(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دَ چا چې نـاوري مـدام خپلــه کــوي  
ګيلــه دَ نـــورو نـــۀ بـيـا څـلـــه کــوي   

چې نفـرتونه خوروي پۀ کښې څوک    
  هــغــــوي دي کـــډه کابـلـــهکــوي   

نـۀ پېـدا کېږي سوال چې اوبه رسي 
چــې مـــزلـــونــــه بــې مـنــزلــه کــوي  

پۀ معافئ ئې څنګـه پـرېـږدو خواتـه     
غلطي يو ځل نۀ څـوڅـو ځلــه کــوي  

لاش پۀ کـوڅـه چـې ئې تېرېـږي زمـا  
    اشنــا يقـيـن بــۀ پــۀ مــا هـلـــه کــوي  

خـوږه مېـوه دَ صبــر شــي بــۀ پيکــه  
     اظـهــار دَ زړۀ بـــۀ راتــه کلـــه کـــوي  

ډېرهتــوابتۀ فيصله شي ګرانــه     
عقل کړي يو څـۀ زړۀ ئې بلــه کــوي 
             
     
       2004/9/11__ الرياض        

 
-
بېرته شاته