(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سـرچـپه د سـتور

چــې رڼـــا ورځ تــوره تــیاره شــي وایـــه بـیـا به څـه کـړې
د ژوند دستور که سر چپـه شــي وایـــه بیا بــه څــه کـړې
چـــې د وفــــا ځــــای جــــفـا ونــیــسي پـــه ټـوکـو ټـــوکـو
چې دې اشـنا سـره پــتــنه شـــي وایـــه بـیـا بـــه څـــه کړې
چې مېلمانه دې کوربانه شـي واک راخـپل کـړي د کور
ته په خپل کور کې مېـلـمـنه شـي وایـه بیا بــه څــه کـړي
چې غل قاضي شـي او قاضي د غـلا په تـور تـورن شـي
جــــوړه ښــــکـاره مـــقــدمــه شـی وایــه بـیـا بـه څـه کـړي

چــــې د سـبـا ســتـوری مــــاښــام راخـیــژي نـــه وي رڼـــا
کـه د تــقـدیـر دا فـیـصـلـه شـي وایـــه بـیا بـــه څـــه کــړې
Peot: Late Dr. Kabir Stori
-
بېرته شاته