(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زور د واړه بیهاڼ له پښو لوېدلي آس کې نه وي
داسې ایمان په زړه کې ځای لري لباس کې نه وي
چې زړه نازړه یې کلمه وې ترېنه لرې ګرځه
مؤمن سړی داسې په وېره په وسواس کې نه وي
که تور رنګونه خوښوي نو لېوني یې ګڼو
دا د زړه کار دی بې اختیاره چې په لاس کې نه وي
نیت د کعبې د زیارت کړې میخانې ته ولاړ شې
بنده در پېښه واقعه ستا په احساس کې نه وي
دا اوښکې څله تویوې د ملنګانو میرې
پر بې وفا آشنا اثر په دې بړاس کې نه وي
کماله اور د نفرتونو به مو لولپه کړي
د مینې څاڅکی که د زړونو په ګیلاس کې نه وي
 
-
بېرته شاته