(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی قیام شعرونه تازه شول

(څلوريځه(دپت اسره
مونږه افغانان هم انسانان يو وينې سرې لرو
مونږهم پخپل ژوندکې،اميدونه اواسرې لرو
 
دازمونږاسره ده چې،په پت کې به خپل ژوندکوو
ژوندچې وي بې پته،مونږ له ژونده تمه پرې لرو
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
12.07.2011
 
!بيننګانوته
 
تاسو ځانته سوله غواړئ،مونږته مدام جنګ غواړئ
خپل وطن اباد غواړئ،زمونږه وطن ړنګ غواړئ
 
تاسوخوننګ نه پيژنئ،مونږخوپه ننګ ژوندکوو
تاسونوبيا ولې؟ مونږدځان په څېر بي ننګ غواړئ
 
تاسودښمنان زمونږدښکلي  فرهنګ ولې يي؟
تاسوپه مونږ ولې راتپل دخپل فرهنګ غواړئ؟
 
واورئ دقيام، بيننګو! دا ارمان به ګورته وړئ
تاسو که غيور افغانان هم،د ځان په رنګ غواړئ
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

 

غزل
په اخلاص دخدای دربارته،چاتړلئ که نيت نه دی
هسې ټنډې لګول دي،سجدې هيڅ عبادت نه دی
 
عبادت که په رياوي،دثواب په ځای عذاب دی
دريا په سجدوهيڅوخت،چاګټلئ جنت نه دی
 
دزمزم پاکواوبوکې،که ټول ژوند غسلونه وکړي
خوپدې اوبو پاک کړی،چاتورداغ دتهمت نه دی
 
دقدرت خاوندان واړه، په زورهسې عزت غواړي
چې له ډاره يې عزت وي، اهانت دی عزت نه دی
 
که تاجدار لښتۍ په غوږکړي، دچا شاه دچا غلام شي
په دربارکې يې زلت دې، خدای  ورکړی شوکت نه دی
 
دچا پښو کې زولنې د ي،په لاسوکې يې ولچک دي
که ارمان يې انساني دی،جيل عزت دی زلت نه دی
 
چه دنوروشته په زور خوري،حرام ځانته حلال بولي
داقيامه حراميان دي، خدای پرې کړی رحمت نه دی
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
09.06.2011
-
بېرته شاته