(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشيون کابلي طنزي شعرونه

پوهنمل محمود نظری
محمد رحیم  ضیایي   متخلص په( شیون کابلی) په  کال (۱۲۷۴ ل )په سلطنتي کورنۍ کې  په کابل کې زېږېدلی دی، هغه د سردار محمد عمر  خان زوی او د امیر عبدالرحمان  خان لمسی دی چې انا يې بيبيحليمې(بوبوجان) د امیر عبدالرحمن خان میرمني  چې یو ادیبه اوشاعره وه  هغه روزلی دی.
محمد رحیم  د سلطنتي کورنی  ظلمونو  ډیرځوروی ، دهغه  انډیوالان  له سلطنتي کورنیو څخه نه وه  نو ځکه ځینو خپلوانو  هغه  دلیولي سردار  په نامه باله
کله  چې محمد رحیم  د بدخشان حاکم شو هلته يي د بي بي کو سره واده وکړ ،د هغو  لو ر خد یجه نومیده چې په  چادری کې یې  د پروین په نامه  په رادیو افغانستان  کې« گلفروشان زمن گلی بخريد» سندره  ویلې ده  .
 محمد رحیم  د    حبيب الله کلکانی په وخت کې تاشکند ته ولاړ او هلته د غلام محمد چرخی سره یوځای شو
شيون کابلی   یو سیاستمدار ،عالم او شاعر و
هغه د  " برگ های ازتاريخ معاصروطن"اوله دری څخه روسی  قاموس تدوین يې  اثرونه دی 
هغه ډیر غزلیات ، رباعیات او هجویات لري
د هغه لومړی طنزي شعر دا دی  :
          ژباړه:
 که خدای وغواړې یو کا روکړي
د ستني  له سره  منار جوړوي
 یو خر له اخوره  راوباسي
په یوه ګړي له هغه سیاستمدار جوړوي
شـیون کابلید نادرشاه په  دوران کې بیرته کابل ته راغی مګرد هغه طنزی شعرونه په هغه  مځکه تنګه کړه او  بیرته شوروی ته ولاړ، مګر هلته  یې هم سر تر سایبریا تر زندانه رسیږي
هغه د استالین په امر چې ټول بهرنیان يي مسکو ته راوستل او بیا يي سایبریاته واستول
 هغه هم اووه کاله د سایبریا په زندان کې تیر کړه

  ژباړه:

ازاده  او ملنګ یم ،   شوق د درب او دبدبې نه لرم
 دومره بې سده شوم. چې ددنیا خبر نه لرم
د ژوند هامون تیروم  په یوازیتوب
دروند بار نه لرم، د غوا او خره سره  کار نه لرم
 بیا په طنز وايي دچا ګیله وکړم ، دا پستان خو د وفا سترګه نه لري ، له لوټه خوی څخه د ډبرې تمه  لرل ختا ده، ددنیا  د ترخه  خونده می  عمر په ساندو دی  په دې نیزار کې یو ه ذره شکر نشته

  ژباړه:

څوک له پستانو نه باید د وفا تمه  ونه لري
لوټه خوی  لرونکی هیڅکله  سپرغۍ نه لري
د نړۍ دتریخ کامی، یو عمر په شیون کي یم
ددې نیستان  حاصل، یو ذره شکر نه  لري
 
شیون  کابلی په دکال(  ۱۹۸۶ )مړ او په اذربایجان کې خاورو ته وسپارل شو
 

پوهنمل محمود نظری

۲
داچي طنز د ټولنې یا یوچا ناروا کړه وړه او ناخوالې په خوږه ژبه  غندی نوویلی شو دطنز اساس نیوکه  ده نه  وچه  نیوکه بلکې مترقي ،پر مخ تللی  او هنری نیوکه ده
 طنزونه  په هر دوران کې پر فساد کوونکو او دومخو دیني او سیاسي مشرانو خپل   نشتر چغلی او هغوی  یې ځورولي او رسوا کړي دي  کله  یې هغوی  ته خطاب کړی ، کله یې دهغو دکړو پرده پورته کړې او کله یې بده دعا ورته کړې  اوکله يې هم خدای ته دعا کړي او له هغو څخه یې د ټولنې خلاصون غوښتی دی .
شيون کابلی  هم د وطن دا بده وضع زغملی نه شول د دعا په ډول خپل طنزی نشتر په دوه مخو مشرانو  چغي او وايي :
ژباړه:
 
