(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زړونه مستي غواړي، د ښکلو نظارې غواړي خو څو بې زړه خلک رڼا وژني تيارې غواړي وخته چې تم نۀ شې منزل ته رسېدل دي ضرور دوه ګامه تګ پاتې دى، دوه درنې نارې غواړي د محبت قاتل څه نوې بهانه موندلې! وايي: شپه د ستورو نه حساب د شوګيرې غواړي د مرګ پرستو پښتنو ژوند به نو څنګه ښه شي چې دعا هم کوي نو ډېرې هديرې غواړي دا چې ځان وژني دوى همدغه دى فطرت راوړى دوى په هر حال کې د سرونو منارې غواړي

د ښاغلی عبدالهادي حېران ويبلاګ

-
بېرته شاته