كاڼى
بخت مې كاڼې راټول كړى په لمن كښى
ګُذارونه راكوى پورته ګوګل كښى
ګُذارونه راكوى پورته ګوګل كښى
په ژړا او په سلګو مى روڼ صحر كه
د ټكور احساس مې نه ووپه دلبر كښى
تو يوم به سپينى اٌښكى سترګې ژاړى
شوم لاهو د خپلو اُوښكو سمندر كښى
په سپيڅلى لمن نه وو تور داغونه
د ناصور داغونه جوړ شو په ځيګړ كښى
دريښتينى مينى واك مې دپردو شو
يم ولاړ نن د پرديو په درشل كښى
نعيمه! په اٌوميدمې عُمر تير شو
ښادي نشته د پرديو په انګړ كښى
محمد نعيم كاكړ/كوټه