(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟

طنز
محمود نظری
یوچړي سو په یو کلي کې ملا
په اصطلاح د  کلیوالو سو پیشوا
هر شپه میلمه و په غوړه ښوروا
سبا ناری ورته راتله غړي او حلوا
ډنګر ملا  سو ژر سخوټ موټ
پیل یي کړ سترګې لغړول هرګوټ
 
یوشپه میلمه و په کور کي د جانان
دهغه په ماینې يي زړه بایلود ملا جان
د هغې د لیدولپاره یې هرګړی  کوی اذان
په ماغزو کي يي ننوتی و لعین شیطان
یوورځ يې جانان ولید چې رګ یې وهه
ناست و وازدراز  مخ په لوري د کعبه
ملا نارې کړې کافر سوې جانانه !
در باندې طلاقه سوه درخو جانه
کلیوال يي راټول کړه سپین ملا
جانان یي تور کړی په خپله فتوا
ملا ویل طلاقه کړه درخو په درو !
ته  تک تور یي سپينه ده  ښکلې درخو
کلیوالو جانان کړ خوله خوله
هغه  بې وسه کړه درخو طلاقه
ملا جان درخو کړه خپله اړتینه
خپل د ژوند یوبل ارمان ته ورسیده
 
جانان شپه ورځ د ملا پسې سو څرک
هغه  یې څاری هرچیري چوپ اوغړوپ
هر چیري به  ملاته ناست  و په  خزه
چې کله ملا وویني ناست مخ په قبله
یوه ورځ  دجانان توره شپه سوه ړنا
چي  ملا يي ولید  ناست د قبلی په خوا
په خندا خندا يي ځان ملا ته ورسوه
ول کافر سوې ملا په دې نوراني جوله
جانا ن يي تر شا ودرید دینګ
دشا خوايي په غیز کي ونیوی ټینګ
له جوشه  يي  نارې کړې کلیو الو ته
هله نیولی مي  ملاناست مخ په قبله
 ول مخ په قبله ناست يې رګ وهې!
اوس به درخو په درو طلاقوې!
دملا ژبه بنده سوه څټ يې ګروه
د لږ سوچ وروسته يي په خندا ویله
مخ په  قبلې ناست وم ته وايي ښه
مګر سر مي کوږ کړی و د هغه
سا ختلی سو خوار اریان جانان
نه پوهیده چاته څیړي کړي ګریوان
 
له ښار ه راغلی ویو انجینر
پوه سوه چې ملاکړی  جانان خر
دروبین او پرکار  یې راواخیسته
د ملا تر بولو يې ویستله نخشه
ول ملا سم بولي کړي مخ په قبله
دهغه څخه باید جوړه کړئ طبله
 ملا چې ددین ستن ده کوي دا چمونه
مخ یې تور په خره يي سپور کړی سرچپه
 
 هر کلیوال بوتله خپله  اعیال
د نورو دملا چور کړ ټول مال
په خپله لومه کې بندسو ملا
خدای یې درې سره  کړې ختا
 
خدایه  ولس وساتې دداسي چړې پیشوا
کنه اخیر به  یې ولس په خره چپه سپور کا
 
د لیوه په مرداریدوکله کوي پسونه ماتم
که هر څه شپونکی  وږغوی نغمه د غم
دا  اتل نوم، ماتم په ټوله دنیا کي فاتحه
دوو دارینو اوتاریخ ته  نه کوي ګټه کومه
 بد ته د ښو په ویلوله ځانه مه جوروئ شیطان
شیطان ته ملعون  ویل ښه دی  یا دشرقهرمان
  هغه چي دوطن   لپاره  مرداروي  شیطانان
 هغوی دی زموږ د هیواد  اصلي شهیدان
کنايي :
سا ختلي( حیران او پریشان)،خوله خوله کول(ملامت ول )،دینګ دریدل( شخ)
 
 
 
 
-
بېرته شاته