 اې خدایه ! یو  عادل راواستوه
پست واخله نیک راواستوه
خلکو په دښته کي لاره ورکه کړې
دیوې  زنګولې نغمه را وراستوه
د مظلوم  ناره څوک نه اوري
یو ناره اوریدونکی  سړی راواستوه
 بدمرغي  راغلي هیواد ته
یو مسیحا نفس راواستوه
 وس نه لرو ددې خونکارو
بیا هغه پخوانی  وخت راواستوه
 دې د حقوقو دغلو داړې  ته
 بند  او دار او پولیس را واستوه
 
شیون  کابلی تل د وطن په فکر کې و  د هغه د هیواد د سیاسي وضع په هکله یو طنز داسې دی
ژباړه:
یوخانه خراب نسته چي وکړي آبادي
هر څوک چې حاکم سي دځورولو نخښه باسي
 له پخوا ترننه بیله  وژولو نسته بل څه
یو خلک  وژني اوبل پیسې باسي
 هغه د پاک خدایه په زاریو داسې غواړي :
ژباړه:
یارب د افغانانو په چغو رحم
 په وږو او لوڅو خلکو رحم
نه ځای په هدیره کې نه د کفن امید
په دې بې سر او ساماني يې رحم
بیا  په ځانګړی ډول په  افغانانو ته په طنز دا دعا کوي :
ژباړه:
 
یاربه ته ولي رحم په افغان نه کوې
هغه پوه ، هنرمند اوخاوند د سامان نه کوې
هغوی د دې غلطو خد ایانو لیري کړه
هغوی  ولې مسلکی او خاوند د ایمان  نه کوې

۳

د شیون کابلی یو طنز داسې دی :
ژباړه:
که غواړی و پيژنئ شیخ  په ښار کي
ډول دنس اوږیره،  لنګوټه او خلقه  وګوره
شيون کابليله خلیلي سره  که څه هغه  په بهر او خلیلي دننه په هیواد کې و اړیکې درلودې
       مرحوم استاد خليل الله خليلي، شيون کابلی گلزارادب نومولی دی او
 د خپل دیوان  په شا یې هغه ته ولیکل :
ژباړه:
دا یوموټ د ځوزانو  ګلزار ته ډالۍ کوم
زه دا د یار ګام ته  قربان وم
شیون فی البديهه دهغه په ځواب کي ولیکل :
ژباړه:
ستاځوز ښه دی ترنورو د ګلانو
 د ګلانو سل بڼونه ستا د ځوزسپلیني کوم
 کله چې خلیلي   د وزیرانو د غوڼدې منشي شو شیون کابلی د هغه به هجو کي لیکی :
ژباړه:
زموږ استا دشو په رتبه اوس وزیر
منصب یې برابر دی سره د شخصیت کبیر
له  مهرباني پاچا کښیناوه پر څوکۍ
چې دامقام  یې د بلخ او بخارا دی زیر
نن څلور میخه د هغه په سترګو او غوږودی
پوهیږی له  پنځمه چې یوه ډوډۍ څو کیږي  فتیر
اوس د هغه  د رکاب له مخي لیري ځئ
ګوندی چي وژغورل شئ له هغه لیندی چې شوی تیر
 
شیون کابلي   مذهبی تظاهر ، تعصب او افراط ګری نه خوښوي او خدای ته په نیاز وايي :
    
ژباړه:
خدایا ، ظالمان لکه ما کړه
اخته یې په رنځ او بلا کړه
خدایه هرچا چي لیری له وطن کړم
لکه ما پاته او لیري یې له وطن کړه
    یا دا چي وايي :
ژباړه:
 خدایا ،په دنیا  مي  زار نه کړې
دناکسومخی ته می خوار نه کړې
که اجل راځي ژر می مړ کړه
په بستر کې می ډیر بیمار نه کړې
       هغه دپاچاهانو د تختونو ټوټه کیدل عجب نه بولي وايي :

ژباړه:
د پاچاهانو تاج عجب نه دی چي ټوټه  ټوټه شي
هغه واک چي ما لیدلی د درویزګر په ژړا کي
      
کله چې محمد نسـیم اسـیر  له روسې کابل ته تلی شیون دا شعر هغه ته ووایه
 
ژباړه:
ځې دوطن لوري ته، زما ځان هم یوسه
زما ځانه  دا زما زړه ویران هم یوسه
 

 

-
بېرته شاته