(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

څو په باغ كښې لا يو ګل د نو بهـــار شته
د بلبلو ، د طوطيانو پرې چغــــــــــــار شته

 
نن دې غم له مانه ځان ســــاتي كه ښه كا
چې په سيل د بهار راسره يـــــــــــــــــار شته

 
چې له يــــــاره سره مست ، د ګلو ګشت كړم
محتـــــــــــسب كه رانزدےشي نو پيزار شته

 
شېخ ملا دې زما غم په بهــــــار نه خوري
چې رباب او سريندې غوندې غمــــخوار شته

 
نۀ به زۀ د ميو جام كښېـــــــــــــــږدم له لاسه
نۀ زما له پارسائۍ سره څه كـــــــــــــار شته

 
ما وخپلې پارسائــــۍ ته رخصت وركړ
په دا نورو پارسايــانو مې اوس ډار شته

 
ساقي ! بيــــا زمـــا لـــه ښــاره خبر واخلــه
لا يو څو په كوڅو پاتې پرهېزگــــــــــــار شته

 
ګل ومل ، سازوسرود ، ساقي سرې شونډې
لا به ډېـــــــــر عالم رسوا كا چې دا چار شته

 
چې په هره پياله عقل له ما زدوئـــــــــــي
د ساقي منت راباندې په بار بــــــــار شته

 
د ګلونو په مـــــــــوسم كښې خوار هغه دے
چې يې نه پياله په لاس نه يې نګـار شته

 
نن هغه شاه جــــــــــهان د زمـــــــــــــــانې دے
چې دستــــــه يــې د ګلونو په دستار شته

 
چې نااهل په غفلت وربــــــــــاندې نه ځي
ځكه وصل د هرګل په څنــګ كښې خار شته

 
نن خوشــــاله ! د زړۀ داد د عشرت وركړه
دا څو ورځې غنيمت دي ، څو گلــزار شته
انتخاب: الحاج عندلیب
Ghazal
By: Late Khushal Khan Khatak
-
بېرته شاته