(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون

پښتون داسی په نړۍ کې یو ټبــــــــــــر دی چې که مشر دی که کشر پخپل ســـــــر دی نیم سری پکې هیڅ چیری نه ځایــــــــــــــږی ټول منونه وی که ښځه او که نـــــــــــــــــر دی هر یومړی ئې په ښو سره یادیـــــــــــــــــــــږی خو ژوندی ئې په دنیا کې در پــــــه در دی لا لهانده د پیسو په ټولیـــــــــــــــــــــدو دی تعلیم پریږ دی بی سواده بی هـــــــــــــنر دی پیسه دار ئی بیا دوه دری ودونه کانـــــدی امیرانو نه ئې بیا ورک کور او دفتــــــر دی خپل خدمت ته بلا والی دی ملا مـــــــــاتی خو پردیو ته ئې وهلی بیا ټټــــــــــــــــــر دی ښکیلالګرو دی ويشلی په قومــــــــــــــونو تقسیم شوی دا ملت په لر او بــــــــــــــــر دی د سنګر او د مورچل لوی قهرمــــــــــان دی خو په سوله کې تری ورک لار اوګودر دی خو خپلواک دی پاتی شوی په ټول عمـــــر ځکه لوړئی په نړۍ کې اوچت ســـــــــــر دی میړنی دی غیرتی او میلمه پــــــــــــــــال دی دا خو ځکه د پاڅون د زړګی ســــــــــــــر دی

-
بېرته شاته