(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خېبر تاتاره

تۀ کۀ دخيبر په تاتروباندې ختلی شې
ماته هم شمشاد نه دهر چا لمنې ښکارى
 
تاکښې کۀ خيبره دحمزه دوينو سرۀ ښکارى
هر خوا دسپين غر نه دبابا لمنې ښکارى
 
زۀ درته خيبر وايمه تۀ راته سقر وائې
هسې مو ترمنځ دارتفاع لمنې ښکارى
 
تاته دې خيبره خړه خاوره دسرو زرو شى
خير دےکۀ زمونږه په بيديا لمنې ښکارى

دتورخم

چيرته کښې وير چيرته خندا وينمه
چا شونډې سرې او چا ششې وخوړې
 
کۀ په تار اغله بيا دې نرګڼمه
يادې بچو سړې تودې وخوړې
 
اےدخالد بې اتفاقه قامه
برشولې ورک کوزو سکنجې وخوړې
 
زۀ دماښام په بانګ غلط شوم لږ څه
دوى په رڼا ورځې روژې وخوړې
Matiullah Turab
-
بېرته شاته