومات کې مو ملاوژني
 
يوه جرګه يــــوه نــــاره شــو سره
 زموږه   زوړ هــم مـــوبرنا وژني
 
څو به بـــاور په بې بـــاورو کوو
افغاني ستا دين او رضا وژني

١٥  -  ٣  - ٢٠١١ م٠ کال  

مه وژنۍ
مه وژنۍ نورسه ځوانان مه وژنۍ
نور دا ببر سرمـاشومان مه وژنۍ
 
بس کړۍ دغــه ظلم او جفا نــوره
نوردکلې زوړ اوځوانان مه وژنۍ
 
پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شي
زموږد انازولي بچيان مه وژنۍ
 
تاسې به هم کــور لرۍ اولاد لرۍ
دغه بې ګناه انسانان مه وژنۍ
 
صرف دغـارتګر اوترهګر په چم
نور مو د ايئن لارويان مــه وژنۍ
سميع الدين افغاني
م .کال   ۵ ٢- ٢   -  ٢٠١١
 
-
بېرته شاته