(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انساني حال

کله چې بايزيد د زړه د عالم نه خبر شو د دغه عالم په صفت کښې ئې يوه قصيده وويله چې د زړه د عالم مقامات ئې پکښې ذکر کړل. د نوموړي قصيدې نوم ئې (انساني حال) کېښود. دلته وليکل شوه چې څوک ئې ولولي او ياده ئې کړي او عمل ورباندې وکړي نو موحد عارف په ترې جوړ شي.
چې په زړه کښې مې پېدا شوه مينه ستا
نفس دښمن راته څرګند شولو په دا

زړه د نفس د هوا په خلاف پاڅېد
ځکه جوړه مې په تن کښې شوه غوغا

چې په سر کښې شوه ډيوه د عقل بله
زړه ئې دغه نور د عقل شو بينا

چۀ هجوم ئې د هوا وليد په زړه کښې
تبريا شوله ګناهه د هوا

يو مې وليد زړه او روح، شېطان و نفس بل
صفتونه شول د هر يوه رانما

زه هر يوه وخپل طرف ته وربللم
هر يوه شو رته استازي له خپل خوا

په طاعت چې د نابود نفس روان شوم
زه ئې يووړم محبت ته د دنيا

بندګي مې چې شېطان کړه قبوله
په طرف لاړم د کبر د اغوا

چې په نغوته مې د زړه وکړ عمل خپل
شوق زما شو جنتونو ته سوا

پېروي مې چې د روح کړله قبوله
کاروبار مې شوله خدائ سره تنها

هر چې کار ئې شو د نفس په امرونو
ګمراهي شوه و هغه ته مهيا

په امرونو د شېطان چې څوک پائ بند شو
د دوزخ په اور به سوځي خامخاه

چې عمل د چا د زړه په وېنا وشو
دروازې به د جنت شي ورته وا

که حکمونه کړل قبول په ځان د روح چا
د ديدن نصيب ئې وشو د آشنا

د آشنا ديدن ته ناست وم ناقلاره
شکر شکر چې حق وکړه تجلاء

د حق ذات مې په هر خوا په نظر راغې
زه د کب غوندې او دې لکه دريا

هم مې وليد په خپسر هم په بهر کښې
دا ليدنه له ړانده ده په اخفاء

چې د زړه په سترګو نه ويني جانان خپل
ړوند او کوڼ ئې په زړه بوله په رښتيا

چې اواز ئې د آشنا تر غوږو نشو
هغه دور شوله قربته د مولی

چې نژدې شوو مولا ته خو سامع شو
هر آواز شوو هغه وته ګويا

څوک چې وصل شو له قربه پسې تېر شو
تسبيحات شول ورڅرګند د هر اشياء

د وصلت رتبه نصيب د هغه چا وشوه
د وجود هستې چې ترکه کړله چا

د حق وصل ئې موندو له فصله وووت
هر چې شو له خپل شته والي مبراء

د وجود له ځانځاني چې څوک فنا شو
که يو څاڅکي وو خو شو لکه دريا

شرک نابود شو يو احد شو په هر خوا کښې
خودې ووتله خدائ شو هوېداء

لکه يو وم چې د يوه سره واحد شوم
بس هستې مې شوه هستې د خدائ تعلی

د اسلام له کفر دواړو چې فاني شو
پاک، صمد، باقي، هغه شو په بقاء

ورکه لار ئې چې معلومه کړه په خلکو
بايزيد د لمر په شان شو رهنما

نوم د دغه قصيدې انساني حال دې
عارف هغه شو چې پوئ شو څوک په دا

ميرزا خان انصاري، بايزيد انصاري ،پير روښان
http://khyber.org/pashtolanguage/poetry/nazmoona/insanihaal.shtml
-
بېرته شاته