(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن مې بيا زړګې خوږيږې

نن مې بيا زړګې خوږيږې
درد مې بيا موند تصور په نندارتون کړې
د افسوسه می لیمه شو په خمار ګډ
کشکۍ نه وائ د دۍ د هر په بازار ګډ
 
حاضرينو نه حيا راځې شرميږم
عفوه غواړم په همدې ځاې به يې پريږدم
په اخلاص سره لاسونه کړئ راپورته
په زارې په استغفار شې د خدائ لور ته
خدايه ته مو د حسد تسبه سړه کړې
د دې وږو خلکو ته ګيډه مړه کړې
د تيارې د جهالت نه مو بيرون کښې
درد مې بيا موند تصور په نندارتون کې
 
د افسوسه می لیمه شو په خمار ګډ
کشکۍ نه وائ د دۍ د هر په بازار ګډ

د نفاق مکروب مو ووژنۍ رګو کښې
خدايه ته په خپل کرم سره مونږ پو کړې
پښتانه د کارخانو ټول خاوندان کړې
شاګردان مې د مکتب ټول استادان کړې
افغانې ساخت ماشينونه راښکاره کړې
ټول جهان مې د کمال په ننداره کړې
الهې ستا د حبيب له برکته
د پښتون جنډه دنيا ته نه کړي ښکته
غم زده د زمانې زه
ملنګ جان يم
ترقۍ د پښتنو ته په ارمان يم
درويزګر يم په هر در په هر ديارګډ
کشکۍ نه وائ د دۍ د هر په بازار ګډ
نن مې بيا زړګې خوږيږې
درد مې بيا موند تصور په نندارتون کړې
د افسوسه می لیمه شو په خمار ګډ
کشکۍ نه وائ د دۍ د هر په بازار ګډ
Mili Shaer Arwakhad  Malang Jan
-
بېرته شاته