(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناپرسانه ښار

طنز
داکیسه  ده تر سرو مرچکو لا  خوږه
 هضمولی يې نسي هره  غورازه معده
 په کلی کې و یو طالب خوار و ډنګر
نه چاغیده په وده  او دم د پاړوګر
 د کلي په حال يې غوښه اوبه کیدله
په هر ه ډزه ډوزه یې  لم ویلیدله
طالب واوریدله   دهاخواکیسه
 چې قروت اوبوره  هلته  ده په یوه بیه
طالب  ملا ته ویل  راکړه اجازه
ځمه هاخوا چې بیرته سم تروتازه
ملا ویل   مه ختا  وځه طالب جانه
داسۍ ځای نه وي تل بې  تاوانه
عاقل انسان کله  چاغیږي اسانه
مګر چې هغه سي څه بې وجدانه
 ښه دی زوړ ملا ، زړې تراوې
 نه نوی نازونه اونوی نخرې
طالب پښې ننیستلی په یوه موږه
 ول په هر ‌ ډول چې سي زه ځمه
 طالب دسفر چوټې کړی په پښو
ورسید په څو ورځو او څو شپو
رښتیا تر قروتو ارزانه وه بوره
ژر يي زړه  خوږې  سوه  ورکه
هلته په کارو بار سو اخته
ښه ډیره يې وګټله لوړه پیسه
 لکه سخندر پند يې سو چټ
 په نورو دڼګرو یي خندل پټ پټ
  په پارکو کې یې ګل هوسی کوله
 هر خوا ته يي میله ایستله
یوه ورځ يي ولیده یوه محاکمه
ورغلی له  ساتیر ی لپاره دننه
په لومړی کتار کي کښېناسته
مفت سرکس و  هری خبری ته خندیده
 هلته ناست و یو ږیره خرېیلی قاضي
چې خلک مالومیدل ترې راضي
د طالب ددوی  په ازادی  وسوه رخه
 د خپل له قاضیانو یې وسوه کرکه
سپاهي یو سړی لاس تړلی راوسته
 مخ د قاضي ته یې  ،په  جار کې ودراوه
دیو سړي پورته سوه سوې غړانګه
ږغ يي وکړ په محاکمه  کې ازانګه
ول ما اصیل زاده کوله  رواغلا
واوښتم   ددغه  خاین دکور په بلا
قاضي له مدعي په غوسه  وپوښتل
تا ولي دا بلا دلته وګولول ؟
 هغه ول صاحب  اخلم ستا پر سر قسم
خبر نه یم  په ټپي کیدو ددې محترم
قاضي غله ته ویل له سره وکړه کیسه؟
چي دا  غوړپکه څنګه پېښه سوه
غل ویل صاحب وتلی وم غلا ته
ددغه لاس تړلی خاین د کورخواته
ومی غورځوي  ډیوال ته چنګګ
  دتندی په خولوختم پر دیوال لکه  خټک
 داچې د یوال یې نه وجوړ کړی  سیده
چنګګ له پاسه سو زما په سر راایله
 له ډیواله خړپ لاندی سوم شوه
دا یو پښه مي له زنګانه ماته سوه
 زار زار يې ویل په چغو او ژړا
  که عدالت ونسي بیا نه کومه غلا
قاضي ورکاوه د زړه ډاډ او اطمینان
ول زه به په دار کړم داسي ملي خاینان
ټولو خلکو دکور خاوند کړ ملامت
 دهغه په دې کار يې ووایه لعنت
قاضي ول   دهغه خاین  سزا ده دار
 چي عبرت سي څوک ونه کړی دا کار
ته ووایه ولي دی کړئ دا  ملي خیانت؟
 دغله د بال بچ څوک کوی  اوس خدمت
دکور خاوند ول زما نه ده  ګناه
 ټوله پسات دی په څه څه کې د بنا
 هغه غواړي دا  وطن بې غلو کړي
په دې کار کمښت د ښو سړو کړي
 قاضي په غوسه  ویل  استغفر الله
 ورسئ راولئ دا  ملي خاین بنا
خاین بنا حاضر سو لاس تړلی
 چي یې ولي خپل دیوال کوږکړی
 قاضي ویل ولي  دی کړی دا جنایت؟
  ولې دی دغلو شرافت  ته وکړ اهانت
ټولو ویل دی دی اصلي ملی  غدار
دده ټول نسب باید سي  ټوله په دار
بنا ویل  صایب ګناه نه زما ختګر
ټول پسات دی په څه څه کي دخښګر
خښتي يې وهلي دي  کږې  وږې
 دهغه دی سپينې سي پرې
قاضي په غوسه  ویل  الله اکبر
ورسئ لاس تړلی راولئ خښتګر
خښتګر لاس تړلی سو حاضر
 خو ددې بدو کړو سو سوچ منکر
هغه ویل زه یم  یوجهان دیده
پوهیږم د غله په ښه شان او اینده
 اصلي ختا کار دی د ا نجار
 چې تلکې جوړوي ناهنجار
 قاضي ویل هله راولئ نجار
زه د هغه سر ه لرم کار او بار
نجاررا حاضر سو محاکمې ته
غوږ يي نیولی و د قاضی فیصلې ته
 ویې دروی د مجرم په جار کي نجار
 قاضي ورته ویل ستا مخ دی د فجار
 ماته مالوم دي ستا ټول کارونه
 ته جوړوی تلکې او ټینګ ورونه
