(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښكلى

                                      محمد نعيم كاكړ
ښكلوته مه وركو زړه،زړه هغه چاته وركړه
چه يې پيدادى ښكلى زړه هغه باچاته وركړه
 
چه ښكلي ښكلي ترې زاريږې د جهان سردار دى
مينه د هغه سره ښايې زړه پيشوا ته وركړه
 
چه پيدا كړى رب دنيا ده ښكلي ښكلې مخ نه
په عشق كښې ژاړه زړۀ د هغسي آشنا ته وركړه
چه كائينات يې په بار بار د عشق نعتونه وايې
نوره د مينه نازولې د مولا ت وركړه
كه د زړګى ټوټه ټوټه شې د جانان په مينه
ديداريې غواړه ځوابونه دى دنيا ته وركړه
كه د مانۍ او د بنګلوو وطن وې ځې به اخِر
د زړګې مينه نعيمه! مُصطفا ته وركړه
-
بېرته شاته