(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له دېرش کلنه جنګه وروسته

له دېرش کلنه جنګه وروسته يوه ټکه لوېږي
د ډيورينډ کرښه به ورپورې له اټکه لوېږي

 
هم به دښمن هم به غدار د قام بربنډ وي پکې
اوس يو بربنډ حمام جوړېږي، يوه سپکه لوېږي

 
دا بې سرونو سرداري به يې په اور پسې شي
دا بې معياره دستارونه به پر مځکه لوېږي

 
د پښتون وينه به په لاس د پښتون نه بهېږي
د انتقام ګولۍ به پوچه له ټوپکه لوېږي

 
دا برکت دی د يوې کاسې، يوې نوکرۍ
دا هر آفت چي له مُلا او له ملکه لوېږي

 
تا به ليدلی وي، بارخو د نجلۍ سور وخېژي
تا به ليدلی وي، زړګی چي له هلکه لوېږي

 
اوس هم چي خوله اخلو، په نره او ښکاره يې اخلو
رانه به څنګه ستا معيار خوشال خټکه! لوېږي

 
دا چي مي سترګې تکې سرې دي، رنګ له وينو اخلي
هره ورځ زړه رانه په اوښکو کي نازکه! لوېږي

 
هغه چي لاړه شي وجود مي بې درکه ورک شي
هغه چي راشي پر وجود مي بې درکه لوېږي
 
خان زمان کاکړ
Khan Zaman Kakar
-
بېرته شاته