(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپوهاند عبدالشكور رشادطنزونه

پوهنمل محمود نظري
د رشادصاحب یو طنزیه شعر په هند کښې د مهاجرو ژوند داسی انځور کړی دی :
 
لولپه پېغله
موري ! څه وکړم ناکام دی بیا ورځمه
د ملګرو ملتونو ادارې ته
نه ورځ ګوری ، نه شپه ګوری دا څو میاشتی
سپک پاسک، لچر  ګوپال راځي کرېهي ته
کله وايي اوس کالی درغورځومه
هر ګړی راته  ولاړ  وي دروازې ته
له غیرته سي خولې راباندي ماتی
چي هر وار ګورم  د جت ګوپال جولي ته
دملګری ملتو مامور ورته وایی
ولي نه ځي مهاجر خپلو ملکو ته ؟
ولی ناست  دی لا د نورو خیراتو ته ؟
اوس خو روس له ملکه ووت روسپال مات سول
دروازی د ملک خلاصی  ددوی تلو ته
پر وطن د مجاهدو پاچهی ده
چې دوی غوښته ، قدرت ورغی هغو ته
اوس یې ولي ډمارلي دی لا سترګي؟
د ملګرو ملتونو څو پیسو ته
هي افسوس چې شرم ولاړ له افغانانو!
اخ ارمان چې حیا شاکړه پښتنو ته
دا ګوله  د بې ننګۍ چي افغانان خوری
وبې نخوري که يې واچوې و سپو ته
تو پر دارنګه روزی، لعنت پر هغو!
چې پرانستی یې دي خولې د خواست ګولوته
موږ به څه غوښته په دې  تاوده دهلي کي؟
چې يي نغم دی وتلی دوږخو ته
آخ ارمان چي هلته ژوبلی دي او وژلي
واخ، ایله وږي لېوان دی و رمو ته
څه خبر و چې قفس بې ترې سازیږی
مرغه خوار چي په مابت کته ښاخلو ته
غم دی دا چي چیغالان دی پکښي نښتی
کوم دامونه چې موږ ایښي وه زمرو ته
موږول دا به  اوس د موسی د لاس امسا وی
لاس مو وروړ، د اپي مارانو خولو ته
موږ له روو بېریدو ، افسوس افسوس دی
بدنصیب ورکړو په لاس ادم خوروته
که پخوا وژولو روس او روس پالانو
اوس مو ناست دی مجاهد وروڼه مرګو ته
د اولس د خلکو خون دی د چوغکی
دسړیو وژل لوبې دی هغو ته
دوی لپاره د  د چورونو، چپاوونو
اچولي توپکونه دي اوږو ته
د هفتو نهر لېوان دي نور څه نه دی
دا دین ټېکه داران پردو مالوته
رهبران شیندي سکروټي پر باروتو
اخوندان پاشی پټرول د اور لمبو ته
پروا نه لری که قام که ملک تپېږی
خو ورلویږی دي روپۍ ددوی جیبو ته
دا موحال دی د وطن بدبخت کپوره!
څنګه ولاړ سو، په دې بده ورځ کوروته؟
زما قسم په هغه لوی او واکمن خدای دی
چي زمری يې احتیاج کړی دی بیزوته
درشاد صاحب بل  طنزی شعر ( د واده کلى کربلا سوه) يي هغه مهال ووايه چې، د(١٣٨١ )کال د سرطان د مياشتي د (٨-٩ )نيټي د افغانستان د رسمي خپرونو له مخي په دي مصيبت کښې(٥٨ )کسان شهيدان او(١١٧ )تنه ټپيان سول. ددي شعر ټول بيتونه (٨٣ )ته رسيږي.
                                                 
افغـــــــــــــــــــــــــــــان ولس ته پيښه فاجعه  ده
ټکي اوري بلا زيږي دغـــــــــــــــــــــــــــــــم شپه ده
وير راځغلي ، درد را دانګي، مرګ حملي کړي
وحشت خير دي چي وسلي په وينو سري کړي
بيره سته،اضـــــــــــــطراف سته،ناکراري  سته
خداى دي نه کـــــــار بي ابي، بي ابرويي ســــــــته
عام قتـــــــــــــــــلونه دي جاري، شداد شاهي ده
افغــــــــــــــانان کړول کيږي، تبــــــــــــــــــــــــاهي ده
خونريزي ده، مصيــــــــــبت دي ستر ناورين دى
دښمني د پاک اســـــــــــــــــــــلام ده، دين کين دى
اتفاق دي عيســــــــــــــــــــــــــــــــــويانو هسي کړي
چي به نه پريږدي ازاد مســــــــــــــــــــــــــــــــلم وګړي
ددوي ژوند به وي په شر او په اشـــــــــــــــوب کي
دوي به زيږي دوي په مري په مريتــــــــــــــــــوب کي
تروريزم د اســــــــــــــــــــــــــــــــــلام په ضد پلمه ده
دا پلمه د صليبي جنګ پيــــــــــــــــــــــــــــــــــــلامه ده
دا ټکي ده، دا برګي ده، دا نــــــــــــــــــــيرنګ دي
په وينا د مستر بوش صــــــــــــــــــــــــليبي جنګ دي
د سپين برج اهريمــــــــــــــــنان د شر خدايي کا
د يزدان د پيروانو سر کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوبي کا
ايل شارون دي مقــــــــــــــــتدي جارج بوش امام
غواړي ونغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاړي کمبله د اسلام
توني بلير ددغه چرچ سياڼه کشـــــــــــــــــيش دي
د يهودو دترسا د ګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتوويش دي
سيناګوګ او کلــــــــــــــــــيسا دي لاس يو کړي
خداى ومه کا  مســـــــــــــــــــــــــــــــــــــجد به کاږي زړى
نيت لري کښيږدي کعــــــــــــــــــــبي ته اټوم بم
ګړوبوي زموږ د مکي ښار چــــــــــــــــــــــــــــــــم په چم
 
درشاد صاحب  دقلم  څوکې د هغه د ژوندتر پایه د ریا پردې څیری کړی او  هیڅ کله يې د واکلرونکو  لکه نور و تر سایې لاندې  ژوند نه دی کړي او چا ته يي سر نه دی کښته کړ ی
  هغه  یوه نیغه شمله    افغان  و او دا ویاړ یې په هیڅ ډول فشار د لاسه نه دی ورکړی  .
-
بېرته شاته