(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډموکراسي

وینم  دنیا ته تشریف راوړې په نخرو ګډوډي
  د انسانیت  ټوله جعلي لوټونه په کې چلیږي 
  حلاله  لکه د مور شدې روا  د ه همجنسبازي
نر له نر ه ښځه له ښځې سره په کشش نکاح تړي
آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟
 
وینم  دنیا ته تشریف راوړې رډ سترګې بیشرمي
شراب  ، خمار، زنا  سل په سلو کې شوی رسمي
په نامه دیموکراسي او  د ښځو د آزادي
ملتونهبمباردیږيپه ډیرهزړه سوي
آیا رښتیا دا ده رښتینی  دیموکراسي؟
 
وینم  دنیا ته تشریف راوړې چوک سترګې غداري
د سپین سترګو حکومت  دخپلوخلکو نه اوري
 دلته  هلته دمیلیونو خلکو  مظاهرې کیږي
د سر خلاصې پرځای په توپک  د هغو سر خلاصوي
آیا رښتیا دا ده رښتیني  دیموکراسي؟
 
وینم  دنیا ته تشریف راوړې وچ سترګې  سر زوري
یوازې ګریوان شلېدلی یې د ویتو حق لري
   دامنیت شورا  د څو تاوبریتو  کوي غلامي
د یونما او هیګلومې یې خرو ته ایښي دی
آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟
 
وینم  دنیا ته تشریف راوړې ټیغ سترګې دوه مخي 
هرچېری  ډمان  دهیومن رایت سازږغوي
هم غل هم کوربه هله غل دی نارې وهي
غله رسمي د قانون په متار ولس لوټي
آیا رښتیا دا ده رښتیني  دیموکراسي؟
 
هر مشر چې  بریت تاوه غرب ته  کنډاس و ایسي
 دهغه  خدای وهلی هیواد بیا پچه وخیژي
 د الفاعدي لپاره  هر خواته لومې  دي پرتې
 بم اتم  او غیر دیموکراسی هیوادنه یې دی بهانې
یو یو د غاړې نیسی دخره په غیچي یې سنتوي
آیا رښتیا دا ده   رښتني دیموکراسي؟
 
په خپله خوښه  خپل سپي بل ته  مشران وي
 د بل دکور کوربه شي کوربه کړي  خپل چوپري
 دبل په وطن کې پر هغو کوی د بادار حکمراني
په ټاکنو مونډی ږیرې  درباندې وکیلان  وي
آیا رښتیا دا ده  رښتیني دیموکراسي؟
 
داورګډوبازار تود  دی په اور ددیموکراسي
خدای وهلی او  بې اتفاق ييکړه په دار پانسي
وروره! دا دیموکراسی جال دی شیطاني
 ډیر مچان په کښي مښتی په دې ځاله د غڼي
دې ډنډه مار ي ته نظري وایي دډمو کراسي
-
بېرته شاته