 ستا  دښمنی ده له غله سره له جاهلیته
دپيل په غوږ کې ویده يې له غفلته
 په  کوږقالب دي واخیست  انتقام
دا ترور دی کله پټیږي  بې انجام
 ته باید سې په دی جرم پانسي
چي نورو خلکو ته پنیات سي
نجار ویل صیب دانه ده زما ختا
په کارکې یوې پيغلې  کړم اغوا
د  هغی وه تک سپین مرمری  لاسونه
غټي سترګې یې  وې د میو جامونه
مخ يې و  د  خام پنیر یوه کلچه
شونډې یې وې دګلابو یوه غنچه
 څه ووایم د پاټاسوغوندې اننګو یې
څه ووایم د  ګادۍ غوندې  تلویې
قاضي ویل بس اوس به سم بې خوده
 هغې نخره بازی زه لا  کړم بې سده
نجار ویل زه يې هم  نخرو کړم بې خوده
میخونه  مي وهلي دي چي وم بې سده
   قاضي ویل بس  نور می مه ځوروه
  نور د  پيغلې د نخرو خبری مه کوه
 ورسئ راولئ  هغه  چټه پيغله
چي یې وباسم د عدالت  له تیغه
 جنۍ یې راوسته لاس تړلې قضا ته
ول ګرانه ما رسولی دی ازار چاته
 قاضي ویل اې نخره ګری دلبری
دنیا دی کړی ویجاړه دړی وړی
په کست  دی کړ  شوټ داملی غل
 مخ دی لوڅ کړ په  لاری  په دی چل
 هغه چې پوه سو ه په ټوله کیسه
 وي  صیب اصلی ګنا ه د بل کس ده
  اصلی مجرم  دی د ښار زوړ زرګر
چې  تر ټولو زرګرانو دی نوښتګر
 ما د هغه جوړه کړی انګشتری لیده
زما يې هیر کړه د سر او مخ پټیده
 د هغې د ښکلاپه لیدو  ومه اخته
نه پوهیدم چی نجارراته  ګوری بدبخته
قاضي ویل اصلي  ملي خاین راولئ
 بې پوښتنې يې دار ته وخیژوئ
 زرګر حاضر سو لاس تړلی  محکمې ته
  دقاضي اخیري او وروستنی فیصلې ته
 د دار خوا ته  یې بوت خوار زرګر
ول تا ته چا و یل دومره سه ښه کارګر
قاضی چې   یو، دوه ، درې ویله
د دار کړۍ د نجار له سره وختله
  جلادویل دده غاړه نری ده تر زندۍ
له غاړه يې اسانه خیژی د دار کړۍ
 ول قاضي صیب دده څټ دی نری
ددار حلقه  غواړي سخوټ  څټ ګردی 
  قاضي ویل د عدالت پوره کولو لپاره
ښه غوښن ولټوئ د پانسي  کولو لپاره
 په ټولو کي غټ و د طالب  جان څټ
ول صیب پیدا مو کي  تر ټولو سخوټ
طالب ویل د خدای لپاره زه مهاجر یم
 زه په اصل مسلمان یم  نه فاجر یم
زما ګناه یوازې ده  زما  پنډڅټ
چي هغه  سوی دی  بې  حده غټ پټ
هغه يي ودروی لاندې د دار تر ستنې
 دهغه له ډاره سترګې سوې سپينې
د هغه په یاد سو د ملا صیب وصیت
ول مه ځه بې پوښتنې په هر جهت
  یووطندار  یې راغی په  ځغاسته
 ول تاسو خبر نه یاست له امره د پاسه
په چوک کې وه داسې زونګه
او په ټول ښار کي وه اوازه
بي بي سي او د ازادی رادیو ویله
داوس نوی عاجل خبر راورسیده
 نن ور خلاص دی تر ماښامه  دجنت
هله دا دوه ساعته  وخت  دی غنیمت
 په  محاکمه  کی  جوړه سوه لګه درګه
 د ټولو ورکه سوه لاره   او روده
ټولو  په منډه سوه  د دار خواته
 قاضي ویل مه ورکوه دار وچا ته
قاضی په اخ او ډب کړۍ کړه په غاړه
  له خولې یې ووتله د الله اکبر ناره
 
***
دنیا سوې د ښار نا پرسان محاکمه
لټوی دکړۍ لپاره برابره غاړه
طلیسم په دی نړۍ کي دی روان 
د سپيني خولۍ راباسې تور یزان
جګړه اوسوله ده دوه مخه یوه  سیکه
یو اور بلوی بل يي مړ کوی په پکه
یو یرغل ته لاره پیدا کوي قانوني
بل یې د ګوتې پر ځای سر په منډي
  یو يې ولسو  په شغلو الوی کوي
بل  یې په وژولو اله  وی  کوي
د غله دفاع کیږی د ازادی په نامه
وطن چوریږی د دیموکراسی په نامه
 دوکماران  ګماریږی د ټاکنو په پلمه
ولسونه وژل کیږی  د بشر دحقوقو په بهانه
 خدای دی مو وساتي د   دی کوڼ د وهلو
او دهغوی د رونډ قانون په  نیولو
 
پیدا شی په دی دنیا کې یو باغیرته
چې رښتیا ووايي نړیوالو ته په جراته
 اوراوړی  د چوک اوازه د بازار ازانګه
 چې  هله خلاصه ده بیا  دجنت دروازه
 
 
 
 
-
بېرته شاته