(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلام علیکم جان اغا!

طنز
 محمودنظری
یوه ښاری جنۍ په کلی کې شوه واده
مور یې ویل  سپکه ونه ښوروې خوله
په رنګ ښايستهیې، په عملنشېخواره خستکه
زردالو غوندې خوږه يې چي ترخه نه کړې مندکه
د ناوی بخت دی د هغې په  تنډه
نه چې ټوله ورځ شې  په  منډه
ټینګ ټینګ لمونځونه د هغو مخ ته کوه
چې ونه وايي دښاره ناوې کافره ده
خپله ژبه کړه په ښو  نومونو آ موخته
 لومړی تر څه پر میړه دی نوم کښېږده
پرمیړه  باندې ښه نوم ایښول دی ادب
 نور هیر کړه د د ښار د خلکوبد عادت
 په کلی کې میړه څوک نه بولي  په نامه
 په هغه یو ښه عشقی نوم کښېږده
یا دل اغا  یا قند اغا یا جان ا غا
یا د هلکو پلاره  یازما د زړه شهینشاه
اغا لالیه ، یا اغا ګله یاد  سترګو توره
پهلوانه یا  غیږبازه یا نامی یاباتوره
 دناوی دتخت دريمه چې شوه په ختمیده
ناوی دټولو مخ ته ودریده په لمانځه
نا ببره يي د بهره راغی  میړه رحمت الله
ددې په لیدو یې له خولې ووته  سبحان الله
 دلمانځه په پای  کې ناوی وګرځوی سلام
د میړه د احترام  لپاره يې بدل کړی  کلام
 
  راسته خواته  یې مخ کړ، ول اسلام علیکم جان اغا
 چپه خواته يي مخ کړ ،ول اسلام علیکم جان اعا
***
دلته هم ځینې  مازی په لمانځه ځان بولې مسلمان
پخوايي لا شیطان  هضم کړی ده سمبوسه د ایمان
یوازی په ښو  نوموو غولوی ځان او نړۍ
استنجاه کله کیږی په دې بې څوښکه بدنۍ
دیموکراسی ده  دښځو ازادی ده نشته یرغلګر
 دا مقام اوشته يې له دې نوموله برکته  کړه برابر
 
-
بېرته شاته