(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن مې بيا

نن مې بيا جذبه نشه شوه ، نن مې بيا سوے ارمان دے
نن مې بيا فکر بوږنيګی ، نن مې بيا په سر تالان دے

نن مې بيا ژبه پولۍ شوه ، نن مې بيا تلی تڼاکې
نن مې بيا احساس خفه دے ، نن مې بيا په هوش لړزان دے

نن مې بيا زهر ګوټلی ، نن مې بيا مرګی ته زړه دے
نن مې بيا ضمير راګير کړم ، نن مې بيا عقل حيران دے

نن مې بيا سلګۍ په خله کې ،نن مې بيا په شونډو پاړ دے
نن مې بيا نظر لمبه شو ،نن مې بيا ستړے وجدان دے

نن مې بيا وينه ارزانه ، نن مې بيا چغه بې قدره
نن مې بيا زخمونه خاندی ، نن مې بيا په غم ګزران دے

نن مې بيا خواهش وژلے ، نن مې بيا جنت ګټلے
نن مې بيا په کور کې لوږه ،نن مې بيا کلے زندان دے

نن مې بيا جبر ليدلے ، نن مې بيا بې خودی اوکړه
نن مې بيا په نمر سفر دے ، نن مې بيا سيورے د ځان دے

نن مې بيا زړه کې ماتم دے ، نن مې بيا سترګې وريږی
نن مې بيا سينه غلبيله ، نن مې بيا څيرې ګريوان دے

نن مې بيا په غږ بنديز دے ، نن مې بيا خاموشی اوکړه
نن مې بيا په خوب کې تير شو ، نن مې بيا بايللے شان دے

نن مې بيا محرومۍ تنګ کړم ، نن مې بيا مايوسی وژنی
نن مې بيا بغاوت اوکړو ، نن مې بيا هغه اعلان دے

نن مې بيا قلم ګوزار کړ ، نن مې بيا ټوپک ته لاس کړ
نن مې بيا په خاوره جنګ دے ، نن مې بيا عزم سندان دے

نن مې بيا مينه پړده کې ، نن مې بيا کينه څرګنده
نن مې بيا وصال غوښتلے ، نن مې بيا برخه هجران دے

نن مې بيا دړدونه پنډ کړل ، نن مې بيا سفر ته فام شو
نن مې بيا صبر تمام شو ، نن مې بيا منزل اسمان دے

نن مې بيا اننګی زيړ دی ، نن مې بيا تندے تريو کړے
نن مې بيا عندليب ژاړی ، نن مې بيا په باغ خزان دے

 

چې د وصال د شپې سبا راشي
ورځ د قیامت هله په ما راشي
زر دې د سترګو ځکه اوبایلمه
زر دې له سترګو نه حیا راشي
ریدیه ستا د مستئ تول به وکړي
څوک لیونی په دې په خوا راشي
یا دې ساقي جامونه کړنګوي
یا دې سپرلی په پښتونخوا راشي
د تن لمبې مې پکې نه ویني څوک
ښار کې به څنګه اوس رڼا راشي؟
چې ددې خلکو بې حسۍ ته ګورم
خپله ژړا پورې خندا راشي
مرګ درته ګوته څنډولی نه شي
ژونده که ژوند درکې رښتیا راشي
چې په نړۍ کې چرته اور ولګي
تپ يې زما کور ته رسا راشي
چې د یار ذکر عندلیب ته وشي
لکه په مړي کې چې ساه راشي

 

مساوات
چې په هرکار کې نوم د نسل او د ذات اخلي
نو د تحقیق ځګی مخلي روایات اخلي
سړی دې دومره مالدار نه وي چې زکات ورکوي
سړی دې دومره غریب نه وي چې زکات اخلي
د سرما يې دلال لا ذومره زورور خو نه دی
چې مې د شونډو نه نعره د مساوات اخلي
زه ښه اذاد یم خو یو کور مې پکې جوړ نکړلو
اشنا کم عقل مې په چغو دیر او سوات اخلي
یاره راځه چې دې بدلون له څه نامه وټاکو
غرسه ماما د دوکاندار ماما نه شات اخلي
زه عندلیب ورته غازي ويئل ګناه ګڼمه
چې د بچي نه مې قلم اخلي دوات اخلي
-
بېرته شاته