(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه چې کله زانګمه ټالۍ کړمه

زه چې كله زانګمه ټـــــــــالــــۍ كـــړمــه زړه كې دچا،يادډولۍ ډولۍ كـــــــړمــــه كوركلي كې ښكليوباندې وګـــــــــرځــم لږه لږه مينه ورډالــــــــــــــــۍ كــــــــــــړمــه بيابه څانګې وكړمه راشين بـــــه شـــــــم بيا كه چرته مات باران ګلۍ كــــــــــــړمــه بيابه پرګنۍ په ډول راټولې كــــــــــــــړم بيابه زركې مستې په شپــــــــېلۍ كــړمه زه اوسېږم په تصويركې لــــيـــونى شوم دخپل زړګي په ويركې لـــــيـــــونى شوم ستادنوم ګردانولوستــــړى نـــــه كـــــــړم په همدغه صرف ميركې ليونى شـــــــوم دسپين غرخمارسندرې راډالـــــــۍ كړې په شمشاداوپه پامير كې ليــــــونى شوم ملنګان به رانه ډېرې منــــــــډې وكـــــــړي دميالي بابا ځنځيركې ليـــــــونى شـــــوم چې په خپل سکني ورورمې ډزې وكړې ستا دپلارټوپک يم ديرکـې ليونى شوم يوالهام راته دشپې په خـــــــوب كې وشو ځواب ګله په شبګيردې ليــــونــى شوم

Izatullah Zawab -
بېرته شاته