(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دبلبل له ډيره سوزه د ګلونو چغار وخوت د ماليار له کمه وسه د بڼونو چغار وخوت په هر ځای باندی خوښيو د غمو غاړې خپه کړې ته خوښيو نه راتير سه د غمونو چغار وخوت ما به لوبې په رنګو کړې د رنګونو سره يار وم ما چې لوبې سره بس کړې د رنګونو چغار وخوت مئ اوبه ساقي څپې وي هر ساحل لره درياب کې ساقي نسته دساحل له دې څنګونو چغار وخوت غم کې تل تيارې وي له فرياد او له اهونو سره اوس به څه کړم له فرياد او له اهونو چغار وخوت نن مې دومره شراب څښلي د ساقي په ميخانه کې ګوره ګوره شراب نسته له چامونو چغار وخوت د نسيم غزل به دومره وي نيمګړی دلته پاتی ځم ترې ځمه د غزل له دې بيتونو چغار وخوت

د ښاغلی محمدنسيم پسرلى ويبلاګ

-
بېرته شاته