(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

رمضان ارماني پښتونخواکويټه
داستاله کوره چي وتم ژړېدم
له سترګوستاپناکېدم ژړېدم
 
په لاره تلم خوکتل مي شاته
زه چي لاتارخصتېدم ژړېدم
 
هغه ساعت په ماقیامت ووخلګو
چي له وطنه بارېدم ژړېدم
 
دې ګاونډیانودرپدرکړمه زه
چي یې ودرته درېدم ژړېدم
 
ماتنګ نظراوترهګرچي بولي
په نوي نوم چي نومېدم ژړېدم
 
ته چي دبل شوي په ماګرانه یاره
زه دي له څنګه تېرېدم ژړېدم
 
زه ارماني درته هم دومره وایمه
په څنګ کښي ستاچي اوسېدم ژړېدم
-
بېرته شاته