(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

 رمضان ارماني پښتونخواکویټه
نه خوښوم دبنګړوشړنګ محبوبي
غواړم چي شم په وینورنګ محبوبي
 
زه چي آزاده پښتونخواخوښوم
کومه زه په وطن ننګ محبوبي
 
ورک به خاینان کړم له وطنه ټول
ورباندي زه کوم غورځنګ محبوبي
 
داپښتانه دي چي په ننګ جنګېږي
دښمن یې وي په وینورنګ محبوبي
 
ماته پښتواوپښتونخواده ګرانه
کومه زه په پښتوننګ محبوبي
 
دسنګرخواته چي زلمي روان دي
روان یې زه یمه په څنګ محبوبي
 
خوارارماني یم پښتونخواجوړوم
نه کوم خوب زه په پلنګ محبوبي
-
بېرته شاته