(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټپي ټپي

چې کوم سر د مینې سر ؤ،هغه سر ټپي ټپي
مینه کله چی ټپي شوه،شو بشر ټپي ټپي
 
د قابیل د لاس په ګوتو، د هابیل وینه شوه تویه
د ادم ځوځات د مینې، شو جوهر ټپي ټپي
 
د بابا د مینې کور شو،چی ټاټوبی د زورواکو
د زورواکو زورواکئ کړ،لر اوبر ټپي ټپي
 
چی د سولی مینې کور ؤ،نن هغه له لیرې ښکاري
ټول دننه ژوبل ژوبل،ټول بهر ټپي ټپي
 
هیڅ د بام نښه  ئی نشته، په بمونو دی ړنګ شوی
هم دیوال ئی ژوبل ژوبل، هم ئی ور ټپي ټپي
 
سوله مړه ده ددی سیمی، روغه هم ده لا ناروغه
د ښیګڼو او د ډاډ هم، دی لښکر ټپي ټپي
 
هر یو ټپ لره چی ګورم، دی د ټپ د پاسه ټپ
د ټپونو هر یوټپ دی، سر په سر ټپي ټپي
 
هوا ژوبله ځمکه ژوبله، د ځاځنو په سیالئ کی
غرونه ژوبل لا هم ښکاری،سمندر ټپي ټپي
 
حجره ژوبله جمات ژوبل،په بمونو د ځان وژنو
هره خوله د خندا ژوبله،هر اختر ټپي ټپي
 
تشدد دی ژبغړانده،د زورواکو په مستئ کی
د هوا مرغان ئی هم کړل، په وزر ټپي ټپي
 
باچاخان شو ژوبل ژوبل، ولی خان شو ژوبل ژوبل
اکبر خان اکبر سره هم، صنوبر ټپي ټپي
 
باچاخان چی لکه لمر به،هره خوا وړانګې شیندلې
هغه وړانګی تتې تتې،هغه لمر ټپي ټپي
 
چی دخوب ځای کې زورواکو،صمدخان بابا شهید کړ
کویټه شوه ساندې ساندې، پیښور ټپي ټپي
 
د غني لیونئ مینه، سمندر د عقل او پوهې
د هغي عقل او پوهې، شو ثمر ټپي ټپي
 
د اجمل خټک په زړه هم،دتڼاکو سیلئ راغلې
د ولس د ژوند په غم شو، په ټټر ټپي ټپي
 
د سایل د شعور شعر،چی شی یېبره د غوښتنو
د وطن کشکول په غاړه قلندر ټپي ټپي
 
د وطن غرونه مو واړه، اړخ په اړخ دی ژوبل شوي
که شمشاددی، که کاوؤن دی، که سپین غر ټپي ټپي
 
نه ودانه ده ودانه، نه هم شاړه لکه شاړه
د جګړو له لاسه ښکاري،سم او غر ټپي ټپي
 
عدالت چی سر خوړلی،د بې نیاوو تیرو تورو
هم دربار کړ ژوبل ژوبل، هم دفتر ټپي ټپي
 
د ښمنان د مینې هرځای،مینان په کاڼو ولي
د وطن لیلاخو هم شوه، په ځیګر ټپي ټپي
 
چی د ژوند په سمندر مو، د وژونکیو سیلئ راغلې
هم بیړئ شوه دړې وړې،هم لنګر ټپي ټپي
 
لورئینه چی شوه ژوبله،دڅیرو څخه اوس ښکاري
هر اصغر دی ژوبل ژوبل، هر اکبر ټپي ټپي
 
روغي پاتې نه شوی هیڅ یو،د تاریخ په زړه کې نښې
که ګړپه، که تاتره ده، که خیبر ټپي ټپي
 
په منتر د چا رانغلل،منګوران د زور د سوړیو
د کوډګرو هره هڅه،هر منتر ټپي ټپي
 
مینه ناکه پیرزوینه،چی په زړه کی د څاپي وه
هغه هم شوه د زور واکو، په خنجر ټپي ټپي
 
ما په سترګو کی د ستوري،دغه کرښه ده لوستلې
نه به شپې داسې تیاري وی نه سهر ټپي ټپي

مبارز څاپی

بن ـ جرمني، ۲۰/۲/۲۰۱۱

ځاځنو= قهر  ،غصه (جمع)

-
بېرته شاته