(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وه دکونړ سینده

لس کاله یې کیږي لر اوبر په پښتنو لو دی
مال مو وړي کمال مو وړي زموږ په ښوونځو لو دی
 
هغه چا چې غوښتل له  روسانو ملک آزاد کاندي
خپل وروڼه یې قتل کړل اوس ګورو په هغو لو دی
 
کونج  په  شېخ  تنور شولو رندان هم سرګردان ګرزي
برګ غوبل روان  دی  په  پیالو او په  تسپو لو دی
 
تا خو یاغي یاره هم خپل ځان او هم جانان کړ خوار
څه بیړه دې وکړه اوس پخپلو او پردو لودی
 
هغه عنبري زلفې له ننګ او له ناموس سره
ټول یې ننداره کړو په هغو پاکو کمڅو لو دی
 
ځه الله دې وبښي پخوانی کفنکښ ډېر ښه و
راغلل نړیوال لېوان په پېغلو او زلمو لو دی
 
نن دپښتنو په جنازو او په ودو باندې
سرې سکروټې ووري هم په ورځو هم په شپو لو دی
 
موږ یې دخلقي او دطالب په نوم پکو کړلو
نورو مزې وکړې زموږ خوارو په سرو لودی
 
ته وا دغه نور دي سپین چرګان یو پښتانه کافر
خویندې مو په سپو داړي  په کلیو اوقریو لو دی
 
لس کاله یې کیږي اور مړ نه شو لا یې زور واخیست
غله راغلي چور ته نه یې وینئ په کانو لو دی
 
هم یې  په  کونړپکتیا هلمند اوکندهار اوربل
هم مې خیبر سوځي  پېښور او په بنو لو دی
 
ای داجنبیانو ګوډاګیه  رب  دې ژر واخله
ستا مردار له لاسه دشېرشاه په اولادو لو دی
 
وه دکونړ سینده څه  ته ګورې  پسې پاڅېږه
خړکربوړي  ټول وېسه په موږ ددغو سرولو دی
 
څنګه زه بسمل پټه  خوله کښېنم ځان افغان بولم
هم مو نسل وژني  هم زموږ په تاریخو لو دی
 
لس کاله یې کیږي لر اوبر په پښتنو لو دی
مال مو وړي کمال مو وړي زموږ په ښوونځو لو دی
Mohammad Amin Bismel
-
بېرته شاته