(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډلګۍ مشر

طنز
محمود نظری
د پاچا ظاهر شاه په دوران کي
د یوه پچه وختله په بامیان کي
عسکر شو په فرقه کې د لغمان
دهغه چار خوښ شو د کومندان
هغه یې مشر کړ دیوي ډلګۍ
چې لسو عسکرو يي امر منۍ
تر بامیان ورسیده د هغه  اوازه
خړیت پزې فرقه مشر شو انګازه
د کلی مشران یې راغله تبریکي ته
د سوغاتونه سره دهغه مخ پېټکي ته
د فرقی قرول راوګرځوله د هغو غورازه
چې ننوتله دننه فرقي ته بېله اجازه
د زوم تره  دګروال ته شو په غوسه
 ول وراره مي تا ته نه ده ښوولې تربیه
بل ویل علی قمبر زما  دی کلیوال
چې په شا کوي وسا شل منه جوال
بل ویل فرقه مشر ته کړه کریزه
موږ نه ږغیږو سره  دهر بدتمیزه
د فرقه مشر دوتر ته ولاړه په مزه مزه
هیښ پیښ  د فرقه مشر مخ ته ودریده
فرقه  مشر ورسره وکړه جوړتازه
هغوی شاوخوا کتله لکه غله
ول ته هم خپل مشر ته کړه یوه نعره
وایه مخ کاته ته دی راغلي یوه ډله
هر یو يي په خوله مښتی لکه غالبوزه
دفرقه مشر سد په خبرو نه خلاصیده
دوی اخته وه په همدې  دارومردار
چې یوعسکر سلامی وکړه ودرید تیار
د راغلي ورا د یوه  له خولې چغه وخته
 ول ولاړ دی  اصلي فرقه مشر موږ مخته 
بدل فرقه مشر ځیر ځیر وکتله قمبر ته
د څه لپاره راغلی يي زما دوتر ته
ول صاحب  دا د وسیه مې ده راوړې
تاسو ته د ټولی مشر ده رالیږلې
فرقه مشر ویل  پيژنې دغه کسان
په خبرو يي زه نه پوهیږم چندان
 هغوی ټوله سره غاړه غړۍ شوه
ددوی  ډله ښه  سره ګردۍ شوه
یوه وپوښتل کوم یو یاست فرقه مشر
ول   اري  هغه د ی ماته هم ټوله موګه مشر
زه هم په دې فرقه کي  یوه بلا یمه
نه پوهیږم تا که دفرقې بالا یمه
ورا په خوشالي سرونه وښوروله
ول دغه دي رښتیا چې موږ واوریدله
په اې هې یې ویل ټولی مشر یې ټاکي
فرقه مشر  له خپل مقامه نه تیریږي
دده چې شل منه جوال وړل نه دي  نسوار
عسکر دی ،فرقه مشر ځان وړای نشي خوار
وګوره  څه سخوټ او غونډ مند دی پهلوان
شل منه اوړه له ژرندی تر کوره  وړي بې پالان
***
په دې وطن کې اوس پهلوانان شوه مشران
خدایږو څوک ولسمشر څوک دی کشران
هر پهلوان ورونونه ټکوي  چپه اوراسته
له دولت  څخه یې ورکه کړي دټټۍ راسته
 دلته وهلی شي  هر نظاري سپاهي جنرال
ځکه د سقاو زوی هغو ته ورکړی مورال
ټوله دامریکا د موږي په زور غورځي
ټوله بګیلان اودشورای نظار خوسکي
اوس هغوی ځانوته دشوګو جوړوي اتلان
 دا پخوادروس ،اوس د امریکا ګوډاګیان
د جهاد او مقاومت په نوم په  بزنیس سره
سوداګري کو ي د هرنجیس خبیس سره
هرواکمن لري پر کوناټي ټاپه ددجال
ګیله مه کوئ هغوی نه لري ګاڼه د رجال
په دې ګیرودار کې هر پهلوان شو مشر
نه مالومیږي دلګۍ مشر او فرقه مشر
بګیلان د مقاومت په پروړو وهي شخوند
ولسکشرد مصلحت په نامه وطن   کړ وند وند
کله به راشي د کمند سره یو نر مشر
چې وغورځوي  د واک له زینه دا کر مشر
-
بېرته شاته