(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

اوس خو کېوتو کنه
هر غم به زغمو کنه

ظلم پۀ چا ډېر کېږي
مونږ پښتانۀ يو کنه

ځکه ويم رااوګوره
ځنې به سېزو کنه

خلق تپوس څله کړي
مونږ مينه ويشو کنه

ته چې اووے پاتې شه
دا احسان منو کنه

زۀ چې ويم واړه وے تل
يو ځائے ګرځېدو کنه

څنګ هجران ته ښۀ اوويم
بېل بېل اوسېدو کنه

ياره ماښامے راغے
ځۀ چې کور ته ځو کنه

څنګ به پسې وے خفه
دواړه يو ځائے وو کنه

ژوند دَ تواب لاړ فضول
لاس پسې مروړو کنه           


      2006/7/2 __ الرياضTawab Turabi

-
بېرته شاته