(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انګارونه

ددې ژوندسختو شېبوکې،بس غمونه شول راپورې
یو خو لرې یم له کـوره ،بل دردونه شول را پــورې
 
واويـلا راځي غـوږوته،بـس فغان راځي غــوږوته
زه بـېوسه شومه ګـوره، ځنځيـرونه شـول راپـورې
 
دځانغمراسره نشته،ستا بيلتون په رنـځ اخته کـړم
خوځـېدینشم له ځـايه،چې زخمـونه شول راپــورې
 
ستا د عمر ګل خـزان شو،ساه پـرواز وکړ سبحان ته
داخبرچې تر غــوږ شـو،پـرهــرونه شول را پــورې
 
هغه دم په ما محشـر شو،چې د مرګ څـپو پناه کړې
ړنا ورځ راته تـورتـم شوه،تورتمـونه شول را پورې
 
زه پردېـس تکي تنهاوم،چېد اوښکوکاروان راغی
بيا د عمـر په سفــر کې،تـوپـانـــونه شول را پــورې
 
هرې خواتهچېنظرکړم،ستا انځورمې ځیرته خاندي
واخ د اوښکو په ویالو کې،انځورونهشول را پـورې
 
زه وردګ شولم بــی وسه،چــېجانانراڅخه ولاړو
ستـا د هـر ټکي په یاد کې، انګارونه شول را پــورې
 
 
په درنښت
بسم الله وردګ
 
چین   ــ ایوو ښار
 
 
 
-
بېرته شاته