(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما ځواني ډول کوي پښتونواله سره

زما ځواني ډول کوي د پښتونواله ســــــــــــــــــــــره زه په پښتو او پښتنوالې باندې سر ورکـــــــــــــوم زما يې خټه لمده کړې د غيرت په اوبـــــــــــــــــــــو بې همتي نه ده لازم زما له شانه ســــــــــــــــــــــــــره روح مې په تن کې اسوده وي استقــــــــــــلاله سره زما ځواني ډول کوي د پښتونواله ســـــــــــــــــــــــره په ژوندانه کې چا ته کله خپل سنګر ورکــــــــــــوم زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکــــــــــوم په وينو رنګ وژلی خوښ يم خو غلام به نه شـــــم زما ارواح په ابتدا کې دا منــــــــــــــــــــــــــلي نه دی خپلو حقوقو د غوښتنو ځنې ارام به شــــــــــــــــــــم څو چې د تن وينې مې لاندې څڅېـــــــــــدلې نه دي مقابلې ته يې يم حاضر له سرو ماله ســــــــــــــــــــره زما ځواني ډول کوي د پښتونواله ســــــــــــــــــــــره ټولې دنيا ته زه په ټينګ عزم خبر ورکـــــــــــــــــوم زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکـــــــــوم که د صورت وينې مې توی شي په خدمت د وطــن دا به دنيا کې يو لوړ نوم او سعادت وي زمــــــــــــــا قربان قربان مې دا ځواني شه زرکرت له وطــــــــــن خو د وطن دا استقلال دې تر قيامت وي زمــــــــــــا زه ملنګ جان به هله سيال شمه له سياله ســـــــــــره زما ځواني ډول کوي د پښتونو اله ســـــــــــــــــــــــره مبازکي به خپل پردي ته په بستر ورکــــــــــــــــــــوم زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکـــــــــــوم

Malang Jan -
بېرته شاته