(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ولسی جرګه کي...

 پارلمان  کي نن عجبه مسخره او ننداره وه
ددووښځوپه خپل منځ کي یوه ګیله اودعوه وه
 
نظیفه ذکی   وکیله او جنراله شوه  په جنګ
په  خپل بوټ  یی وارې و کړی په غورزنګ
 
بیا یی ټوپ کړی  سمدستی د هغه بلي وقطار ته
په چکو او چپلاخویی شروع وکړه ودي کارته
 
احمدزی حمیده څنګه هک پک شوله  حیرانه
چه دا څه کړي لیوني ده سرګردانه که نا دانه
 
و کیلان  سره را ټول شول یو له بله وار خطا
چه ګواښ وکړي بیا دوي دواړی کړي سره جلا
 
په  ښکنځلو   او پوچ ویلو  دعوه شروع  شوه
پارلمان کي داګړی ګوره جګړه په خپریدو شوه
 
غونډه تم شوه د جنجال اوغلمغال لړۍ جاری شوه
ددوي دواړو وکیلانودا جګړه نوره شخصې شوه
 
دا استازي  ګوره ټوله   د ملت  نما ینده ګان دي
پارلمان کي د قا نون اوعدالت  طرفداران دي
 
په حکومت  او پالمان کي ګوره څنګه آزادی سوه
د غربیانونه راغلې زمونږقانون دیموکراسی سوه
 
خدای دي خیرکړی نورزیه څه به کیږی و سبا ته
که  دا زما  ارمان پوره شو  ګیله  نلرم و چا  ته
 
ولی محمد نورزی      جولای ۲۰۱۱
-
بېرته شاته