(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون سندره

راځئ چې يا قربان کړو نن سندره د پښتنون
       سندره د پښتون
چې وکړو پکې زکر او خبره د پښتون
       خبره د پښتون

راځئ چې پکې وستايو تاريخ د لوئ خيبر
راځئ چه پکې ياد کړو اشنغر و پيښور
ايلم پکې ښکاره کړو ملاکنډ پکې په سر
د سوات او د مردان پکې تکرار وکړو اکثر

تاريخ پکې ګواه کړو ښه په نره د پښتون
       په نره د پښتون
چې وکړو پکې زکر او خبره د پښتون
       خبره د پښتون

راځئ چی لږ ور تير شو د کوهاټ نه تر ګومل
د حسن ګل خو کورمې دی ټونبلي په اوربل
جنوب د پښتونخوا کی شاړي غرونه او ځنګل
د کوئټې او چمن خلک جارېږي تر يو بل

دا خاوره ده مښکو معطره د پښتون
       معطره د پښتون
چې وکړو پکې زکر او خبره د پښتون
       خبره د پښتون

په بره پښتونخوا کې شرق ته پروت دې ننګرهار
کابل دۍ که غزني دې که پکتيا که قندهار
د ټولو پښتنو افغانستان دې مور و پلار
که لر دې او که بر دې يو ئې نوم يو افتخار

نامه ده په نړۍ کې منوره د پښتون
       منوره د پښتون
چې وکړو پکې زکر او خبره د پښتون
       خبره د پښتون

په دې خاوره پيدا دې ايمل خان او دريا خان
د تورې او قلم خاوند يادېږي خوشحال خان
که يو طرف ته ګورۍ مبارز دې پير روښان
په بل طرف بلبل د شاعرانو دې رحمان

په هر لحاظ دا خاوره بختوره د پښتون
       بختوره د پښتون
چې وکړو پکې زکر او خبره د پښتون
       خبره د پښتون

په هر زمان پېدا دې په دې خاوره ښه ځوانان
د تورې غږ ختلي ئې په هند او په ايران
احمد دې که اېپي دې که ښاغلې پادشاه خان
حاجي د ترنګزو دې که شنوارئ حمزه خان

فيروزه ښه قيصه د معتبره د پښتون
       معتبره د پښتون
چې وکړو پکې زکر او خبره د پښتون
       خبره د پښتون

-
بېرته شاته