(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږ د يو بابا بچي يو

مونږ د يو بابا بچي يو پښتنو 
ولې يو بل نه پردي يو پښتنو 

دا مونږ چا په لر او بر کښې يو ويشلي 
کوز خيلي او بر خيلې يو پښتنو 

راشئ يو ځائي ملا تړلي شئ دښمن ته 
ولي يو بل نه شکي يو پښتنو 

يو ه مو ګټه يو تاوان او يو مو ننګ دی 
مونږ د يوې خونې سړي يو پښتنو 

مونږ د مټو په زور تل دیځان ساتلی 
خلک مړۀ او مونږ ژوندي يو پښتنو 

مونږ عاصب د خپلې خاورې زغلولې 
مونږه هغه شا ځلمي يو پښتنو 

مونږ د ننګ په کار کښې سر کله ساتلی 
مونږه تل سر په تلي يو پښتنو 

مونږ مرګي ته په خندا ورغاړه ووځو 
مونږه داسې ليوني يو پښتنو 

حفاظت د خپلې خاورې شو کولې 
په جهان کښي ميړني يو پښتنو 

*********

راشئ وګورئ زما د قام ګلونه 
مړاوي خړ پړ تنده غري زېړ مخونه 

لوږو تندو ، بم باردو دي غوڅ کړي 
لکه غوڅ شي ښاپېرو نه وزرونه 

د هغو غټانو زهر د خوراک شي 
چــې څوک نه اوري د نهرو اوازونه 

د بڼيا بچي مزې کاندي خوشال دي 
زما اوږي بچي غواړي خيراتونه 

چا چې وران زما د خاورو ګټو کور کړو 
رب دې وران کاندي د هغو محلونه
-
بېرته شاته